د ننګرهار په کچه د داعش له لورې د پیسو را ټولولو نوی ګمارل شوی مسؤل ونیول شو.
ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنیت مؤظفینو د ځآنګړو عملیاتو پر مهال د ننګرهار په کچه د داعش له لورې د پیسو را ټولولو نوی ګمارل شوی مسؤل ونیول شو.
نیول شوی کس جاوید نومیږي،چې د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او د مګړۍ د پاکستان په حیات اباد سیمه کې میشت وو،چې څو ورځې وړاندې د داعش ډلې له لورې د ننګرهار په کچه د پیسو را ټولولو د نوي مسؤل په توګه ګمارل شوی وو.
د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ځواکونو ذ بیح الله په نوم یو بل کس چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او د مګړۍ په کابل کې میشت دی، هم نیولی دی .
نیول شوي کس د څو نورو ملګرو په ملتیا پلان درلوده،ترڅو په جلال اباد ښار کې په نښه شوی کس د ۶ سوه زره افغانیو په بدل کې ووژني،چې له اقدام وړاندې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.
دواړو نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعترافات کړي .
څو ورځې وړاندې هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د انسان تښتوونکو ۵ کسیزه ډلګۍ نیول شوې وه .
د ۵ قوماندانانو او ۷ پاکستانیو په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان ووژل شول .
د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو په نظامي مرکزونو ځآنګړي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان،چې اووه تنه په کې پاکستاني اتباع دي، وژل شوي او همدا راز اته نور ژوندي نیول شوي دي.
په وژل شوو وسله والو طالبانو کې د ارشاد مشهور په حاجي ، شمالي، قاري جنت مشهور په قاري عمر، ثاقب او افریدي په نومونو قوماندانان هم شامل دي .
یادو وسله والو طالبانو پلان درلود،چې د مومندرې او بټي کوټ ولسوالیو په مقامونو ډله ییزې حملې ترسره کړي،چې له وړاندې د دوی په لمنځه وړلو یې پلان شنډ کړای شو.
په ترسره شوو عملیاتو کې ۵ میله پیکا،۴ میله راکټې،۹ میله کلاشینکوفونه، ۸ پایې ایکم مخابرې، شل د را کټ مرمۍ، ۹ حلقې ماینونه،سل متره د ماینونو لین،د پیکا اته شریدونه او په لوی مقدار سره مهمات او چاودیدونکې توکې کشف او ورته چاودنه ورکړل شوې ده .

ميا علي صاحب زيارت ته څېرمه چاودنه شوې ځاني زيان نلري.
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمرخېلو سيمه کې د مياعلي صاحب زيارت مينجاورانو اطاق ته څېرمه په بايسکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې اطاق زيانمن شوی؛ خو ځاني زيان نلري.
امنيتي مسئولين سيمې ته رسيدلي او د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي.
روداتو کې بزګرانو ته د غنمو حاصلاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند د اخندزاده ګانو په کلي کې د کرنې رياست مامورینو له لورې بزګرانو ته د غنمو د حاصل په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
پوهاوی د غنمو د فصل د رفع حاصل او ذخیره کولو په اړه وو، چې د همکارې موسسې (IRC) له خوا د ترویج مدیرانو په همکارۍ ترسره شو.
بزګرانو له مسئولينو مننه وکړه، چې ورته يې د غنمو حاصلاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړی او غوښتنه یې وکړه، چې د کرنې برخه کې ورته نور دا ډول پروګرامونه هم برابر کړي.
د څارويو درمل پلورنځيو څارنه وشوه
ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئیس رفيع الله رحيمزي د دې ادارې د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا جلال اباد ښار کې د څارويو درمل پلورنځيو څخه څارنه او کتنه وکړه.
د دغه څآرنې په ترڅ کې مسئولينو له درمل پلورنځيو څخه تاريخ تيره او بې کيفيته درمل راټول کړل.
دوی درمل پلورونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له تاريخ تيره او بې کيفيته درملو خرڅولو څخه ډډه وکړي او که سرغړونه وکړي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.
مسئولينو همدا راز د يو شمېر درمل پلورنځيو جوازونه هم وليدل او بېلابېلو برخو کې يې درمل پلورونکو ته لارښوونې وکړې.

د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په سرخ ديوال سیمه کې نن سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې د 2D او سراچه موټرو د جنګيدو او اوښتو په پېښه کې ۵ تنه شهیدان شوي او ۷ نور ټپیان دي .
په شهیدانو کې یوه میرمن او درې ماشومان هم شامل دي.
د مالوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې 2D موټر د تورخم او سراچه موټر د جلال اباد پر لورې په سرعت سره روان وو،چې په یاده پېښه کې سره وجنګیدل .
د پېښې ټول قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي،چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی .

د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت په خوږیاڼو او کوټ کې ۳ پروژې پلي کیږي .
ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د کوټ ولسوالۍ په دهندراني او خورشاخیلو قریو کې ۹۶۵ متره په اوږدوالي استنادي دیوال او د خوږیاڼو ولسوالۍ په فتخ خرګي سیمه کې د ۶ کیلو متره په اوږدوالي پر سړک د جغل اندازۍ چارې پیل کیږي.
د یادې ادارې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیا چې د اړونده ولسوالیو د شوراګانو سره یې د کار د پیل هوکړه لیک لاسلیک کړل، وویل،په یادو درې پروژو به د دوی ادارې له لورې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي .
ټاکل شوې یادې پروژې ډیر ژر په رسمي ډول پیل شي .

د مومندرې ولسوال د دې ولسوالۍ د سيمه ييز کلينيک څارنه او کتنه وکړه.
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار د دې ولسوالۍ د سيمه ييز کلينيک څارنه او ليدنه وکړه او د روغتيا پالو ستونزې يې د حل په موخه واوريدې.
نوموړي روغتيا پالو ته د ستونزو په حل کې ډاډ ورکړ او ورته یې لارښوونه وکړه، چې خپلې چارې د قانون له مخې په ښه ډول پرمخ يوسي.
ده دغه راز د کلينيک مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ناروغانو سره د ښه چلند ترڅنګ په درملنه کې يې لازمې هڅې تر سره کړي

ننګرهارکې د پنبې د ترویج، تولید او پروسس په موخه بزګرانو ته یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دوهم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ برنامې (SNaPP2) له لورې د ننګرهار چپرهار، رودات، ګوشتې، کامې، کوز کونړ، بهسودو، دره نور او سره رود ولسوالیو بزګرانو، ترویجي کارمندانو، خصوصي کرنیز شرکتونو او پروسس کوونکو ته دپنبې دترویج، تولید او پروسس په هکله یو ورځنۍ ورکشاپ ورکړل شو.
دیاد ورکشاپ دپیل په غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي او یوشمیر نورو مسئولينو ګډون کړی و.
رحیمزي وویل؛ په ننګرهار کې دپنبې د تولید له پاره پراخه فرصتونه شتون لري؛ نو اړینه ده، چې د نوو تخنیکونو څخه په ګټې اخیستنې د پنبې نوي اصلاح شوي تخمونه ترويج شي، ترڅو په تجارتي بڼه په پراخه اندازه پنبه تولید شي.
دکرنې وزارت له لورې د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د تیلي نباتاتو د کوپراتیف لپاره یوه مجهزه فابریکه جوړه شوې ده چې اوسمهال په څلرویشت کاری ساعتونو کې اته ټنه غوړي او دولس ټنه صابون دپنبه دانې څخه تولیدوي، چې خالص غوړي یي خورا ښه بازار لري.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دوهم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ برنامې (SNaPP2) په مرسته سږکال په اتو ولسوالیو کې دپنبې دترویج په موخه نمایشي قطعي جوړوي ترڅو دترویجي پروګرامونو له لارې په یاد ولایت کې دپنبې دتولید کچه لوړه کړي.

په سره رود کې بزګرانو ته کيمياوي درمل وويشل شول
ننګرهارکرنې ریاست له لورې د سره رود ولسوالۍ یو شمیر بزګرانو ته کیمیاوي درمل په وړیا توګه وویشل شول.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دنباتاتو د ساتنې او قرانطین عمومي مدیریت دمتخصصینو له لوري د سره رود ولسوالۍ د بختان او غوچکو کلیو کې د رومیانو، مرچکو او بانجانو په کروندو کې یو شمیر افات لکه د رومیانو د میوې چنجي (fruit borar)، د ریښی ورستیدنه (Root rot) او ساقی (stem rot) توره ورستیدنه تشخیص شوې وه.
دنباتاتو دساتنې اوقرانطین عمومي مدیریت له لورې د حشراتو دمخنیوي په موخه Abamictinحشره وژونکي ۲۵ تنو بزګرانو ته په وړیا توګه وویشل شول او هم ورته د درملو د کارونې لازمې لارې چارې وښودل شوې.

د دېوانونو رئيسانو اونيزه غونډه دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په مشرۍ تر سره شوه.
د دېوانونو رئيسانو ددې اونۍ په غونډه کې قضاتو دمحکمې په روانو چارو دبحث ترڅنګ په يو شمېر هغه دوسيو او موضوعاتو هم خبرې وکړې ، چې حل يې استهدا او يا هم دقضاتو ګډې پرېکړې ته اړتيا لرله.
دننګرهار استيناف محکمې اړوند د دېوانونو رئيسان په اوونۍ کې يوځل دهغه موضوعاتو دحل په موخه ګډه غونډه کوي ، چې دحل په برخه کې يې داستهدا (هدايت اخستلو) ته اړتيا وي.
ددې اونۍ په غونډه کې په يو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې ، چې دځېنو په حل کې لازم تصميمونه ونيول شول او په ځېنو برخو کې يې دسترې محکمې له مقام څخه داستهدا غوښتنې وشوې.

نهه عرادې موټر سايکلونه ونيول شول او د يو شمېر موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او نږدې ولسواليو کې پوليسو د روان کمپاين په ترڅ کې ۹ عرادې موټر سايکلونه نيولي، د يو شمېر موټرونو تورې ښېښې يې سپينې کړي او له ترافيکي قوانينو څخه سرغړونکي يو شمېر موټر چلوونکي يې نغدي جريمه کړي دي .
دغه کمپاين به په جلال اباد ښار او ولسواليو کې تر هغې دوام وکړي، څو د امنيت لا ټینګښت ترڅنګ ترافيکي سرغړونې لمنځه يوړل شي.
په ګوشته کې د شهيدانو او ټپيانو کورنيو غړو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ مقام له لوري په دې ولسوالۍ کې د وروستيو پېښو اتلس شهيدانو او ټپیانو کورنيو غړو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغه مرسته کې اوړه، لوبيا او غوړي شامل و.
د ګوشتې ولسوال شېرشاه حسيني د يادې ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه، چې د امنيت په تامين کې له حکومت سره همکاري کوي او خپل بچي يې د سيمه ييزو پولیسو په ليکو کې جذب کړي دي.
نوموړي د شهيدانو او ټپیانو کورنيو غړو سره ژمنه وکړه، چې ورته نورې مرستې به ورته هم وويشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *