تاند- د قزاقستان ولسمشر له امریکا سره په ترانزیتي موافقه کې ترمیم یا تعدیل تایید کړ.

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر وویل، نورسلطان نظربایف په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ملاتړ لپاره د قزاقستان له لارې د مالونو د انتقال په ترانزیتي موافقه کې راوستل شوی بدلون لاسلیک کړ.

د قزاقستان د ولسمشر دفتر وايي چې ښاغلي نظربایف د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د امریکايي وسایلو او مالونو له ترانزیت سره په دې هدف موافقه کړې چې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې له سولې او ثبات سره کومک وشي.

پخوا قرغیزستان د مناس هوايي اډه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي پوځیانو د اکمالاتو لپاره امریکا ته په اجاره ورکړې وه خو د روسیې او امریکا د اړیکو له سړېدو وروسته قرغیزستان له امریکا سره د ترانزیت په برخه کې همکاري پای ته ورسوله.

د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د سختدریځو ډلو له قوت اخیستو زیاته وېره لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *