تاند- په هندوستان کې په هر ساعت کې له جهیز سره اړونده مشکلات د یوې ښځې د مړینې سبب ګرځي. د جرمونو د ثبت د ملي ادارې له احصاییې سره سم په تېر میلادي کال کې په هند کې د اته زره دوه سوه درې دېرش ښځو د مرګ اصلي علت د جهیز له مشکلاتو سره تعلق درلود او  د دې معنا د ا ده چې په دې ملک کې په متوسط 2ډول هر ساعت یوه ښځه د جهیز په وجه د ژوند له نعمته بې برخې کېږي.

 په ډیلي کې له ښځو او ماشومانو سره  د اړوندو جرمونو د ادارې مرستیال سمان نالوا وایي چې د جیهز دود نه یوازې په نالوستو او کم لوستو کورنیو کې په خپل قوت پاتې دی بلکې دا ستونزه په ډېرو لوستو کورنیو کې هم شته.

 د جهیز  په وجه اجتماعي مشکلاتو ته په کتو سره دوه پنځوس کاله پخوا یعنې په ۱۹۶۱ کال کې د هند دولت د جیهز د مخنیوي قانون تصویب کړ . د دغه قانون مطابق د وا ده د یوه شرط په توګه د جهیز غوښتل ، ورکول او منل جرم ګڼل کېږي.

 د سمان نالوا په نظر، د جهیز د مخنیوي قانون ځینې مبهم ټکي لري چې له هغو څخه د دغه  دود د ادامې لپاره منفي استفاده کېږي. دغه قانون که څه هم په ۱۹۸۳ کې ترمیم شو ولې بیا یې هم له توقع سره سمه نتیجه نه ده ورکړې.

 خو له بلې خوا د هند د سترې محکمې یو وکیل، کامیني جیسوال وایي چې ګناه د قانون نه بلکې د پولیسو ده چې د جهیز دوسیې سمې نه  جوړوي او وروسته بیا قاضیاتو ته سخته شي چې د نیمګړیو دوسیو په اساس متخلفانو ته سزاوې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *