عبادالله درمان

بودیجه د دولت یو رسمي سند دی چې د یو کال عواید او لګښتونه پکی سنجول کیږي او د را روان کال د لګښتونو په اړه ورته چمتووالی نیول کیږي، چې په را روان کال کې د لګښتونو لمخې کومې ستونزې سره مخامخ نشي.

په ټوله نړۍ کې بودیجه په دوه ډولونو وېشل کیږي.


عادي او انکشافی بودیجه چې افغانستان کې هم بودیجه په همدغو دوه برخو تقسیم شوې ده.


د احمد شاه بابا په دوره کې به د افغانستان بودیجه له خپلو کورنیو عوایدو تمویلېده یعنی زموږ بودیجه به له خپلو عوایدو جوړیده ځکه د احمد شاه بابا په وخت کې مالیات په مختلفو بخشونو تقسیم شوې وه.


تردې چې د یو ځوان د واده کولو په خاطر به له هغه څخه مالیه اخیستل کیده.


همدا عوامل وه چې د احمد شاه بابا د وخت بودیجه به له خپلو عواید جوړیده. د طالبانو په وخت کې په هغه اندازه مصارف نه کیدل لکه کوم چې اوس زموږ هیواد یې کوي او موږ ورته ضرورت لرو نو طالبانو هم مالیات او ګمرکي محصول د ورځينیو مصارفو په موخه راټولول او نور پراختیايي کارونه په ټپه ولاړ وو.


کله چې د کرزي موقت حکومت منځ ته راغی په هغه وخت کې د بهرنیانو پام افغانستان ته شو او افغانستان سره یی د بودیجی د جوړولو په برخه کې ډیري مرستې وکړې.


تر اوسه پوري هم د هغوی مرستو له مخې زموږ انکشافی بودیجه جوړیږي که د هغوی مرسته موږ سره نه وي نو زموږ بودیجه د کسر سره مخ کیږي.


د دې تر څنګ زموږ عادي او انکشافي بودیجه دواړه د بهرنیو هیوادونو له لوري تمویلیږي افغانستان یو له هغه هیوادو څخه دی چې دوامداره جکړه پکي روانه ده په کوم هیواد کې چې دوامده جکړه روانه وي هغه هیواد به هیڅ وخت له اقتصادي لحاظه خود کفا نه شي. که چیرته په افغانستان کې جکړه دوامداره روانه وي زموږ بودیجه به هېڅ وخت له خپلو عوایدو څخه جوړه نه شي، که افغان حکومت غواړي چې اقتصادي پیاوړتیا تر لاسه کړي د هیواد په امنیتي وضعیت دي زیات تمرکز وکړي، ځکه د امنیت په راتلو سره په افغانستان کې اقتصادی پیاوړتیا راځي ، کورني او بهرني سوداګر به په افغانستان کې د پانګونې لپاره زړه ښه کړي.

کله چې په هیواد کې تاجران د پانګونې لپاره تشویق شي نو څو اقتصادي ګټې لري چې په لاندې توګه دي:

لومړی: تر هر څه مهمه خبره دا ده چې نوموړی هیواد به په صادراتی هیواد تبدیل شی مخکی که واردات لرو د تاجرانو د پانګونې په واسطه به په یو صادراتي هیواد واوړي.

دویم: د کار موندنې یا د خلکو لپاره به د کار زمینه برابره شی ځکه د یو کار د مخ وړلو په خاطر باندی بشری ځواک ته اړتیا وي، چې د همدی بشر په واسطه به یو کار مخی ته ځي او فایده به یی دولت او خلکو ته وي.

دریم: د تاجرانو د پانګونې په واسطه به دولت ته مختلف عواید لاسته راځي لکه د سرمایې څخه عواید، دارايي څخه عواید، خلکو معاشونو څخه عواید او د اجناسو د تولید او خرڅولو څخه عواید راجمع کیږي او ټول په بودیجه کې شاملیږي.

که چیرې یو حکومت غواړي خپله بودیجه د کورنیو سرچینو څخه تمویل کړی ، نو د هر څه نه مخکې ورته پلان جوړ کړای شي د پلان د عملی  کولو لپاره باید طرحه جوړه شي او د طرحې د جوړلو لپاره ښه مدیریت په کار دی.

د افغانستان په بودیجه کې اوس مهال زموږ سهم ۴۷ سلنه دی په دې معنی چې زموږ د مصارفو لپاره ۴۷ سلنه عواید خپل دي او ۵۳ سلنه بهرنۍ مرستې دي .

په افغانستان کې اوس مهال عایداتي سرچینې چې د هغې څخه بودیجه جوړیږي عبارت دي مالیات، محصول، سهمیه، فیس، تجاراتی عواید، د پیسو د خرڅولو څخه عواید لاسته راوړل، مختلفو خدماتو څخه عواید لاسته راوړل، املاکو خرڅول، معادن خرڅول. استقراض یا قروضونه او بلاعوضه مرستې دا ټول هغه موارد دي چې د افغانستان بودیجه ترې جوړیږي .
د پورتنیو ټولو مواردو څخه افغانستان ته مالیات او ګمرکی محصول او تر څنګ فیس ډیر مهم دی چې په همدي مواردو باندی باید جدی توجه وکړی تر څو زموږ بودیجه د کورنیو سرچینو څخه تمویل شی. هغه نور موارد په استثنایی حالت کې تری استفاده کیږی د مثال په توګه که چیری حکومت د بودیجې له کسر سره مخامخ شي نو مجبوره دی چې بازار کي پیسی خرڅ کړي او د هغو عواید څخه خپل کسر له منځه یوسي او داسي نور.

په اخیر کي باید و وایم چې د هر حکومت لپاره سم مدیریت پکار دی د ښه مدیریت د عملی  کولو په خاطر باید وړ اشخاص استخدام شی تر څو مدیریت په ښه توګه مخی ته یوسی.


هغه هم په عایداتی ځایونو کې که چيرې په عایداتی ځایونو کې وړ او صادق اشخاص په دندو وګمارل شي ، نو تاسی مطمین واوسۍ چې عواید به په ښه ډول سره راټولیږي او د عوایدو د حیف او میل څخه به مخنیوی پیدا کړي.


په افغانستان کې تر دې دمه دا کارونه شوي خو له دې څخه ډیرو کارونه ته کار پکار دی چې زموږ بودیجه د خپلو عوایدو څخه جوړه شي د هغې ورځې په هیله چې په بودیجه کې زموږ سهم ۱۰۰ سلنه شي د پردیو له احتیاجه خلاص شو او یو هوسا په خپلو پښو ولاړ افغانستان او ملت ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *