ارام ذهن تاسو ته دا فرصت درکوي چې په پوره تمرکز سره د یو څه په اړه فکر وکړئ. کله چې د ملي بس د راتلو په تمه ناست وی، کله چې قهوه څښی، کله چې په ټکسي کې ناست وی؛ په ذهن کې مو ګڼ څه درګرځي چې دا ټول لارې ته نه برابر شوي خیالونه دي. تاسو کولای شی چې (لارې ته نه برابر خیالونه) پر لارې په برابرو خیالونو بدل کړی، څو پر تجسم نور هم کنټرول ولری او په دې سره هغه څه ته ورسېږی چې هیله یې لری.
انسان د الګوګانو په اړه ډېر ژر فکر کوي. د بېلګې په توګه کله چې فلم ګوري په فلم کې، چې کومې څېرې ویني له ځنډ پرته وایي «دا داسې دی لکه فلانی». که الګو مثبته وي نو دوی يې د تقليد هڅې پيل کوي او که مثبته نه وي نو په اړه يې ان سوچ هم نه کوي. یا په بل عبارت، ستاسو مغز کولای شي په اسانۍ سره د څو بېلا بېلو څېرو تر منځ توپیر وکړي او ورته والی یې په ګوته کړي. د ښو پرېکړو لپاره ځان په سوچونو کې ډوب کړئ، ښه ډېر فکر وکړئ، توپيرونه معلوم کړئ او په دې توګه ځانونه موخو ته ورسوئ.
ژباړه: حمیدالله حمیدي
