د امریکا دفاع وزیر جنرال جان ماتیس

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس یو وار بیا وویل، ناټو او امریکا به افغانستان ته شا وانړوي.

متیس دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې په دوو خونړیو حملو کې د ۹ ژورنالیستانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د رای ورکونکو د نوملیکنې پر یوه مرکز په انتحاري حمله کې ۶۰ تنه ووژل شول.

د دواړو حملو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې په غاړه واخیست.

دوه خبریالان په کندهار او خوست کې هم ووژل شول.

د امریکا دفاع وزیر، چې د سې شنبې په ورځ د مقدونیا له دفاع وزیر سره په کتنه کې خبرې کولې، د افغانستان په اړه وویل، فکر کوي چې په دې هیواد کې به سختې جګړې په مخکې وي. د ژورنالیستانو او نورو بېګناه انسانانو وژل کېدا ثابته کړه چې امریکا او نړیواله ټولنه د څه لپاره په افغانستان کې حضور لري او له څه سره جنګېږي.

ده همداراز وویل، د افغانستان ملي اردو ډېره وړتیا موندلې او تر ټولو د پام وړ ځواک خاص افغان ځواکونه دي چې د ناټو سلاکاران یې روزنه او لارښوونه په غاړه لري. دا ځواک تر ټولو اغېزمن دی.

پرون /سې شنبه/ ۶۱۹ نور ځواکونه پر دې قوې ورزیات شول.

ټاکل شوې ده چې ۱۰۰۰ نور کومانډو ځواکونه به په روانه مې میاشت کې زده کړې بشپړې کړي.

د امریکا دفاع وزیر همداراز وویل، د افغان خاص ځواک د پراختیا له کبله د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان د نورو ولسوالیو او ولایتونو د مرکزونو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

د امریکا دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د ناټو ځواکونو د لارښوونو او مرستو له کبله افغان ځواکونه توانېدلي چې د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه ډب کړي خو له بده مرغه وسله وال مخالفان بېګناه خلک وژني ځکه چې هره تروریستي ډله چې وپوهېږي د توپک په خوله بریالۍ کېدای نه شي، بمونو ته مخه کوي او بېګناه خلک وژني.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر ټینګار وکړ چې امریکا او ناټو به د افغانانو او د افغانستان د حکومت تر څنګ ودرېږي او د ناټو ماموریت به هم تر هغو دوام وکړي چې سیاسي حللار موندل شوې نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *