د کابل ښار د دوشنبې ورځې په دوو بریدونو کې د نهه تنه خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه مړه او ۴۹ نور ژوبل شول. لومړی ځانمرګی برید د کابل ښار شش درک په سیمه کې د دوشنبې ورځ د سهار اته بجې د ملي امنیت ۹۰ ریاست ته څیرمه وشو، خو شاه خوا ۲۰ دقیقې وروسته کله چې ژورنالیستان د دې پیښې د تصویر اخیستلو او خبر ترلاسه کولو په موخه سیمې ته راغلل او د لومړۍ چاودنې له کره ځای څخه شاه خوا ۳۰ مټره په واټن کې ولاړ ول چې د خبریالانو په منځ کې بل انسان داړونکي ځان ته چاودنه ورکړه او نهه تنه خبریالان یې شهیدان او اوه تنه نور یې ټپیان کړل.
داعش شرمیدلې ډلې د دې چاودنو پړه پرغاړه واخیسته او ثابته یې کړه چې په حقیقت کې دوی د افغانانو دښمنان دي، نه اسلام پيژني، نه مسلمان او نه هم افغان، دوی پردي جاسوسان او د څو پيسو لپاره داړونکي حیوانات دي چې اصلا انسان ورته ارزښت نه لري او هغه کسان تر برید لاندې نیسي چې د دې ټولنې د سمونې او د دردونو د را برسیره کولو دنده لرِِي. خبریالان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړه ایزو ډلو له خوا تر برید لاندې نه نیول کېږي او هغوي څخه په پوره توګه ملاتړ کېږي، ځکه خبریالان یوازې او یوازې د حقیقتونو خپروونکي او د ټولنې د ناخوالو ټولوونکي دي.
په افغانستان کې داړونکې ډلې(IS) یا داعش په خبریالانو هم رحم ونه کړ او هغه کسان چې د ټولنې غږ بلل کیده هغه یې هم د چوپتیا په موخه تر برید لاندې ونیو او دهغوی ژوند یې ترې واخیست، خو دا ثابته ده چې خبریالان هیڅ کله له خپلې مقدس دندې نه په شاه کېږي او د دې ناخوالو او پردي پاله کسانو کړنې به د ټولنې مخ ته راوکاږي.
د داړونکې ډلې له دې جنایت څخه ښکاري چې دوی نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات وي، دوی یوازې او یوازې د دې لپاره جګړې ته دوام ورکوي چې افغانان ووژني، اصلا دوی هیڅ ډول عقیده او باور نه لري او دا هغه پلورل شوي کسان دي چې ښایې په ټولنه کې یې مور او پلار معلوم نه وي او د همدې درد لپاره چې لري یې د نورو له وژلو څخه خوند اخلي چې اصلاً دوی د ژوند نعمت، کورنۍ، مسلمان او په کل کې انسان نه پيژني.
د یادولو وړ ده چې په وژل شویو ژورنالیستانو کې د ازادي راډیو خبریالان عبدالله حنانزی، محرم درانۍ، سباوون کاکړ، د طلوع تلویزیون تصویر اخیستونکی یارمحمد توخي، د یک تلویزیون غازي رسولي، د همدغه تلویزیون عکاس نوروز علي رجبي، د فرانس پریس فوټو ژونالیست شاه مری، د مشعل تلویزیون کارکوونکي سلیم تلاش او علي سلیمي شامل دي.
د ازادي راډیو فوټو ژورنالیست سباوون او دغه راز د مشال تلویزیون، جهان تلویزیون او یو شمېر نورو رسنیو خبریالان او عکاسان ژوبل شوي دي.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو چارواکو په کابل کې دغه بریدونه په ځانګړي توګه په خبریالانو برید جنګي جنایت بللی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي، خو دا لومړی ځل نه دی چې ملکي کسان تر برید لاندې نیول کېږي، له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې دا اور بل دی او نړیوال په ځانګړي توګه امریکا یوازې او یوازې دا بریدونه غندي چې دا په خپله د دې ښودنه کوي چې دا جګړه په افغانانو تپل شوې او په دې جګړه کې د نړۍ لوی لوی ابر قدرتونه لاس لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل، چې دغو دوو ځان وژونکو بریدونو چې مسئولیت یې داعش په غاړه اخېستی، ډېر په غصه کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دغه برید کې قصداً خبریالان په نښه شوي، یو ځل بیا دا په ډاګه کوي چې د رسنیو کارکوونکي د خپلو اساسي فعالیتونو په ترسره کولو کې څومره له ګواښ سره مخامخ دي.
که څه هم د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په ګډون د امریکا حکومت هم دغه پیښې غندلي، خو دا جوته شوې چې نړیوال اصلاً د دې اور بلوونکي دي او نه غواړي چې افغانستان ته سوله او ثبات راشي. ځکه په دومره شدیده امنیتي تدابیرو سره یوازې او یوازې د نړۍ لوی قدرتونه په ځانګړي توګه امریکا او اروپایې هېوادونه کولای شي په افغانستان کې داسې جګړې ته لمن ووهي چې د افغانانو د وژلو لامل کېږي.
ځینې کسان او چارواکي پاکستان هم تورنوي چې د ترهګریزو فعالیتونو او پيښو تر شاه لاس لري، خو دا ثابته شوې چې پاکستان یوازې د دې پیښو د عملي کولو تخنیکي همکار او مامور دی چې اصلاً دا طرحې او پلانونه د هغو کسانو په لاس کې دي چې پاکستان یې غلام او د ماموریت یو غړی دی چې د هماغو هېوادونو د خبرو پراساس قدمونه پورته کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې چې تېر کال یې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو درېیم خطرناکه هېواد بللی و، د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې رسنۍ په راتلونکې کې له بریدونو خوندي کړي. خو اوس په ډاګه شوې چې د پاکستان سربېره نړیوال هم نه غواړي چې افغانستان ته تلپاتې سوله او ثبات راشي، ځکه بیا د دوی ناوړه فعالیتونه او کړنې بربنډیږي.
د کابل له پیښې جلا په خوست کې نامعلومو وسله والو د بي بي سي راډیو د پښتو خپرونې خبریال احمد شاه په ګولیو وویشت او هغه یې شهید کړ. تر دې وړاندې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال ارغند په ورته ډول د نامعلومو وسله والو په ډزو شهید شوی و.
په داسې حال کې خبریالان او د ټولنې د درد ژباړونکي په نښه شول چې تردې مهاله په نړۍ کې د خبریالانو داسې ګڼ شمېر ډله په نښه شوې نه وه، خو د لومړي ځل لپاره داعش خونکارې او داړونکې ډلې د خبریالانو ډله د برید موخه وګرځوله او په بې شرمۍ سره یې د دې بریدونو مسئولیت هم ومانه.
د افغانستان خبریالان خوندي نه دي او ټول خبریالان له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې د تپل شوې ناروا جګړې جګړه کوونکو څخه غواړي چې خبریالان یوازې او یوازې دردونه بربنډوي، د دوې په نښه کول اصلاً د انسانانو کار نه، بلکې د حیواناتو او یا هم د بې پلاره داړونکو کار دی چې باید د بیاځلي تکرار مخه یې ونیول شي.