اکرام ریحان

 له ډير پخوا راهيسی د مرکزي آسيا او جنوبي آسيا په منطقه کی د ټاپي په څير د يوی ستری پروژی اړتيا ليدل کیده ځکه په دغه منطقه کی له یوی خوا د نفتو او ګازو د زيرمو غني هيوادونه چی په زياته اندازه نفت او ګاز لري پراته دي، او بل پلو ته بيا د نفتو او ګازو انرژۍ ته اړمند هيوادونه چی د جنوبي آسيا هيوادونه دي پراته دي او ددی اړتيا ليدل کیده چی د مرکزي آسيا هيوادونو ګاز د جنوبي آسيا هيوادونو ته انتقال شي. هماغه وو چی ترکمنستان په 1995 م کال کی د ټاپي پروژی طرحه وړاندی کړه چی د سيمی د هيوادونو له تود هرکلي سره مخ شوه چی افغانستان د خپل ستراتيژيک موقعيت درلودلو له امله ددغی پروژی برخه وګرځيد ځکه د افغانستان څخه بغير د ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د ګازو انتقال ناشونی دی. افغانستان د جنوبي آسيا او مرکزي هيوادونو ترمنځ د پله حيثيت لري افغانستان د ټاپي نل ليکی په واسطه ترکمنستان د جنوبي آسيا هيوادونو سره چی په زياته اندازه د انرژۍ له کمښت سره مخ دي نښلوي، موږ په لاندی څو کرښو کی ټاپي پروژی ته د غړو هيوادونو په ضرورت باندی رڼا اچوو. 

ټاپي ته د غړو هيوادونو ضرورت
۱ – ترکمنستان: Turkmenistan د ترکمنستان هيواد د ۴۸۸ زره کيلومتره مربع مساحت او نږدی ۵ ميليونه نفوس په لرلو سره د افغانستان د شمال د ګاونډيو هيوادونو څخه دی، ترکمنستان د نړۍ د نفتو او ګازو د سترو ذخايرو لرونکی دی چی دا هيواد ددغه ذخايرو په استخراج او نړيوالو بازارونو ته دنفتو او ګازو په صادرولو کی د ستونزو سره مخ دی، دا هیواد د جغرافياوي لحاظه د نړۍ د نفتو او ګازو د مصرف د بازارونو څخه لری قرار لري او نورو هيوادونو ته د ګازو د انتقال لپاره نل ليکو ته ضرورت لري او دا هيواد د خپلو نفتي توکو د صادراتو لپاره د روسيې له مسير نه علاوه د نويو لارو په لټه کی دی چی د ټاپي نل ليکه يې ښه بيلګه ده.
د OGJC Oil and Gas Journal بين المللي ژورنال د راپور له مخی ترکمنستان په نړۍ کی د ګازو د ذخايرو شپږم هيواد دی او همدا رنګه په نړۍ کی د ګازو د توليد په برخه کی ۲۰ شلم ځای لري، د امريکا متحده ايالاتو د ارقامو او اطلاعاتو د مرکز د راپور له مخی ترکمنستان ۲۴،۳ تريليونه مترمکعب په اندازه د ګازو تثبيت شوی زيرمی لري چی لا هم د ډيريدو په حال کی دي. ترکمنستان د ګازو د زياتو ذخايرو په لرلو سره د ګازو محدود صادرات لري، د ترکمنستان د ګازو ډيره برخه روسيې هيواد ته انتقاليږي چی له هغه ځایه یو څه ګاز اروپا ته هم لیږدول کیږي ، چی تر ۲۰۰۹ م کال پوری روسيه د ترکمنستان د ګازو د صاراتو مرکز وو خو په ۲۰۰۹م کال د ترکمنستان او روسيې ترمنځ د ګازو په نل ليکه کی د چاودنی له امله روسيې ته د ترکمنستان د ګازو صادرات ودريدل که څه هم د نل ليکی د تعميرڅخه وروسته ترکمنستان خپل د ګازو توليد له ۳۶،۸ ميليارد مترمکعب څخه ۴۵،۳ميليارد مترمکعب ته لوړ کړل خو روسيې يوازی ۱۱،۳ميليارد متر مکعب ګازو د واردولو موافقه وکړه، چی د ترکمنستان د ګازو يوه ډيره لويه برخه د خرڅلاو څخه پاتی شوه ، ترکمنستان اوسمهال د خپل ګازو توليد د زياتوالي او اوسنيو محدوديتونو څخه د راوتو لپاره د ګازو د صادراتو د نورو مسيرونو په لټه کی دی چی خپل اضافي ګاز ددغی انرژۍ ضرورت لرونکو هيوادونو ته ولیږدوي، د شميرو له مخی د ترکمنستان د ګازو د توليد اندازه په ۲۰۳۵م کال پوری په کلني ډول ۹۰ ميليارده مترمکعب ته ورسیږي چی ورسره په څنګ کی ترکمنستان ددغه ستری اندازی ګازو د خرڅلاو مارکيټ ته اړتيا لري چی له همدی امله ټاپي نل ليکه د جنوبي آسيا د ګازو تږو بازارونو ته ددغه هيواد د ګازو د رسولو لپاره یو ضرورت دی ځکه د روسيې سره د ۲۰۰۹م کال وروسته د ترکمنستان د ګازو سوداګري ډيره کمه شوی او دا هيواد د بديلو لاروچارو په لټه کی دی چی د جنوبي آسيا بازارونه ته ددغه هيواد د ګازو لپاره ښه بازارونه دي ځکه دغه بازارونو ته د ګازو انتقال اسانه لنډ او همدارنګه ګازو ته ددغه سيمی تقاضا ډيره ده چی په راتلونکي کی به د ترکمنستان د ګازو لپاره یو ښه مارکيټ وي. له همدی امله ترکمنستان دغه پروژی ته ډير ليواله دی چی ددغه ستری پروژی نږدی ۸۵ سلنه مصرف يې هم په غاړه اخيستی.
2 – افغانستان Afghanistan
افغانستان د مرکزي آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ پروت دی چی د مرکزي آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ هيڅ سوداګريز ارتباط له افغانستانه بغير نشي ترسره کيدلی، افغانستان که څه هم د ګازو پراخی زيرمی لري خو تردی مهاله د بيلابیلو عواملو له کبله ورڅخه استفاده نه ده شوی او افغان دولت يې په استخراج بريالی شوی نه دی، له همدی امله افغانستان خپل د اړتيا وړ طبيعي ګاز له بهرنيو هيوادونو څخه واردوي ی د ګازو د وارداتو په برخه کی هم افغانستان وخت نا وخت د هيوادونو ترمنځ د سياسي او همدارنګه د اقليمي تغيراتو له امله له ستونزو سره مخ وي چی له امله يې په هيواد کی د ګازو انرژۍ ته لاسرسی ستونزمن کيږي. که څه هم افغانستان د خپل موقعيت له امله ددغی ستری پروژی برخه ګرځيدلی خو په حقیقت کی افغانستان همداسی یوی ستری پروژی ته اړتيا درلوده ، ټاپي د افغانستان لپاره د ګازو د تامين او استخراج په برخه کی یوه اړيڼه او اهمه پروژه ده چی په پلی کيدو سره به يې دا افغانستان د ګازو او انرژۍ په برخه کی ډيرو ستونزو ته د پای ټکی کيښودل شي، افغانستان د ګازو انرژۍ داخلي ضرورتونو د پوره کولو او همدارنګه په راتلونکي کی د ګازو د داخلي ذخايرو د استخراج لپاره ټاپي نل ليکی ته ضرورت لري ځکه افغانستان به چی د ګازو یو ستونزمن وارداتي هيواد دی ددغی نل ليکی څخه په کلني ډول 0,5-1,5 ميليارده متر مکعب ګاز ترلاسه کوي، چی د هيواد د ګازو داخلي انرژۍ ضرورتونو ته به ځواب ووايي او افغانستان به وکولی شي خپل د ضرورت وړ ګاز د ترانسپورتي وارداتو او نورو لارو په نسبت له دغه نل ليکی څخه ارزانه او اسانه ترلاسه کړی شي. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخی افغانستان په کلني ډول څه د پاسه ۲۵۰۰۰۰ ټنه په شاوخوا کی طبيعي ګاز د ايران او ترکمنستان په شمول د ځينو بهرنيو هيوادونو څخه واردوي چی د وارداتو دغه بهير د سياسي او اقليمي ستونزو له امله اغيزمن کیږي له همدی امله د وارداتو دغه منبع د افغانستان لپاره باثباته او د اعتبار وړ نده او افغانستان به په راتلونکي کی په اعتباري ډول ددغی نل ليکی څخه خپل د اړتيا وړ ګاز ترلاسه کوي.
همدارنګه افغانستان ته ټاپي د ګازو د داخلي ذخايرو د استخراج د یوی وسيلی په توګه واقع کیدی شي ځکه د ټاپي نل ليکه د افغانستان څخه پاکستان او هندوستان ته غځول کیږي او دا دوه هغه هيوادونه دي چی په راتلونکي کی په زياته اندازه د ګازو د کمښت سره مخ کیږي چی د افغانستان د ګازو د استخراج په صورت کی به د افغانستان ګاز ددغه نل ليکی له لاری دی دوه هيوادونو ته لیږدول کیږي.
افغانستان به په راتلونکي کی د خپلو ګازو د انتقال لپاره د جنوبي آسيا هيوادونو ته د نل ليکی غځولو ته ضرورت درلود چی افغانستان او نورو غړو هيوادونو به پری ميلياردونه ډالر لګښت ترسره کولو خو افغانستان د ټاپي نل ليکی د دغه هيوادونو سره په دغه پرژه کی په یوازی پينځه سلنه لګښت سره ونښلولو چی په راتلونکي کی به افغانستان خپل ګاز د امکان په صورت کی د دغی نل ليکی له لاری پاکستان او هندوستان ته لیږدوي . همدرانګه افغانستان د عوايو د ترلاسه کولو او د هيواد د اقتصادي ودی او پرمختګ لپاره سترو زیربنايي پروژو ته اړتيا لري چی په دی برخه کی هم ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ګټوره واقع کیږي. افغانستان د ټاپي د ګازو نل ليکی د ترانزيت له درکه په کلني ډول له ۴۰۰-۵۰۰ ميليون ډالر عوايد ترلاسه کوي چی د افغانستان د ملي عوايدو د لوړوالي او د بودجی د کسر په مخنيوي کی به مؤثر واقع شي ، په افغانستان کی به ۱۲۰۰۰-۱۴۰۰۰ کسانو پوری خلکو ته د کار زمينه برابره شي او همدارنګه به په هيواد کی د داخلي صنعت د تقويې او پانګه اچونی د زياتوالي سبب شي.
3 – پاکستان Pakistan پاکستان
د افغانستان په ختيځ ګاونډ کی پروت هيواد دی. پاکستان هم د ټاپي د غړو هيوادونو څخه دی چی د ټاپي د ۴۲٪ ګازو څخه به استفاده کوي، دا هيواد هم د ګازو او بريښنا په برخه کی د انرژۍ له کمښت سره مخ دی په پاکستان کی د نفوسو لوړه شميره او په داخل کی د انرژۍ لږ توليد ددی سبب شوي چی دا هيواد خپله د ګازو او بريښنا انرژي له بهرنيو هيوادونو څخه وارده کړي . پاکستان د ګازو انرژۍ د ترلاسه کولو په خاطر د ټاپي په څير یوی پروژی ته ضرورت درلود چی په مټ يې دا هيواد وکولی شي په راتلونکي کی ددغه هيواد د ګازو زياتيدونکی تقاضا ته ځواب ووايي ځکه د پاکستان د ګازو تقاضا په راتلونکو کلونو کی د نفوسو د زياتوالي، ښاريتوب ژوند او اقتصادي ودی له امله د ډيريدو په حال کی ده . د شميرو له مخی د پاکستان د نفوسو شمير ۱۸۸،۹ميليونه تنه اټکل شوی دی او ښايي تر ۲۰۳۵م کال پوری به يې د نفوسو کچه ۲۶۲،۱۲۷ ميليونو ته ورسیږي، همدارنګه په ۱۹۶۰م کال کی د پاکستان د ټول نفوس ۲۲٪ برخه په ښارونو کی اوسيدل چی په ۲۰۱۵ م کال کی دا اندازه ۳۹٪ ته ورسيده ، او ښايي تر ۲۰۵۰م کال پوری ۵۸ سلنی ته پورته شي. بل پلو ته د پاکستان اقتصادي وده په ۲۰۱۶م کال کی ۴،۵ سلنه په ۲۰۱۷م کال کی ۴،۸ سلنه او په ۲۰۱۸م کال کی ۵،۱ سلنه اټکل شوی ده. په پورتنيو برخو کی تغيرات او زياتوالی په راتلونکي کی په پاکستان کی د ګازو د انرژۍ د تقاضا د زياتوالي سبب کیږي په داسی حال کی چی په راتلونکي کلونو کی د پاکستان د ګازو د توليد ظرفیت د ټيټيدو خواته روان دی. د شميرو له مخی په ۲۰۱۵م کال کی د پاکستان د ګازو پيداوار په ورځني ډول تقريباً څلور ميليارد فټ مکعب وه خو د هيواد داخلي تقاضا بيا شپږ ملیارد فوټ مکعب وه چی پاکستان په ورځني ډول د دوه مليارد فوټ مکعب په اندازه دګازو د کمښت سره مخ وو، د آسيا پرمختيايي بانک د راپور له مخی د ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۸م کال پوری به د پاکستان د ګازو تقاضا ۸،۲ميليارده فټ مکعب ته لوړه شي خو د ګازو داخلي پيداوار به بيا ۱،۶۷۶ميليارده فټ مکعب ته راښکته شي نو له همدی ځایه ده چی پاکستان به په ورځني ډول ۵،۵۳۶ ميليارده فټ مکعب ګازو د کمښت سره مخ شي او دا کمښت به دوئ یا د ايل ان جي ګازو د واردولو سره پوره کوي او يا به يې د ټاپي د ګازو پرمټ پوره کوي ، له همدی امله پاکستان د ټاپي پروژی ته ډير زيات ضرورت لري ځکه دغه پروژه به په راتلونکي کی په پاکستان کی د ګازو د کمښت لویی ستونزی په حل کی مرسته وکړي. په پاکستان کی د انرژۍ د انواعو په برخه کی ډيره استفاده د طبيعي ګازو څخه کیږي چی ۴۸،۲ سلنه ده چی په دی برخه کی کمښت پاکستان د ډيرو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ کولی شي نو ټاپي پاکستان ته په یو ضرورت بدله شوی ځکه د پاکستان د راتلونکو ډيرو ستونزو حل په دغه پروژی پوری تړلی دی.
4_ هندوستان India هندوستان
په جنوبي آسيا کی پروت هيواد دی چی په وروستيو کلونو کی يې د سيمی په کچه چټک اقتصادي پرمختګ کړی ، هندوستان په ۲۰۰۸م کال کی د ټاپي پروژی غړی شو ځکه هند نه غوښتل چی د انرژۍ امنيت يې په خپل ستراتيژيک حریف پاکستان متکي وي، له همدی امله هند په دغه پروژه کی د ډير ځنډ وروسته په رسمي توګه په ۲۰۰۸م کال کی ګډ شو، په ټاپي کی د هند شامليدل د دغه هيواد یو ضرورت وو چی څو لاملونه يې لرل لومړی د ټاپي پروژی ډيری لګښتونه (۸۵ سلنه) د ترکمنستان حکومت په خپله غاړه واخيستل او د هند څخه يې وغوښتل چی یوازی پينځه سلنه لګښتونه په ځان ومني، لدی سره هند ته دغه پروژه مهمه شوه ځکه هند پرته لدی چی په دی پروژه کی ډيره پانګه اچونه وکړي ، هند ته پريمانه انرژي په لاس ورځي. دوهم ، د هند او امريکا د اتومي موافقی وروسته هند د امريکا تر اغيزو لاندی د ايران- پاکستان-هند د ګازو نل ليکی څخه ووت او هم د امريکا په غوښتنه چی امريکا پکی مرکزي اسیا د جنوبي آسیا سره نښلول غوښتل او په همدی موخه يې د وريښمو د نوی لاری طرحه هم وړاندی کړی وه د ټاپي په پروژه کی راګډ شو. هندوستان پاکستان سره د راتلونکو ستونزو د مخنيوي، له مرکزي آسيا سره دوصل کيدو او د انرژۍ د تامين لپاره د ټاپي پروژی او په دی پروژه کی غړيتوب ته ضرورت درلود.
هندوستان د زيات نفوس، اقتصادي ودی او په ښارونو کی د دغه هيواد د نفوسو د زياتی برخی د ميشت کيدو له امله د ټاپي پروژی ګازو ته ضرورت درلود ځکه دغه هيواد ددغه تغيراتو له امله په راتلونکي کی د ګازو د انرژۍ له کمښت سره مخ کیږي او دی ته ضرورت پيښيږي چی خپله د اړتيا وړ انرژي له بهر څخه ترلاسه کړي. په هند کی د انرژۍ لوړه تقاضا شته او دغه تقاضا د نفوسو د زياتوالي اقتصادي ودی او ښاري ژوند د ډيروالي له امله د ډيریدو په حال کی ده ، د شميرو له مخی هند ۱،۳۱ميليارد تنه نفوس لري او په نړۍ کی دویم ګڼ نفوسه هيواد دی او ښايي په ۲۰۲۲م کال کی په نړۍ کی ترټولو زيات نفوس لرونکی هيواد شي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخی دا هيواد به په ۲۰۳۵م کال کی کابو ۱،۵۸۵ميليارده نفوس ولري.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د راپور له مخی په ۱۹۶۰م کال کی په هند کی ۱۸ سلنه خلک په ښارونو کی اوسیدل چی په ۲۰۱۵م کال کی دا کچه ۳۳ سلنه وه او په ۲۰۵۰م کال کی به ۵۰ سلنی ته ورسیږي. چی د نفوسو دغه لوړ زياتوالی او په ښارونو کی د خلکو په مېشت کيدو سره به په هند کی د ګازو انرژۍ ته تقاضا زياته شي همدارنګه دغه هيواد چی په سيمه کی يې په وروستيو کلونو کی چټک اقتصادي پرمختګ کړی د خپلی لوړی اقتصادي ودی د ساتلو لپاره انرژۍ ته اړتيا لري هغه هم په داسی حال کی چی د نړۍ 17سلنه نفوس لرونکی هيواد د نړۍ 0.4 سلنه ګاز لري، د نړيوال بانک د اټکل له مخی د هند اقتصادي وده په 2016 م کال کی 7.55 سلنه په 2017 م کال کی 7.68 سلنه او په 2018 م کال کی به 7.74 سلنه وي . څرنګه چی دغه هيواد د خپلی اقتصادي ودی د ساتلو، زياتيدونکي نفوس او او ښاري ژوند د تأمین لپاره په زياته اندازه دګازو انرژۍ ته اړتيا لري .خو دغه هيواد په راتلونکي کی په زياته اندازه د ګازو د انرژۍ کمښت سره د مخ کیدو په حال کی دی.
د ارقامو له مخی په هند کی په ۲۰۱۳م کال کی د ګازو دداخلي پيداوار اندازه ۳،۳۸ ميليارد فټ مکعب وه او ښايی تر ۲۰۴۰ م کال پوری ۸.۷ مليارد فټ مکعب ته ورسیږي خو بيا به هم دا هيواد په ۲۰۴۰ م کال پوری د ۷.۳۳ مليارد فټ مکعب په اندازه د ګازو کمښت سره مخ شي.
دا هيواد به دداخلي تقاضا پوره کولو لپاره له بهر څخه د ګازو واردولو ته ضرورت ولري او دا هيواد به په راتلونکي کی د ګازو د تقاضا ډيره برخه له ټاپي نل ليکی څخه پوره کوي، نو ټاپي پروژه د هند لپاره حياتي ارزښت لري او ددغه هيواد د راتلونکو ضرورتونو څخه ده چی ددغه هيواد د انرژۍ په تامين کی به ستر رول ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *