ډګرجنرال نیکلسن

تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان هیله څرګنده کړه چې واشنګټن او مسکو به په خپل منځ کې اختلافات حل او د سختدریځو پر ضد به له یو بل سره په ګډه کار وکړي.

ډګر جنرال جان نیکلسن، چې په ځلونو روسیه د افغان طالبانو په ملاتړ تورنه کړې، په وروستیو ورځو کې یوې امریکايي رسنۍ ته وویل چې پوره خبر دی چې روسیه طالبانو ته مرسته ورکوي.

ده کانګریس ته د افغانستان د جګړې د وروستي وضعیت په اړه په خپل راپور کې هم دا موضوع یاده کړې وه.

نیکلسن د ازادي راډیو/ ازادې اروپا ګندهارا ویبپاڼې ته وویل«موږ (د روسانو) په ټیټه پیمانه مرسته وینو چې طالبانو ته یې ورکوي. موږ روسي وسله لرو چې د افغانستان د شمالي ولایتونو والیانو زموږ مرکزونو ته راسپارلې ده. دا وسله طالبانو ته روسانو ورکړې وه.»

ده وویل چې هیڅوک په افغانستان کې د روسیې له لېوالتیا انکار نه شي کولی.

«خو د داعش په ځپلو کې زموږ ګټې شریکې دي. د افغانستان په سوله او ثبات کې هم زموږ ګټې شریکې دي. د هغو تروریستانو پر ضد، چې زموږ هیوادونه ګواښي، روسیه ګواښي او منځنۍ اسیا ګواښي، زموږ ګټې سره شریکې دي.»

د نیوزویک د راپور له مخې، نیکلسن وویل چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د روسیې د مرستې هرکلی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *