بسم الله الرحمن الرحیم
په خواشینۍ سره چې پرون ماسپېښین د هېواد د خلکو او دین دوښمنانو د خوست ښار د یعقبیو په جومات کې د ټاکنو د مرکز ترڅنګ په داسې مهال د ماین چاودنه وکړه، چې زموږ په سلګونو هېوادوالو د لمانځه لپاره جومات ته تللې وو.
په دې دردونکي پېښه کې زموږ یو شمېر بې ګنا هېواد وال په شهادت ورسیدل او یو شمېر ټپیان شول.
له پېښې وروسته جلالتماب ولسمشر د تېلېفون له لارې له خوست والي سره په خبرو کې د یادې پېښې په اړه د تسلیت مراتب د خوست له ولسونو سره شریک کړل او شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه وکړه او خوست والي ته یې د ټپیانو په انتقال کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې تلېفوني خبرو کې د خوست والي په وړاندیز جلالتماب ولسمشر وویل چې ډېر ژر به د خوست لپاره نوی او وړ امنیه قوماندان وټاکي، ترڅو په خوست کې د لا ښه امنیت لپاره بدلونه رامنځ ته شي.
د خوست ولایتي رهبري، ولایتي شورا، علماکرام او د خوست ولسونه په داسې حال کې چې دا غیر اسلامي او غیر انساني پېښه په کلکو ټکو غندي د الله (ج) له دربار څخه د پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس، کورنیو سره یې په غم کې ځان شریک بولو او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.
د خوست په ټولو روغتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی، د پېښې د شهیدانو وارثینو او ټپیانو سره د لازمې همکارۍ په اړه مې د عامې روغتیا او اړوندو اورګانونو ته جدي لارښونه کړي، ترڅو د ټپیانو روغتیا ته عاجله پاملرنه وکړي او د شهیدانو له کورنیو سره لازمې مرستې تر سره کړي.
همداشان لارښونه شوي چې د ټپیانو د عاجلې روغتیا لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او که د ټپیانو درملنه په خوست کې محدوده وي امکانات برابر شوي ترڅو د اړتیا پر مهال یې د کابل روغتونو ته انتقال کړي.
خوست والي خپل ټیم او پلاوي ته دنده سپارلي ترڅو په روغتونو کې د زخمیانو د وضعیت او درملنې په اړه د ستونزو پر مهال جدي اقدام وکړي او خپل ټول امکانات، خواخوږي او تسلیت ورسره شریک کړي.
خوست والي ټولو امنیتي او کشفي ادارو ته لارښونه کوي، چې د پېښې په اړه هر اخیزه څیړنه وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د هېواد د خلکو او دین دوښمن تل د خپلو شومو موخو لپاره زموږ ملکي وګړي، سپېڅلي مذهبي ځایونه او ملي ارزښتونه په نښه کړي خو وبه نه شي کولای چې ددې غیر اسلامي او انساني کړنو په وجه خپلو ناروا موخو ته ورسیږي.
په درنښت
پوهندوی حکم خان حبیبي
خوست والي
نېټه ۱۳۹۷ ثور ۱۶