د افغانستان په تاریخ کې د سیمې په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونو په دې کار کړی چې د افغانانو ترمنځ قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تفرقې رامنځ ته کړي او له دې تفرقو د ځان په نفعه ګټه پورته کړي، بهرني استخبارات په تېرو کلونو کې په دې کار بریالي شوي هم دي، خو اوس چې افغانان د یووالي په خوند پوه شوي، چاته چانس نه ورکوي چې قومي، مذهبي، سمتي او ژبني جنجالونه راپورته کړي.
د ایران لاسوهنې
ایران اوس په افغانستان کې کار کوي چې افغانان په شیعه او سني سره وویشي، ایران په ښکاره ځان د شیعه مذهبو خواخوږی یادوي خو په پټه کار کوي چې څنګه کیدای شي، شیعه د سني پرضد او یا سني د شیعه پرضد راپورته کړي او مذهبي جنجالونو کې یې ښکیل کړي.
ایران د دې کار لپاره ځینې سیاسي اوقومي سوداګرو ته دنده ورکړې چې د سنیانو پرضد شیعه وهڅوي او یا د شیعه مذهبو په فکر کې سنیان دښمنان معرفي کړي او په دې سره ایران هغه هدف ته ورسیږي چې په افغانستان کې یې مذهبي ستونزو کې لټوي.
ایران یو بل کار دا کړی چې له همدې نفوذ څخه په ګټې اخیستنې یې په ایران کې هغه افغانان له زده کړو بې برخې کړي چې د ایران په ګټه په سوریه او عراق کې د داعش پرضد جګړه نه کوي، ایران په خپله خاوره کې افغانانو ته زیات امتیازات منلي چې د ایران د ګټو لپاره قرباني ورکړي او د ایران دا تګلاره اوس هم دوام لري.
ایران د دې تر څنګ په افغانستان کې په فرهنګي یرغلونو هم بوخته ده او کار کوي چې څنګه کیدای شي، خپل فرهنګ په افغانستان کې دود کړي او د افغانانو خپل فرهنګ کم رنګه کړي، خو له نیکه مرغه چې اوس افغانان د دې ټولو یرغلونو او چټلو سیاستونو باندې پوهیږي او اجازه نه ورکوي چې ایران یې په یو او بل نوم باندې وویشي.
افغانان اوس تر بل هر وخت د ملي یووالي په لټه کې دي، شیعه د سني په غم اوښکې تویوي او سنې د شیعه په غم کې په ویر او ماتم باندې ناست وي، دواړه مسلمانې ډلې پر یو بل دردیږي او د یوې ډلې درد او غم د بلې ډلې درد او غم وي.
د پاکستان لاسوهنې
پاکستان چې له کومې ورځې د اسیا په کره کې راپیدا شوی د افغانانو ازلي دښمن دی او هر کله په دې کار کوي چې څنګه کیدای شي، دا هېواد په درد او غم کې وګوري او هیڅ ډول پرمختګ و نه کړي.
پاکستان تر ډيره قومي ستونزو ته لمن وهي، کله تاجک په پښتون راپورته کړي، کله پښتون په هزاره او تاجک راپورته کړي، کله یوه قومي او سمتي مسله راپورته کړي او کله بله ژبنی او مذهبي مسله راپورته کړي چې افغانان په خپل داخلي کړکیچ کې بند پاتې کړي او له پرمختګونو یې راوګرځوي.
پاکستان تر ټول زیات زیان چې رسولی د حکومتونو پروړاندې یې افراطي سخت دریځي راپورته کړي او کلونه یې خپل هېواد وژلي او خپل وطن یې وران کړی دی، له ښوونځیو او روغتونونو نیولې ، بیا تر مسجدونو او عام المنفعه ځایونو چې په جګړو کې وران شوي د پاکستان په دستور دا کار شوی او لا روان دی.
پاکستان هر کله د افغانستان د ورانولو په فکر کې دی او کار کوي چې څنګه کیدای شي افغانستان کې د جګړې اور مړ نه شي، کله په یو او کله په بل نوم باندې سخت دریځې ډلې راپورته کوي، یوه ډله چې لږ فعالیت کم کړي او د پاکستان له دایرې ووځي، بله ډله راپیدا کوي او د افغان وژنې له لړۍ خوند اخلي.
له افغانستان سره د ګډو هېوادونو دښمني
که په افغانستان کې د ګډو هېوادونو پروژو او تګلارو ته ځغلنده کتنه وکړو، نو یو کتاب پرې لیکل کیږي، خو دلته د ګډو ګټو یو څو موضوعاتو ته اشاره کووم چې په افغانستان کې بحرانونو ته لار هواروي.
تاسو ولیدل چې په برښنايي تذکره کې د افغانیت موضوع کلونه افغانان په یو او بل نوم باندې یاد کړل او د سیمې په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو کار وکړ چې څنګه له دې موضوع د ځان لپاره ګټه واخلي.
یو هېواد به یو سیاسي سوداګر لاس کې ونیو له افغانیت به یې منکر کړ، خلک به یې د بل قوم او سمت پروړاندې ودرول، بله ډله به راپورته شوه له افغانیت منکرو ته به یې مهاجر وویل چې له دې خاورې دې ووځي، دا لړۍ او جنجالونه کلونه دوام پیدا کړ او سیاسي سوداګرو او ګاونډیو هېوادونو ترې خپله ګټه واخیسته.
برښنایي تذکرو کې هیڅوک له اسلام سره مخالف نه و چې ولیکل شي، دغه راز له افغانیت سره هم هيڅوک مخالف نه یو، ځکه اساسي قانون کې منل شوې چې د افغان کلمه په هر هغه چا اطلاق کیږي چې د افغانستان تابعیت ولري، نو په دې اساس هر څوک مسلمان دی او هر څوک افغان دی، خو دا چې بهرنۍ لاسوهنې وې او بهرنيو کړیو د دې کار لپاره ځینې کسان ګمارلي و، دا موضوع یې جنجالي کړه او پنځه کاله یې د تذکرو ویش له ځنډ سره مخ کړی و.
نن افغانان په دې پوه شول چې په دوی کلونه سیاسي او قومي سوداګري شوې او د پردیو ګټو لپاره ځینې ډلو او اشخاصو کارولي چې زیان یې دې ملت او دې خاورې ته رسیدلی دی.
پاکستان او ایران په دې موضوع کې ډیره دلچسپي ښودله، ځکه له دې لارې په افغانستان کې قومي مسایل راپورته کیدلی شول، نو ځکه یې زیات کار کو چې د برښنايي تذکرو د جنجال موضوع اوږده کړي او افغانان په خپل منځي جنجالونو کې له پرمختګونو راوګرځوي.
اوس ویلی شو چې د برښنايي تذکرو په ویش او نورو موضوعاتو کې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ماتې وخوړه او د افغانانو ترمنځ قوي وحدت یا یووالي وښودله چې افغانان سره یو دي او هیڅ ځواک به یې تر دې وروسته په یو او بل نوم باندې و نه ویشي.
ایران د شیعه او سني تر منځ دښمنۍ باندې و نه توانید چې سره ښکیل یې کړي او پاکستان د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو په پراخولو او دوام باندې و نه توانید او ماتې یې وخوړه.
بریا په یووالي کې ده او اوس تر بل هر وخت د بیروني دښمن پروړاندې افغانان یووالي ته اړتیا لري، کله چې افغانان سره یو وي، هیڅ دښمن به و نه توانیږي چې په یو او بل نوم یې سره وویشي او په خپل منځي جنجالونو کې یې اخته کړي