ولسمشر د هېواد ۳۴ ولایتونو والیانو او نورو مسئولینو ته د فساد مخنیوي او د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې د ښه ترسره کېدو سپارښتنې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني د ويډیوي کنفرانس له لارې د هېواد ۳۴ ولایتونو والیانو او نورو اړونده مسئولینو ته د اداري فساد مخنیوي او د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې د ښه ترسره کېدو بېلا بېلې سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړه ټاکنې یوه ملي پروسه ده او پرته له شفافو او عادلانه ټاکنو په هېواد کې هر اړخیز پرمختګ ناشونی دی، چې په خبره يې د راتلونکي ولسي جرګې، ولسواليو شوراګانو او د دې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې به د اساسي قانون له مخې یوه ورځ مخکې او وروسته نه شي.
هغه وویل، چې د ټاکنو په پروسه کې هیچا ته د لاس وهنې ځای نه ورکول کیږي؛ نو په همدې اساس يې له ټولو ولسونو غوښتنه وکړه، چې د باوري او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو په موخه د تابعيت تذکرې واخلي او په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ژونالستانو تهیدیدول جرم یاد کړ او مسئولینو ته يې سپاښتنه وکړه، چې د نورو سهولتونو برابرولو ترڅنګ ورته پر وخت معلومات ورکړي.
غني د والیانو، پوهنتونونو رئیسانو، استادانو، محصلینواو مدني فعالانو مننه وکړه، چې د فساد مخنیوي او ټاکنو په تړاو يې مشورې او سالم وړاندیزونه شریک کړل.
د دغه ويډیوي کنفرانس پرمهال د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش، د لويې څارنوالۍ عمومي رئیس، د لوړو زده کړو وزیر اود ټاکنو خپلواک کمیسون عمومي رئیس د ټاکنو او فساد مخنیوي په تړاو د اجراتو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یاد ويډیوي کنفرانس پرمهال سلاکار وزیراو د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربیره، امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل، د ټاکنو خپلواک کمیسون رئیس ذبیح الله وګړي، د ښځوچارو رئیسې انیسې عمراني، مدني فعالانو او یو شمیر نورو ګډون کړی و.
په ننګرهار کې د غالیو اوبدونکو منظور شوي صنعتي ښارګوټي کې به د ۳۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د زیربینايي پروژو چارې پیل شي.
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند په خانکي سیمه کې د غالیو اوبدونکو منظور شوي صنعتي ښارګوټي کې به د ۳۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ کیلومتره په اندازه د سړکونو، کوڅو، ویالو او پلې لارو د هوارولو چارې پیل شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د یادې سیمې مخورو د لیدنې پرمهال وویل ګڼ شمېر ځوانان يې بې روزګاره دي؛ نو په همدې اساس يې غوښتنه وکړه، چې د یاد صنعتي ښارګوټي په جوړیدو کې ورته د کار کولو زمینه برابره کړي.
ننګرهاروالي د غالیو اوبدونکو صنعتي ښارګوټي جوړیدل د هېواد په کچه یوه مهمه او اقتصادي پروژه یاده کړه او ډاډ يې ورکړ، چې د زیربینايي پروژو په پیل سره به يې ګڼ شمېر مزدورکاره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
نوموړي د یادې سیمې له مخورو غوښتنه وکړه، چې د دغې مهمې، ملي او اقتصادي پروژې د چارو ښه ترسره کیدو په موخه په امنیتي او نورو اړینو برخو کې خپله همکاري دریغ نه کړي.
د یادې لیدنې پرمهال د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي او د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حیدري وویل د غالیو اوبدونکو په صنعتي ښارګوټي کې ۱۴۴۱ حویلۍ، ۶۲۰ اپارتمانونه، ۷۵ وړې او لويې کارخانې او دوه لوی نندارتونه په نقشه کې شامل دي، چې په خپل وخت به يې د جوړیدو چارې پیل شي.
د يو ميليون او سل زره افغانيو په لګښت د يو سړک او ويالې جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ بډيالۍ سيمه کې د سويډن موسسې د يو ميليون او ولسي ګډون سل زره افغانيو په مالي لګښت د يو کانکريټي سړک او ويالې د جوړولو چارې پيل شوې.
د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وويل، چې دغه سړک ۴۵۰ متره او وياله ۲۲۰ متره اوږدوالی لري، چې په کانکريټي ډول به جوړ شي.
نوموړي وويل، چې دغه سړک او وياله د سويډن مرستندويه ادارې د يو ميليون او ولسي ګډون په سل زره افغانيو جوړيږي، چې لسګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
نهه داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې نهه داعش وسله وال ووژل شول.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې نن شاوخوا دوه بجې د اچين ولسوالۍ شين ډکي سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې څلور داعش وسله وال ووژل شول.
دغه راز په ورته وختې کې د دې ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وژل شوي دي.
په يادو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
لس وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولايت هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو مربوطاتو کې د هوايي بريد او مخامخ نښتې په ترڅ کې لس وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.د معلوماتو له مخې تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين او مياجي بابا سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.دغه راز په ورته وخت کې د پچير اګام ولسوال صبر سيمه کې پولیسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې د واکسیناسیون نړیواله اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د ننګرهار عامې روعتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت له لوري نن د غويي په ۱۲مه په سپين غر روغتون کې د یوې پراخه غونډې په ترڅ کې د واکسیناسیون اونۍ ونمانځل شوه .په دغه غونډه کې دننګرهار عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد شعیب،دننګرهار عامې روغتیا ریاست کتلوی معافیت امر داکتر جان محمد صاحب زاده، دسپین غر لوړو زده کړو موسسې ریس داکتر خیرمحمد مومند، د نړیوالو مرستندویه ادارو Unicef,WHO,BMGF ادارو استازو سربیره دسپین غر پوهنتون محصلینو ګډون کړی وو.
د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رییس داکتر خیر محمد مومند د هرکلي وینا ترڅنګ ژمنه وکړه چې یاده موسسه د واکسیناسیون په تطبیق او عامه پوهاوي کې هر راز همکاري ترسره کړي.دارنګه دننګرهار عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمد شعیب د واکسیناسیون نړیوالې ورځې په مناسبت ژمنه وکړه چې دننګرهار په ټولو کلینکونو کې به واکسینونونه په وړیا ډول خلکو ته په پوره لیوالتیا سره وړاندی کوي.
دننګرهار عامې روغتیا ریاست دکتلوی معافیت امر داکتر جان محمد صاحبزاده دواکسینونو په ارزښت خبری وکړی او ژمنه یی وکړه چی پدی برخه کی به نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی تر څو ماشومان او هیوادوال مو له واکسینو بې برخی پاتی نشي.
همدا راز یې د عامې روغتیا وزارت وزیر فیروز الدین فیروز رالیګلی پیغام یې دغونډې برخه والو ته واوروله .
د نړیوالو مرستندیو ادارو یونیسف او ډبلیو ایچو استازو خبری وکړی او دواکسینونو په برخه کی یی دعامی روغتیا مسولینو ته دپوره همکاری ډاډ ورکړ .
د پنځه نیم زرو څخه زیات د پوهنې ادارې کارکوونکي او ښوونکي د مبایل له لارې د معاشونو د ویش په موخه بایومیټریک کیږي
د ننګرهار پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د بایومیټریک پروسې په لومړي پړاو کې چې په ازمایښتي ډول پيل شوې وه (۵۲۱) تنه او په دویم پړاو کې (۲۵۲) تنه ښوونکي د بایومیتریک په سیستم کې داخل شوي و.