د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وايي په ننګرهار کې به د ۶ کاري او مسلکي ټیمونو پرمټ د کانونو په اړه هر اړخیز او فني معلومات راټول کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان او ورسره د یاد وزارت مسلکي ټیم ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت والي محمد ګلاب منګل ، د شوکاڼي اتحادې استازو، سوداګرو او صنعتکارانو سره د ځانګړې ناستې پرمهال وویل د شوکاڼي او مرمرو د نوي قراردادونو وړاندې د ۶ کاري او مسلکي ټیمونو پرمټ به پدې ولایت کې د یادې برخې پانګوالواوسوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو اوریدو ترڅنګ به د کانونو په اړه هر اړخیز او فني معلومات راټول کړي.
نوموړې زیاته کړه د کانونو او پطرولیم وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې شته د کانونو مواد په نړیوال بازار کې له ښه نوم او شهرت څخه برخمن کړي.
هغې دا هم وویل د فني معلوماتو او څیړنو وروسته به په شرایطو برابر شرکتونو ته د کانونو د استخراج قراردادونه ورکړل شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کانونو سکتور د هېواد راتلوونکې ابادۍ او ثبات لپاره مهم یاد کړ او زیاته کړه که کانونه په فني او سمه توګه استخراج شي د اقتصادي پياوړتیا ترڅنګ به ګڼ شمېر بې روزګاره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرشي.
نوموړي زیاته کړه ننګرهار د نورو ولایتونو په پرتله په بېلا بېلو برخو کې ډیرې طبعي منابع لري، چې په خبره يې که اړونده وزارت ورته خپله پاملرنه زیاته کړي پدې برخه کې به د پانګونې لمن لا پراخه شي.
ننګرهار والي د کانونو او پطرولیم وزیري ته په دې ولایت کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادې ناستې پرمهال د ننګرهار کانونو رئیس پرويز عليشنګي د کان کیندنې اوسني وضعیت په اړه چمتو شوي مالوماتو د شریکولو ترڅنګ په یاده برخه کې یو شمیر وړاندیزونه او ستونزې په ګوته او د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل د شوکاڼي او مرمرو د کانونو د استخراج په برخه کې د دې ولایت لسګونو کسانو په میلیونه افغانۍ پانګونه کړې، چې شاو خوا ۱۵ زره کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې وه، چې په خبرو يې د قراردادونو بندیدو له امله ټولې چارې په ټپه ولاړې دي.
دشوکاڼي اتحادې او شرکتونو په استازۍ حاجي محمد ولي خوږیاڼي، انجینر قاسم خان او کریم الله وویل د کانونو او پطرولیم وزارت باید د کاروباریانو سره نږدې اړیکې ولري او هم ورته په کاري برخه کې سهولتونو برابرکړي.
دوی د یو شمیر وړاندیزونو شریکولو ترڅنګ د کانونو د استخراج په برخه کې د بیا ځل قراردادونو غوښتنه وکړه او په وینا په دې برخه کې د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې .
بل لورته د کانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې نرګس نهان د مدني فعالانو سره د لیدنې پرمهال د کانونو د استخراج په او نورو برخو کې د هغوی مشورې او وړاندیزو نه واوریدل.
مدني فعالانو په ناقانونه توګه د کانونو د استخراج او لیږد مخنیوي او په یاده برخه کې د هر اړخیزه اصلاحاتو د رامنځته کیدو غوښتنې وکړې.
د کانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې د مدني فعالانو څخه مننه وکړه، چې د کانونو د استخراج او سوداګرۍ په برخه کې يې ورسره سالمې مشورې شریکې کړې.
هغې ډاډ ورکړ، چې یادو مشورو او وړاندیزونو ته په کتو به د اجراتو تصمیم ونیسي.

دره نور په ولسوالۍ کې ځنګلدارۍ ټولنو ته د لرګیو د سپما په موخه د لږ لګښت لرونکي ۵۵۰ پایي نغریي وویشل شول.
دڅیړنو پایلې ښودلې چې یاد عصري او موثره نغریي تر نورو محلي نغریو شاوخوا اویا سلنه کم لرګي مصرفوي.
د ویش د مراسمو له پاره د دره نور ولسوالۍ په انګړ کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رئیس سربیره د یاد ریاست دطبیعي زیرمو دآمریت، د ارقامو او احصایي او کرنیزو خدمتونو دامریت مسؤلینو، دکلیو او پراختیا او چاپیریال ساتنې ریاستونو استازو، دملګروملتونو دکرهنې او خوراک نړیوالې ادارې(UNFAO)، د MADERA او WHH موسسو استازو، د دره نور ولسوالي ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، دځنګلدارۍ ټولنو غړو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
دغونډې پیل کې د ننګرهار دکرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي دځنګلدارۍ دټولنو په مسولیتونو، دځنګلاتو پراهمیت، ساتنې او ګټې اخیستنې خبرې وکړي او هم یی پر یادو لږ لګښته نغریو رڼا واچوله.
رحیمزي وویل: یاد موثره او عصري نغري تر نورو نغریو اویا سلنه د لرګیو لږ لګښت لري، لږ لوګۍ لري، زیات حرارت تولیدوي، د هوا د ککړتیا مخنیوي کوي او هم به ورسره د ځنګلاتو دلرګیو څخه دسون موادو په توګه په ګټه اخیستنه کې کموالۍ رامنځ ته شي.
ورپسې دکلیو پراختیا ریاست استازي، دولسوالۍ مرستیال، قومي مشرانو، دځنګلدارۍ ټولنو مشرانو او بزګرانو خبری وکړی او دننګرهار د کرنې ریاست څخه یي مننه څرګنده کړه چې په یادې ولسوالۍ کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې بیلا بیل پروګرامونه پلي کړي دي.
دیادونې وړ ده چې دیاد نغري د GEF په مالي مرسته او د UNFAO، WHHپه تخنیکي مرستې سره وویشل شول.
دوه داعش ووژل شول او ۲ کړۍ ماینونه کشف او لمنځه یوړل شول.
ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعشیان ووژل شول او همدا راز د خوږیاڼو په سرې کلا او د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې د تروریستانو له لورې ځای پر ځای شوي د وسایطو ضد ماینونه د پولیسو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شول .
په ترسره شوي برید او ماینونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .
چپرهار ولسوالۍ څخه وړل شوي لس تنه ولسي وګړي د داعش له منګولو ازاد شول .
ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو سیمې د چینې کلې څخه شاوخوا ۶ ورځې وړاندې لس ملکي وګړي د داعشیانو له لورې وړل شوي وو،چې ټول وړل شوي کسان د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی له منګولو ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د مالوماتو له مخې له یادو کسانو څخه یې دوه نفره په هماغه ورځ،درې نور یې د تېرې چهارشنبې په ورځ او ۵ نور یې تېره ورځ د داعش له منګولو ازاد شوي او خپلو کورونو ته روغ رمټ رسیدلي دي .
داعشیانو همېشه د ملکي وګړو په منځ کې د تروریستي او نورو کړنو په ترسره کولو سره د ویرې خپرولو هڅه کړې .

خوږیاڼو کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو سرګروپ له ۷ نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې او خوارانو په سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د محصل په نوم د وسله والو طالبانو یو سرګروپ چې مشهور په امیر صیب وو،د اوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی .
یاد عملیات چې د وسله والو طالبانو په مرکزونو ترسره شول،له عملیاتو وړاندې له سیمې څخه ګڼ شمیر وسله وال طالبان په تېښته بریالي شوي وو،خو د دوی دوه عرادې موتر سایکلې او یو عراده سراچه ډوله موټر د امنیتي ځواکونو له لورې لمنځه وړل شوي او همدا راز یو میل بم افګن، ۳ میله کلاشینکوفونه ، او د وسله والو طالبانو د تبلیغاتو او جلب جذب ډیری اسناد د تالاشۍ په جریان کې د امینتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د کارګرانو او خواريکښو نړيواله ورځ ونمانځل شوه
ننګرهار کې د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې د کارګرو او خواريکښو نړيواله ورځ ونمانځله.
د دغې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل د جوړې شوې غونډې پر مهال وويل، چې هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مۍ مياشتې لومړۍ نېټه د کارګرو او خواريکښو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
نوموړي که څه هم په هېواد کې د کارګرو وضعيت خراب او حقوق يې تر پښو لاندې شوي وبلل؛ خو هيله مندي يې وښوده، چې افغان حکومت په دې وروستيو کې د کارګرو د حقونو د دفاع په خاطر يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي.
دی وايي: ((خوشالۍ سره بايد ووايم، چې څو ورځې وړاندې د کار ملي کنفرانس کې موږ ته دا هيله مندي راکړل شوې، چې د افغان حکومت د کارګرو ژوند ته د پاملرنې لپاره يو لړ اقدامات په پلان کې لري.))
ډاکټر لياقت عادل ټينګار وکړ، چې بايد د کارګرو د ژوند او حقونو په اړه جوړ شوي پلانونه د کاغذ پرمخ پاتې نه شي.
نوموړي په هېواد کې د بې کارۍ کچه مخ په ډېرېدو يادوي او اندېښنه څرګندوي، که وضعيت همداسې دوام وکړي؛ نو د بې روزګاره ځوانانو د ډيروالي په وجه به هېواد کې نا امنۍ کچه لا ډېره شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد وويل، چې سږکال دغه ولايت کې د بې کارۍ د مخنيوي لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ زره کسانو ته لنډمهال کاري زمينې برابروي او هم ورته حرفوي زده کړې ورکوي.
هغه وايي، د کار ملي پلان جوړ شوی او ډېر ژر به په ټول هېواد کې دولتي او خصوصي اداراتو ته د عملي کولو په موخه ولېږل شي، چې کاريګرو ته به ډېر اسانتياوې برابرې کړي.

په کوز کونړ کې شل تنه د قرانکريم حافظان فارغ شول
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د جامع العلوم الغفاريه دينې مدرسې څخه شل تنه د قران کريم حافظان فارغ شول .
په همدې موخه د کوز کونړ ولسوالۍ د بډيالۍ په سيمه کې د جامع العلوم الغفاريه ديني مدرسه کې په جوړيو شويو مراسمو کې د سيمي ګڼ شمېر ديني علماو، قومي مشرانو ، ځوانانو او ولسونو ګډون کړی و.
وينا والو د قران کريم حافظانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ په دې خوښي ښکاره کړه ، چې اوسمهال ځوانانو ته د هېواد په داخل کې د عصري زده کړو تر څنګ د ديني زده کړو اسانتياوې زياتې شوې دي.
د ولايتي شورا پخواني غړي ضابط امير محمد دره نوري د قران کريم د يادو شل تنو حافظانو په فراغت خوښي وښوده .
نوموړي د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه ،چې خپل اولادونه د عصري زده کړو تر څنګ په ديني زده کړو سمبال کړي.

د کانال نوي سرپرست رئیس رسماً دنده پيل کړه
ننګرهار کانال نوی رئيس سيد اغا مياخيل مسئولينو له لوري د دې ادارې کار کوونکو ته تر پيژندلو وروسته رسماً پر دنده پيل وکړ.
د پېژندنې په مراسمو کې د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي، کرنې وزارت دفتر رئیس شاه پور عبدالرحيمزي، د دې ادارې پخواني رئیس او کار کوونکو ګډون کړی و.
د کرنې وزارت دفتر رئیس شاه پور عبدالرحيمزي د نوي رئیس د پېژندنې مکتوب ولوست او د دې ادارې کار کوونکو ته يې لارښوونه کړه، چې نوي رئیس سره په ټولو چارو کې همکاري وکړي.
د کانال نوي سرپرست رئیس سيد اغا مياخيل ژمنه وکړه، چې د کانال ځمکه به له غصب څخه وژغوري او په خپله اداره کې به لازم اصلاحات رامنځته کړي.

د کامې او کوز کونړ ولسوالیو لاسي صنایعو او خوراکي توکو نندارتون پرانیستل شو.
ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د افغانستان خویندو او میندو د لاسي صنایعو او غذایي مواد د تولید نندارتون پرانیستل شو،چې په کې د کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې د میرمنو له لورې تولید شوي توکې نندارې ته وړاندې شول.
د کوزکونړ ولسوال عاشق الله سادات وویل، یاد نندارتون د HOW مؤسسې په مالي لګښت پرانیستل شوی،چې موخه یې د یادو ولسوالیو د میرمنو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ته بازار موندنه ده .
هغه ژمنه وکړه،چې یادو توکو ته به د ولسوالۍ ترڅنګ د ننګرهار په کچه د بازار موندنې په موخه هلې ځلې وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *