تاند- دا خبره خو پخوا هم کېده چې موسیقي د خوږو زړونو ټکور ده، مګر اوس یوې ساینسي مطالعې هم ثابته کړه چې موسیقي د زړه ناروغانو ته ګټه رسوي او په علاج کې ورسره مرسته کوي.

د تلګراف ورځپاڼې له رپورټ سره سم، د زړه د ناروغیو متخصصانو ته معلومه شوې ده چې د زړه ناروغانو ته د موسیقي اورېدل ګټه رسوي او صحت یې ورسه بهتره کېږي.

 متخصصانو د زړه په روغتیا باندې د موسیقي د اغیز د اندازه کولو لپاره د زړه څلوراویا ناروغان په دریو ګروپونو ووېشل. یوې ډلې ته یې یوازې د هغو ورزشونو بندوبست  وکړ چې د زړه روغتیا ته ګټه رسوي. بلې ډلې ته یې  هم د ورزش پروګرام جوړ کړ او هم یې ورته وویل چې د ورځې به نیم ساعت د خپلې طبعې موسیقي اوري. او بالاخره دریمې ډلې ته یې د ورزش ونه ویل بلکې یوازې د موسیقي د اورېدو سپارښتنه وکړه.

Y وروسته له څو اونیو معلومه شوه چې د هغو ناروغانو صحت چې هم یې خاص ورزش کړی و او هم یې موسیقي اورېدلې وه، تر نورو ډېر بهتره شوی و. هغو چې یوازې ورزش یې کړی و، د بهترۍ په لحاظ په دویمه درجه کې و او هغوی چې یوازې موسیقي یې اورېدلې وه، هم بهتره شوي وو، البته، تر اول او دویم ګروپ په یو څه کمه اندازه.

 دې مطالعې وښوده چې د خپلې خوښې سندرې او موسیقي اورېدل د زړه له روغتیا سره مرسته کوي او د پخوانو دا خبره رښتیا شوه چې موسیقي د خوږو زړونو لپاره ټکور ده.

2 thoughts on “موسیقي د زړه ناروغانو ته ګټه رسوي”
  1. داپلاء یی په څلورو ګروپونو تقسیم کړی او څلورم ګروپ ته د قرآنکریم تلاوت پنځه وخت په خپل وخت لمونځ کول دشپی په دریم حصه کښی يو ه اندازه عبادت کول بیا یی امتحان کړی چه نتیجه یی څنګه کیږی؟

    عبد الله

  2. Wrora staso the nazar sara za mawapiq nay am zaka research waye che masty ya teze sandary sympatic asab tanbekawe che the zra zarban zyategy ao Tachycardia pedakawe ao narmy sandary Para sympatic asab tan be kawe che the zra zarban kamege che Bradycardia pedakawe che pa thawaro halato ke zra ta tawan rasa we. No zra the quran pa telawat so awredo sara Aramegi.
    Dr.Rahmatullah(Zeerak)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *