د بټي کوټ ولسونو د وسله والو طالبانو د بريد په غبرګون کې د دوی پرضد پاڅون کړی
ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي سيمه کې پرون شاوخوا يوولس بجې وسله والو طالبانو پر ولسي وګړو وحشيانه بريد وکړ، چې له امله يې څلور ملکي وګړي شهيدان شول او د ميرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵ نور ټپيان شول.
د يادې ولسوالۍ ولسونو د وسله والو طالبانو د يادې کړنې پر وړاندې هم مهال ولسي پاڅون وکړ،چې په ټاکلې وخت يې د ملاتړ په موخه امنيتي ځواکونه سيمې ته ور ورسيدل.
امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات ترسره کړل،چې له امله يې ګڼ شمير مخالفين وژل شوي.
د بټي کوټ ولسوالۍ ولسونه وايي: د وسله والو طالبانو له ظلمونو ستړي شوي ، چې په خبره يې له خپلو امنيتي ځواکونو سره به په ګډه د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پيل شوي پاڅون ته دوام ورکړي.
دغه سيمه ، چې مخکې پکې وسله والو طالبانو ولسونه زورول اوس د ولسونو او امنيتي ځواکونو په ګډې همغږۍ سره د مخالفينو له شتون څخه پاکه شوې ده ، چې اوس مهال د هېواد ملي ، امنيتي او دفاعي ځواکونوپکې په چاڼيزو عملياتو بوخت دي.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي وويل، چې د يادې ولسوالۍ ولسونه له دوی سره همکاردي ،چې د مخالفينو د ځپلو او لمنځه وړلو په موخه يې په ولسي پاڅون لاس پورې کړی .
د څلورمې پلې لوا درستيز وال ډګروال محمد جان درياب ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونه يې تر شاه ولاړ دي ،چې په هر حالت کې خپلو ولسونو ته رسيده ګي کوي.
نوموړي دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه ،چې په خپلو سيمو کې وسله والو مخالفينو ته ځای ور نکړي.
د سيمې خلکو د امنيتي ځواکونو سرښندې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې د ژوند تر وروستۍ سلګې پورې به له خپلې خاورې دفاع وکړي.
څوارلس سوه اووه څلويښت بېلابېله ډوله مرمۍ ترلاسه شوې
ننګرهار ولايت اچين او دروبابا ولسواليو کې د ملي امنيت موظفينو ۱۴۴۷ فيره بېلابېل ډوله مرمۍ ترلاسه او يو تن سره يې ۲۲ چره يیزه ونيول.
د معلوماتو له مخې ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ اسد خېلو سيمه کې د ملي امنيت موظفينو د داعش وسله والو له پټن ځای څخه ۵۷۲ فيره بېلابېل ډوله مرمۍ ترلاسه کړي دي.
په دغه مرميو کې ۸۵ فيره د دهشکې، ۴۱ د زيکويک او ۴۴۶ فیره د تومانچې مرمۍ شاملې دي.
دغه راز په ورته وخت کې د ملي امنيت مسئولينو دوربابا ولسوالۍ کې په يوې بټۍ کې له يو تن سره ۲۲ چره ييزه، ۸۷۵ د چره يیز مرمۍ او ۴۴ د چره يیز شاژورونه ترلاسه کړي دي.
شپږ سوه دوه شپيته بزګرانو ته د سويابينو تخم وېش لړۍ پيل شوه
ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دې ولايت اتو ولسواليو دوربابا، مومندرې، بټي کوټ، دره نور، کوز کونړ، کامې، بهسودو او سره رود ۶۶۲ بزګرانو ته د سويابينو تخم د وېش لړۍ پيل شوه.
د کرنې او مالدارۍ رئیس رفيع الله رحيمزي وويل، چې د سوبيانو او نورو اړينو موادو وېش يې د دې ولايت له بهسودو ولسوالۍ پیل کړی، چې پاتې اوو ولسواليو ته به هم وغځول شي.
نوموړي وويل، چې هر بزګر ته به دولس کيلو ګرامه سويابين، څلور کيلو سپينه UREA او شپاړلس کیلو DAP وويشل شي، چې توزيع شوی تخم به په ۷۴۰ جريبه ځمکه کې وکرل شي.
