د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له لوري د عامې روغتیا ریاست لپاره د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ جووړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
په همدې اړه جوړو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وويل چې له دې وړاندې دغه ریاست معیاري وداني نه لرله او پدې برخه کې ادراري کارکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو خو د دې ودانۍ په جوړیدو سره به یې يادې ټولې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي وحدت زياته کړه چې دا وداني د عامې روغتیا وزارت په انکشافي بودجه جوړیږي چې دیرش خونې او د زيرزمینۍ په ګډون درې پوړه لري او د ضرورت وړ ټولې اسانتياوې به ولري او د جوړيدو چارې به يې د یو کال په جریان کې بشپړ شي.
بلخوا د پکتیکا ولایت د عامې ورغتیا رئیس ولي ګل خروټی وايي چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د دوی په خدماتو کې د پام وړ بدلون راشي او ولسونو ته به لا ښه خدمات وړاندې کړي خروټي زياته کړه چې د ودانۍ له سختماني چارو به د به انجینرانو په ملتیا پر وخت نظارت او څارنه کوي چې په لوړ معیار جوړه شي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د پکتيکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره هم د نوې ودانۍ جوړولو چارې پېل او د یو کال په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر