مطبوعاتې خبرپاڼه

دوشنبه د ۱۳۹۷ کال د غويي ۱۷ نیټه –  کابل، افغانستان

د کابل په سویل لویدیځ کې د ۰.۴/۲۰ کیلوولټ برښنا توزیعې شبکه، چې ۲۶۲ پایي د مختلفو ظرفیتونو لرونکي ترانسفارمرونه پکي لګول شوي، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د ملي شورا یو شمیر غړو، مخورو او مشرانو، د برښنا یو شمیر کارکوونکو، د کورنیو او بهرنیو رسینو استازو ګډون کړی و.

د نوموړي پروژې په پرانیستلو سره په لومړي پړاو کې د کابل په دشت برچي او ارغندي سیمو کې د ۲۶ زرو څخه ډیر نوي پیریدونکي له برښنا څخه برخمن شول، چې ورسره به د خلکو د ژوند پر اقتصادي پرمختګ، اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي او د ژوند د کچې په لوړلو کې اغیزمن بدلونونه راشي.

پر دې پروژې باندې ۴۵.۶ میلیونه امریکایي ډالره لګښت راغلی، چې د آسیا پرمختیایي بانک په مرسته د افغانستان حکومت ته ورکول شوې دي.

د افغانستان برښنا شرکت

د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *