تاند- په اپریل میاشت کې شاوخوا ۱۹۰ افغان ملکیان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ملکیانو د ساتنې او دفاع ډله وايي چې دا شمېر کسان په جګړو، انتحاري حملو، بمباریو بمي بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د دې ډلې د راپور له مخې، په یادو ۵۰۰ تنو کې اکثره په پلازمېنه کابل کې په انتحاري حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په ورتېره مارچ میاشت مارچ کې ۴۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /مې ۳/ پر کورنیو چارو وزارت او امان الله غازي روغتون د دوو تروریستي حملو مخه نیولې ده.
روانه اپریل له پیله خونړۍ وه. داعش ترهګرو په کابل کې د ۹ ژورنالیستان ووژل. په خوست کې د بي بي سي خبریال او په کندهار کې د کابل نیوز خبریالان د تروریستانو له لوري ترور شول.