دغه تخم د کرنې وزارت د NEI پروژې له مخې بزګرانو ته د قرض په ډول ويشل کيږي، چې له حاصل وروسته به هر بزګر ۱۲ کيلو ګرامه د سويابينو تخم بېرته د يادې پروژې مسئولينو ته وسپاري.
سويابين د ليګيومي نباتاتو له کورنۍ څخه دي، چې د غذايي اهميت له کبله ښه خواړه بلل کيږي او د پروتين ښه سرچينه يې بللی شو، چې د انسانانو، حيواناتو او مرغانو په تغذيې کې مهم رول لري.
شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو ډیپو لمنځه یوړل شوه .
ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم غړي مولوي محمد عالم زوی احمدخان ژوندی نیولی او د دوی د وسلو او مهماتو ډیپو یې لمنځه وړې ده.
په یاده ډیپو کې د راکټ او پیکا مرمۍ،د وسایطو د ماینونه او ګڼ شمیر نورو چاودیدونکو توکو شتون درلود،چې د چاودنې په رکولو سره لمنځه یوړل شول .
په ترسره شوو عملیاتو کې،چې دوه میله کلاشینکوف په کې هم تر لاسه شوي،ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د ختیځې حوزې برېښنا ریاست د قطع لین درې ورځینی کمپاین پیل کړ!
د دې کمپاین په لمړۍ ورځ د ۱۱۲۵ هغو برېښنا پیرودونکو برېښنا مزي پرې او برېښنا ورباندې قطع شوه چې دوه دورو یعنې څلور میاشتو کې یې د برېښنا د لګښت بیلونه، نه و تحویل کړي او تر ۱۵ زرو افغانیو زیات پوروړي و.
د ختیځې حوزې د برېښنا ریاست مسؤلین وایي: د قطع لین پروسه د عمومي حشر په بڼه ترسره کې کېږي، چې له مخې یې د برېښنا پوروړو پیرودونکو لینونه پرې کېږي.
ننګرهار پوهنتون کې د تياتر او تمثيل پروګرام جوړ شو
په نوموړي پروګرام کې د هېواد ځوان ممثل جاويد عابد خپله تمثيلي ټوټه نندارې ته وړاندې کړه.
ښاغلى عابد چې د کندهار ولايت اوسېدونکې دى او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه فارغ شوى، د خپل هنري سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون ته راغى او خپل ترتيب کړى تمثيل يې ددې پوهنتون استادانو او محصلانو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړ.
په نوموړې ننداره کې د هېواد روانو ستونزو او ناخوالو ته ځاى ورکړ شوى ؤ، چې د پوهنتون د استادانو او محصلانو له خوا يې هرکلى وشو.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د پروګرام د پرانيستې پر مهال د تياتر او هنر پر ارزښت او په ټولنه کې د هغې پر اغېز خبرې وکړې. دغه راز يې له ښاغلي عابد مننه وکړه، چې ننګرهار پوهنتون ته راغى او د هېواد ناخوالې يې د هنر او تمثيل په ژبه له استادانو او محصلانو سره شريکې کړې.
د غونډې په پاى کې ښاغلي عابد خبرې وکړې او د خپل هنري ژوند او سفر د انګېزې په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وويل: له تېر کال راهيسې د هېواد پر ولايتونو ګرځي، چې ننګرهار شپاړسم ولايت دى چې سفر ورته کوي او له دې هنري سفر يې موخه هېوادوالو ته د سولې او ابادۍ پېغام رسول دي.
پنځو کورنيو سره د کورونو جوړولو په موخه د ساختماني موادو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو ریاست په هڅو د جرمن اګرو اکشن موسسې له لوري له کډوالۍ راستنو شويو پنځو کورنيو سره د کورونو جوړولو په موخه د ساختماني موادو مرسته وشوه.
د کډوالو چار رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ سره د شلټرو، ګاډرو، چوکې او نورو توکو مرسته تر سره شوه.
نوموړي وويل، چې دغه کورنۍ د سره رود ولسوالۍ صديق اباد سيمه کې ژوند کوي.
کډوالو چارو رئیس ډاډ څرګند کړ، چې د مرستې دغه لړۍ به دوام وکړي.
جلال اباد حوزوي روغتون کې د وروستۍ قضيې او د فساد په اړه د شويو ادعاو دوسیې څارنوالۍ ته ولېږل شوې
د ننګرهار عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال،د عامې روغتیا حوزوي روغتون رئیس احسان الله شینواري او د یاد روغتون د بېلابېلو برخو مسؤلینو ولايت مقام رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال خبريالانو ته وويل، چې په جلال اباد حوزوي روغتون کې يې د وروستۍ رامنځته شوې قضيې او په دې اداره کې د فساد په اړه د شويو ادعاو دوسيې په رسمي ډول څارنوالۍ ته ولېږلې، ترڅو د قانون له مخې اقدامات تر سره شي.
د دې کنفرانس پر مهال د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر احسان الله شینواري، د ارتوپیدي وارډ مشر ډاکټر بلال میاخېل، د پوهنتون استاد سید شال سعیدي، د عدلي طب مشر ډاکټر لطیف ځیر او معالج ډاکټر امان الله د خبري کنفرانس له لارې د قضیې د رامنځته کېدو او د دوی له لورې د ترسره شوو کړنو په اړه معلومات شریک کړل.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټرنجیب الله کامه وال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د یو تن روغتیايي کارکوونکي چې په روغتون کې یې د بستونو د پټولو او په مسؤلینو یې د فساد تور لګولی، په رسمي ډول څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو، تر څو څارنوالي په دې تړاو له دواړه اړخونو سپیناوي وغواړي.
کامه وال وایې د ناروغ ماشوم موضوع یې د عدلیې طب له لارې بررسي کړې او د وظیفوي غفلت په ترڅ کې به مسؤل روغتیا پال په رسمي ډول څارنوالۍ ته ور وپېژني .
د ننګرهار سیمه ایز روغتون مشر ډاکټر احسان الله شینواري وویل: په روغتون کې د ناروغانو د ښې درملنې په موخه ځانګړی میکانیزم جوړ کړی چې له مخې یې د ناروغانو درملنه ترسره کیږي.
د ننګرهار سیمه ایز روغتون د ارتوپیدي وارډ مشر ډاکټر بلال میاخېل د کنفرانس په ترڅ کې وویل: د محب الله په نوم ناروغ ۱۳۹۷/۲/۲ نېټه ننګرهار سیمه روغتون ته د بې هوشۍ په حالت کې د مار چیچلو له کبله د کوچنیانو عاجلې خونې ته راوړل شوی ، چې د ښې درملنې په موخه جراحي څانګې ته انتقال شو ، د ۱۳۹۷/۲/۴ نیټه د لومړي ځل لپاره عملیات خونې ته انتقال او لومړنۍ درملنه یې پیل شوې ده .
هغه زیاته کړه، د دویم ځل لپاره ۱۳۹۷/۲/۶ عملیات خانه کې پاسمان او تداوي ترسره شوې ، د دریم ځل لپاره ۱۳۹۷/۲/۱۰ نیټه انتقال شوی او د روغتیايي مسؤلینو د سپارښتنو سره سم یې پانسمان او درملنه شوې ، دارنګه د څلورم ځل لپاره یې په ۱۳۹۷/۲/۱۲ هم په علمیات خانه کې تداوي شوې، د مهال ویش له مخې یې ۱۳۹۷/۲/۱۶ نیټه هم په عملیات خونه کې د پانسمان د بدلون او درملو د ورکړې نیټه وه چې په دې تاریخ یې انعکاس تلویزون یې ویډیويي راپور خپور کړ چې ګواکې درملنه یې نده شوې او ټپونو یې چینجي کړي.
ډاکټر میاخېل وایې: د روغتیا پالانو د ښې درملنې له کبله یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، نوموړی زیاتوي یاد ناروغ شپاړس ورځې په روغتون کې د بستر په حالت کې ساتل شوی ، څلور وارې یې جراحي عملیات ترسره شوی او دمګړۍ د ښې درملنې په موخه د ډاکټرانو د سلا مشورې وروسته کابل ته د لا ښې درملنې په موخه انتقال شي.