تاند- اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د الیکترونیکي تذکرو له وېش سره مخالفت وکړ او په اوسني حالت او بڼه د تذکرو وېش یې د ولس د تېرایستلو لپاره وباله.

عبدالله عبدالله دا خبرې څو ساعته وروسته له دې وکړې چې ولسمشر محمد اشرف غني، مېرمن یې او د عبدالله عبدالله د لومړي مرستیال په ګډون یو شمېر چارواکو الیکترونیکي تذکرې واخیستې. (تفصیل)

په دغو تذکرو کې د وګړو د نوم، پلار نوم، تخلص، زوکړې نېټې ترڅنګ ملیت او دین هم ذکر شوي دي.

اجرايي رييس عبدالله په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ګوندونو او اقلیتونو اعتراضونو ته له پامه پرته د الیکترونیکي تذکرو وېش بهیر ناکام دی.

اجرايي ريیس وویل چې دا به په هیواد کې د اختلافاتو سبب شي.

د عبدالله په وینا، په داسې حال کې چې ناامني، بېوزلي او انتخابات مهم لومړیتوبونه دي چې باید د افغانستان حکومت ورته پام وکړي او له دغو شرایطو د وتلو لپاره افغانستان تر هر څه زیات پیوستون او یووالي ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه، له بده مرغه د ولس د تېرایستلو او د انتخاباتي تبلیغاتو لپاره د وسیلې په توګه د الیکترونیکي تذکرو وېش له پراخو اعتراضونو سره سره پیل شوی دی.

ده همداراز وویل«زه په دې چې افغان یم، ویاړم او د ملیت په توګه د دې کلمې له لیکل کېدو سره مخالفت نه لرم، خو باید د الیکترونیکي تذکرو تر توزیع مخکې د دغو تذکرو د محتوا په اړه د ټولنې ټولې پرګنې اجماع ته رسېدلې وای.»

خو عبدالله په عین حال کې د الیکترونیکي تذکرو هغه بڼه سمه وبلله چې د ده په وینا ولسي جرګې مخکې تصویب کړې وه.

د ولسي جرګې له لوري په تصویب شوې بڼه کې د اسلامیت او افغانیت کلمې له الیکترونیکي تذکرې ایستل شوې وې خو وروسته له اعتراضونو د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ پلاوی موافقه وکړه چې ملیت او دین دې په تذکره کې شامل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *