زبیر افغان
زموږ په هیواد کي د روانو مقاومتونو پوره ۴۰ کاله وسول. په دې څلورو لسیزو کي که هر لوری پر بل بریالی سوی، نو له انساني وژنو پرته يې بله هيڅ لاسته راوړنه نه وه. روانو جنګونو د هیواد بنسټونو ته زیان ورساوه، ملت يې د بې اتفاقۍ ترڅنګ د غربت او فقر په اوږدمهالي مشکل اخته کړ. معنویاتو ته د همدې مقاومت له امله سخت زیان ورسيد، فرهنګي فقر يې راته وزېږاوه، له اخلاقي بحران سره يې مخ کړو، اقتصاد يې صفر ته را کښته کړ، امن په بې امنۍ بدل سو، مینه په کرکې واوښته، باور بې اعتمادۍ ته ځای پرېښود او پر ټولنه خوف، جبر، غربت، زورواکۍ او طبقاتي ويش منګولې ښخې کړې.
زموږ و ستاسو لپاره دا ۴۰ کلنه تجربه کافي ده. نور باید له خپلو تیرو کړنو د یوه لار ښود په توګه کار واخلو او ایینده د خپل ملت او هیواد په ګټه کار وکړو. مقاومت هغه وخت د جواز سند اخلي چي ملت، هیواد او دین ته پکي زیان نه رسېږي. دلته درې واړه پکي سپک سول او دا سلسله لا نه ده شکېدلې. که طالب او بل هر مخالف د دې هیواد، ملت او دین لحاظ لري، نو له دې تجربو دي ګټه واخلي او نور دي د مقاومت تګلاره د سوله ییزو هڅو په تګلاره بدله کړي او یوه لیسزه دي بیا دا تجربه هم وکړي. تر دې وروسته دي پرتله سره وکړي، که هره یوه د هیواد، ملت او دین په ګټه وه، هغه دي د نور ژوند لپاره وټاکي په خپل ټول وس دي ورته هڅې وکړي.
دلته نه غواړم پر عواملو او حللارو يې بحث وکړم، یا د همدې مقاومت ډولونه را واخلم، یا يې اهدافو او موخو ته تم سم. بلکي په دې لیکنه کي هغو کسانو ته څو توصیې لرم چي لسګونه کاله يې د مقاومت لیکې خوښې کړې او د خپلو هیوادونو، نظامونو او ملتونو خلاف يې وسلې ته لاس اچولی.
زه دلته څو هغه حقیقتونه د دوی مخته ږدم چي په دې څو کلونو کي يې موږ او دوی شاهدان یو. که فرض کړو چي نن روان جنګونه د اسلام له اساساتو سره پوره سم هم دي، غوښتنه يې هم ده او دا کار فرض هم دی، خو بل لورته همدغه اسلام د یوه انسان ناحقه وژل د ټول انسانيت وژل بللي، همدې قران کریم د نسلونو، کښتونو هلاکت او نورو عامو زیانوته ځمکنی فساد ویلی. دلته که د یوه شرعي کار لپاره لس نور شرعي کارونه پاتېږي، انسان او ټول ديني، ملي او فرهنګي ارزښتونه پکي سپکېږي، عامه تاسیسات او د هیواد بنیادونه پکي ورانېږي، فقر او بې کار ور سره ډېرېږي، کرپشن او غلاو ته لار هوارېږي، د ملت تر منځ د بې اتفاقۍ تخم کرل کېږي او داسي نوري ډېر ي شخړې او مشکلات ور سره پيدا کېږي، ایا په دې وخت کي به د اسلام هدایت خپل هدف ته په سوله ییزه توګه رسېدل وي، که وسله واله مبارزه؟!
یوه بله نکته دا هم ده چي د قران کریم له مخې د الهي کتاب راتګ انسانانو ته سوکالي راوستل دي. (کتاب انزلناه الیک لتخرج الناس من الظلمات الی النور) ایت څخه په ډاګه مالومېږي چي انسان تر هر ارزښت لوړ دی او د کتاب او رسول راتګ هم د انساني سوکالۍ لپاره و. اوس که تاسو غواړئ انسان ته سوکالي را ولئ خو تر دې مخکي یوځل په لکونو انسانان ورته قرباني کوئ، مالي او فزیکي زیانونه ورته رسوئ، هیواد او ملت له ګڼو ناخوالو سره مخ کوئ، نو یا په دې وخت کي به د اسلام غوښتنه وسله واله مبارزه وي او که سوله؟
تاسو دې ته فکر وکړئ چي نن ستاسو وس د دوښمن په پرتله څومره دی؟ ایا ور سره مساوي دی، لیږ تر کم دی او که بيخي د پرتلې وړ نه دی؟! قران کریم امر کوي چي (واعدو لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدو الله وعدوکم) له دې څخه مالومېږي چي د دوښمن د ډار هومره وس به لرې. اوس چي ستاسو او د دوی جنګي قووت د پرتلې وړ نه دی نو مناسبه او د اسلام سره سم کار دا دی چي د خپلو اهدافو لپاره سوله ییزې هڅې وکړئ نه دا چي لا نور جنګ ته دوام و رکړئ او نړۍ والو قووتونو ته دلته د لا پاتېدا فرصت برابر کړئ. دا سوله ییزه لار د ډېرو نبیانو لار ده. دا هيڅ کومه غیرشرعي لار نه ده؛ رسول الله هم په هغه وخت کي چي زور يې له مکیانو سره نه رسيده، سرپنا يې نه وه، په مالي، فزیکي او ذهني ډول مسلمانانو د ټکر لپاره تیار نه وو، په مکه مکرمه او شاوخوا سیمو کي سوله ییز دعوت کاوه. تاسو هم تر ۴۰ کلنې تجربې وروسته یوځل د نبیانو دا تګلاره هم عملي کړئ چي که نوره هيڅ ګټه مو کي ونه کړه، هیواد خو به روان سوی نه وي، ملت خو به کوټل سوی نه وي، دین ته به زیان نه وي اوښتی!
دا ۴۰ کلن جنګ به تاسو ته دا تجربه په لاس در کړې وي چي جنګ نه د حل لار ده او نه په دې سره تاسو موفق سوي یاست چي هیواد له هر ډول بهرني اغېز او پشار څخه خلاص کړئ. تاسو وګورئ د روس خلاف قرباني زموږ ملت ور کړه، نظام او عامه تاسیسات زموږ خراب سول او بیا له نړۍ والو سره خبرې زموږ پر سر پاکستان کولې؟ دا نن هم خبره د پاکستان، چین، امریکا او روس ترمنځ ده. دوی زموږ د هیواد او ملت په اړه پريکړي کوي او تر خپل منځ سره جرګه وي. که تاسو نور هم جنګ ته دوام ور کوئ، نو پایله يې افغان ملت ته له زیان پرته بله هيڅ نه سي کېدای او تاسو چي نن له سوله يیزو هڅو څومره ژر کولای سئ خپلو اهدافو ته ورسېږئ په جنګ دومره اسانه نه ده.
جنګ د فقهي اصولو له مخې یو حسن لغیره شی دی، ټولنیزه پدیده ده او همدومره ټولنیز زیانونه ور سره تړلي دي. مجاهدین هم تر بریا وروسته خالي لاس پاته سول او هغه فکرونه چي لرل يې هغه يې عمل نه کړل. ځکه چي لاس تش وي نو بیا هيڅ نه کېږي. مجبور وو چي له سیمه ییزو هیوادونو مرسته واخلي او په دې سره په هیواد کي یوه داخله جګړه رامنځته سوه. تاسو که د جنګ له لاري بریالي هم سئ، نو هلته به مو هیواد او ملت دواړه داسي حالت ته رسولي وي چي نور به د ژر را پورته کېدا تمه ترې نه سئ کولای، بیرته به مسلمانو او نامسلمانو هیوادونو ته اړ یاست چي مرسته در سره وکړئ او هغوی به بیا هم هغه څه وکړي چي په نویمو کلونو کي يې زموږ ملت شاهد پاته سوی. د دې لپاره چي نه نړۍ والو قووتونو ته نوره دلته د پاتېدا بانه پاته سي او نه هم هیواد و ملت ته زیان ورسېږي؛ اړینه ده چي نور سوله وکړئ او د سوله ییزو هڅو په تر سره کولو هم ملت او هیواد ته خدمت وکړئ او هم نړۍ وال قووتونه ورو- ورو له وطنه ووزي.
