کار او دنده د انساني ژوند د بهبود او بقا لپاره مهم توکي دي. نن سبا په نړۍ کې هر انسان په دې لټه کې دی چې څنګه د یوه ښه کار یا یوې باوري او ګټورې دندې خاوند شي. ډېر کسان دي چې دنده تر لاسه کړي، خو د خپلو ځینو نیمګړتیاوو یا ستونزو له امله مهمې او ښې دندې له لاسه ورکړي. وزګارتیا هم هغه ستونزه ده چې انساني ټولنې ترې ځورېږي. زموږ په هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه ده. هر کال زرګونه ځوانان له پوهنتونونو او انستیتیوتونو فارغېږي، خو کلونه کلونه د کار په لټه کې وي. ډېر وخت داسې هم شوي چې ځوانانو ته کاري فرصت برابر شي، خو دوی اړینه وړتیا او ظرفیت نه لري، نو پر دې نه بریالي کېږي چې دنده ترلاسه کړي. داسې هم کېږي چې خپله شته دنده د ځينو نیمګړتیاوو له کبله له لاسه ورکړي. کېدای شي ډېر په دې اند وي چې نن سبا د وړتیا پر ځای اړیکو ته ارزښت ورکول کېږي او هغو کسانو ته خپل حق نه ورکول کېږي چې وړتیا لري. کېدای شي تر یوې کچې دا خبره هم سمه وي، خو له دې ټولو سره سره وړتیا هغه څه ده چې هېڅکله نه پټېږي. له وړتیا سره سره ځينې نور مسایل هم شته چې د دندې پیدا کولو لپاره باید په نظر کې ونیول شي. د وړتیا او یا هم اړیکو پر مټ به دنده ترلاسه کړی، خو پر دنده پاتې کېدل هم ځینو مهارتونو ته اړتیا لري. ( له لومړۍ کاري ورځې تر استعفا- په دنده کې د بریا لارې چارې) کتاب لکه څه ډول یې چې له نوم څخه ښکاري، همدغو مسایلو ته ځانګړی شوی دی. څه ډول دنده پیدا کړو؟ څه ډول کاري مرکه وکړو؟ څه ډول په دنده کې بریالي شو؟ څه ډول د یوې ادارې تر ټولو بریالی کار کوونکی شو؟ څه ډول استعفا ورکړو؟ دا او دې ته ورته نور ډېر هغه مسایل چې له تاسو سره په دنده کې د پرمختګ په برخه کې مرسته کولی شي په دې کتاب کې راټول شوي دي. په کتاب کې د بېلا بېلو مشهورو لیکوالانو معتبرې لیکنې، حمیدالله حمیدي پښتو ژبې ته را ژباړلې دي او د (له لومړۍ کاري ورځې تر استعفا- په دنده کې د بریا لارې چارې) په نوم کتاب یې ترې ترتیب کړی، چې لوستل یې د هغو کسانو لپاره خورا اړین دي چې د دندې په لټه کې دي او یا هم غواړي په دنده کې پرمختګ وکړي. کتاب په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي په لګښت په وایګل چاپ خونه کې چاپ شوی دی. مینه وال کولی شي نوموړی کتاب پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره د کابل او ولایتونو له مشهورو کتابپلورنځیو څخه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.