تاند- په فاریاب ولایت کې ۷ تنه دوکانداران هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ د موټر په لار کې یې ماین وچاودېده.
د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویندوی کریم یورش وویل چې په دې پېښه کې، چې نن /یکشنبه/ په المار ولسوالي کې وشوه، یو بل ملکي ټپي شوی دی.
د یورش په وینا پېښه په هغه سیمه کې شوې چې طالبان او داعش یا اسلامي دولت ډله پکې فعالې دي.
له دې جلا په پکتیا ولایت کې پرون په یوه ورته بمي حمله کې د احمد اباد ولسوال او دوه تنه نور ژوبل او دوه نور ووژل شول.
د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.
په کونړ کې بیا وسله والو حمله کوونکو یو ډاکتر وژلی دی.