جنګونو هیواد او ملت له سترو چیلنجونو سره مخ کړي دي. د نشيي توکو زیاتوب، د اداري فساد ډېرښت، د قومونو ترمنځ بې اتفاقۍ ته د ځینو کسانو لمن وهل، د هیواد مخ پر ځوړه اقتصادي حالت، له هیواده د شتمنو او لوستو کسانو ډېره تيښته، د ښارونو او لویو لارو خرابي او ناامني، د خپلو تولېداتو کمۍ او په مقابل کي يې زموږ د وطن بازارونه پاکستان او ایران ته د مارکيټ په توګه خالي کېدا، ورځ تر بلې په دولتي اردارو کي بیروکراسي، د نړۍ والو او سیمه ییزو هیوادونو د استخباراتي لاسونو را اوږېدا او ګڼ نور مشکلات سته چي ورځ تر بلې د همدې جنګ له امله زموږ ملت او هیواد ور سره مخېږي. که خدای مکړه دا حالت همداسي دوام وکړي نو دا هیواد له پشپړې تجزيې او دا ملت له دوامداره غلامۍ سره مخېږي. که تاسو پر هیواد او ملت زړه سوځي او پرې خپه کېږئ، نو نن درته د سولي فرصت دی او باید سوله وکړئ.
دې جنګونو نه یوازي دا چي مسلمانانو ته مالي او فزیکي زیانونه اړولي، بلکي شرعي ارزښتونو ته يې هم زیان رسولی. اسلام نن خلګو ته د افراطي او ترهګر دین په توګه ور پېژندل کېږي. ترهګري یوازي په مسلمانانو کي نه ده، بلکي نور مذهبونه او ملتونه هم ترهګري کوي او کړې ده، مګر د دې جنګونو یو زیان مسلمان امت ته دا ورسېد چي دین يې د یوه افراطي او خشین دین په توګه نړۍ والو ته معرفي سو. رسول الله ص به د وخت منافقین له دې امله نه وژل چي بیا به نامسلمان ګنګوسي ګډې کړي چي محمدص خپل ملګري وژني، مګر دا بانه تاسو نن نړۍ والو ته په لاس ور کړه. هغوی نن په پيغور او تمسخر وايي چي مسلمانان تر خپل منځ سره وژني او هغه د اتحاد او یووالي داعیه يې له منځه ولاړه. د دې لپاره چي نه اسلام بدنام سي او نه مسلمان، نور جنګ بس کړئ او د سولي له لاري هغه څه تعقیب کړئ چي په جنګ يې تر لاسه کول غوائ.
خپل منځي جنګونو له ټول مسلمان امت څخه فقیران جوړ کړل. له سعودي،تر پاکستانه، له مصره تر ترکيې، له افغانستانه بیا تر فلسطینه، ټول مسلمان هیوادونه له غرب او په خاص ډول له امریکا څخه نغدي مرستې ته تر لاسه کوي. په مقابله کي زموږ هیوادونه او ملتونه نه یوازي چي د کمزورۍ او د هغوی د احسان احساس کوي، بلکي زموږ خاوره، معادن او د ملتونو نابغه کسان هم ټول د غرب په ګټه استعمال سول او دا لړۍ لا هم روانه ده. موږ ته دې جنګ ګټه نه ده کړې. د یوه مسلمان له بل سره جنګ دی. زموږ خاوره ده، زموږ ملتونه دي، زموږ کسان کي مري، زموږ هیوادونه کي ورانېږي او دا ټول جنګ کي وسلې د بل د کمپنۍ دي، طیارې د هغوی دي، مشورې د هغوی دي. زما د کار خلګ هم غرب بوتلو، زما معادن يې هم چور کړو، هیوادونه يې هم استعمار او استعمال کړو، زموږ شتمن هم په خپله خوښه د هغوی هیوادونو ته له ټولي پانګې سره ولاړل.
لنډ مهالی او اوږدمهالی زیان يې یوازي مسلمانانو ته رسېږي، د جنګ ګډې یوازي هغه وړي چي ملت او هیواد يې له جنګه لیرې ساتلي وي او په جګړه کي مصرفېدونکي توکي د هغوی کمپنۍ توليدوي. موږ نه هیواد له جنګه خلاص کړی او نه مو ملت ترې لیرې دی او نه د جنګ اوزار موږ تولیدوو. له دې امله په ټوله مانا زموږ لپاره تاوان دی او د دونیا و اخرت غبرګ زیان راته لري.
تاسو هم ستړي یاست او ملت هم. د پاکستان(پنجاب) پخواني مشر پرویز مشرف په خپل کتاب کي یادونه کړې چي (۶۰۰) کسه طالب او القاعده مشران مي امریکاته ژوندي ور کړي. دا کیسه لا روانه ده او د پاکستان په زندانونو کي نن هم ستاسو سلګونه بندیان بې برخلیکه پراته دي. له بندیزونو سره مخ یئ او د تجارت و کاروبار په برخه کي هم ازاد نه یئ، بلکي نړۍ والو بندیزونو دا حق در څخه اخیستی.
دا اوس تاسو وګورئ د نړۍ مسلمان علماء هم نور له دې حالته ستړي دي او د نن مقاومت هغه ډول ملاتړ په نړۍ کي نه لري لکه د روس خلاف چي کېده. دا ځکه چي مقاومت یوازي زیان رسوي، دا ۴۰ کاله تجربې وښوده چي سراسر زیان دی او له انسانه تر حیوانه و نباته يې هر ژوی ته تاوان رسولی. له دې امله يې نوره اسلامي نړۍ ملاتړ نه سي کولای او په هیواد دننه کي يې هم خلګ ستړي کړي او نور د یوې ورځې د ارام ژوند په ارمان دي. د حج مهال څو میلیونه انسانان په ټوله اسلامي نړۍ کي د امن دوعاوي کوي او له خدایه غواړي چي دوی له امن څخه برخمن کړي. له دې ټولو حقیقتونو څخه باید تاسو نور دا نتیجه واخلئ چي ملت او ټول امت نور څومره د سولي، امن، مینې او ژوند تږي دي.
زه دا حقیقت باندي په پوره توګه پوه سوی یم چي ستاسو تر نوم لاندي دلته ډېري نوري استخباراتي ډلې کارونه کوي او پوښ ستاسو په اغوندي. دلته عامه بازار کي چاودنه وکړي رنګ د طالب ور کړي. داسي سل و زر کارونه نور هم. که تاسو دا بانه دې تروریستي شبکو ته نه وای برابره کړې نو څنګه به هغوی زموږ مسجد، بازار، هدیره، جنازه، واده او میله په نښه کول او بیا به يې تر یوه مقدس پوښ لاندي د ملت له سترګو ځان هم پنا کاوه؟! ګورئ که دا ستاسو کار سل سلنه د اسلام غوښتنه هم وي، خو شرایط داسي سوي چي د دې کار زیان تر کافرانو مسلمانانو ته زیات رسېږي. رسول الله ص د مکې مکرمې جوړښت په دې خاطر پريښود چي بیا په مسلمانانو کي شکونه او فتنه خپاره نه سي، له دې امله يې دا ستر کار ایله کړ. اصحابو د رسول الله د امر له امله د مازګر لمونځ قضا کړ خو ځانونه يې بني قریضه ته ورسول، ځکه دوی پوهېدل چي دلته که یو شرعي کار پاتېږي بل يې تر هغه مهم را له غاړې دی. له دې امله يې لمونځ قضا کړ خو د شر او فتنې د مخنیوي لپاره يې ځانونه هغه ځای ته ورسول. تاسو هم نن ستاسو په فکر دا سل سلنه شرعي کار له دې امله د سوله ییزو هڅو په عوض ایله کړئ چي زیان يې مسلمان ته رسېږي. زیان يې هیواد ته رسېږي او هغه تر ټولو مهم شرعي ارزښتونه پکي زیان ويني. ایا که رسول الله او اصحاب له داسي حالت سره مخ سوي وای، نو جنګ به يې غوره کړی وای که سوله؟ رسول الله د مکې له خلګو سره په څنګه شرایطو سوله وکړه؟ تاسو خبر یاست چي رسول الله د عمرې لپاره راغلی وو، خو همداسي بې عمرې ستون سو. د لس کلن اوربند هوکړه يې ور سره وکړه. د قبایلو په اړه يې دا خبره ومنله چي په خپله خوښه دي د یوه لوري ملاتړ وکړي. دا يې هم ومنله چي د مسلمانانو تښتېدلی به مکیان هغوی ته نه ور کوي، خو د مکیانو مسلمان فراري به مسلمانان هغوی ته ور سپاري. ایا دا به تاسو منلې وای؟! رسول الله د جنګ سړولو لپاره تر خپله وسله هڅې کولې. په همدې حدیبیه کي يې دوه ځله د مکیانو شواخون وهونکي د سونو په تعداد ونیول او ټول يې بيرته له هر ډول زیان پرته ایله کړل. ایا تاسو کله دا کیسه لوستې، تاسو کله داسي کړي، قران کريم د رسول الله همدې څو ته داسي تعبیر ور کړی:
كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ (المائده: ۶۴)
ژباړه: هرکله چي دوی د جنګ لپاره اور بل کړی، الله تعالی اور مړ کړی او دوی په ځمکه کي د فساد هڅې کوي او الله تعالی مفسدین نه خوښوي.
له دې څخه مالومېږي چي له جنګ څخه ځان کښل الهي سنت او پيغمبري تګلاره ده. ټول انبياء د سوله ییزو هڅو سبمولونه ول. تر هغو يې بل ته لاس نه دی ور اچولی چي بل پر هغوی لاس نه دی اوچت کړی. موسی علیه السلام له فرعون سره د جنګ اعلان ونه کړ، بلکي له خپل قوم سره یوځای د غلامۍ له ژونده فراري سو.که تاسو وایاست چي وس يې نه در لود، نو عيني معامله خو نن ستاسو له نړۍ سره هم ده. که موسی علیه السلام په دې کار د خدای تعالی له خوا نه ترټل کېږي نو تاسو به ولي ملامت کړل سئ؟!
په دې جغرافیه کي د جنګونو تجربې ډېري وسوې. موږ له تاریخه همداسي جنګیالي پاته سوي یو. راځئ نور د ژوند یو بل پړاو ته ور داخل سو. دا پړاو د ستړیا پر ځای ارامي ده، د کرکې پر ځای مینه ده، د مرګ پر ځای ژوند دی، د فقر پر ځای په زحمت او خولو د ژوند توکي موندل دي، له سیالانو څخه مرسته اخیستل نه بلکي د سیالي میدان ته وتل دي، د هیواد ورانی نه بلکي د هیواد تعمیر دی، د انسان وژل نه بلکي انسانانو ته ژوند وربښل دي، په جهالت کي ژوند کول نه، بلکي ځان او هیوادوال د علم په ګيڼه ښایسته کول دي او …
راځئ دا تجربه هم د خدای، دین، هیواد او ملت په خاطر وکړو لکه چي تاسو وایاست جنګ مو د همدې لپاره پيل کړی. د جنګ زیان نور عمومي سو. د امن ځای ته هم بې امني ورسېده. د خدای د عبادت مهال هم خوف و ډار ونیوی. جنګ یوازي طرفین نه وژني، بلکي عمومي هیوادوال وژني، څاروي وژني، نبات له منځه وړي او د هیواد هر ګوټ او هر شی يې له زیان څخه نور خوندي نه دي. تاسو هم انسانان، افغانان او مسلمانان یاست! خوندي، مندې، پلرونه، وروڼه او زامن و خپلوان به لرئ، راسئ نور مو پر خپلو قریبانو زړسوی وکړئ او له دې زیان رسونکي جنګ څخه لاس واخلئ او د سولي و امن ژوند ته پنا راوړئ. په دې سره به مو هم خپل ژوند ارام کړی وي او هم د ټولو هیوادوالو. په دې جنګونو کي چي د ناسمو اعمالو له امله دین او وطن ته څومره زیان رسېدلی، د هغه د جبران موکه به هم تاسو او هم نور ته په لاس ور سي.
۲۰۱۸/ ۵/ ۷