تاند- ۱۰۴ کلن استرالیايي ساینسپوه ډیویډ ګودهل نن /پنجشنبه/ په خپله خوښه خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.

ګودهل، چې د بوټاني او ایکالوجي ستر متخصص و، کومه ناروغي نه لرله، خو نور یې نه غوښتل چې ژوندی وي او د چا پېټی شي.

دیویډ ګودهل د دې لپاره چې په استرالیا کې اجازه نه لرله چې خپل ژوند ختم کړي، سویس ته لاړ.

ده په سویس کې هغه کلنیک ته مراجعه وکړه چې له خلکو سره د ژوند په پای ته رسولو کې مرسته کوي.

دې کلنیک به ډېر کسان د ګودهل په شان مړه کړي وي، خو د نوموړي مړینې په درسته نړۍ کې د خلکو پام ځان ته واړاوه.

ده پرون خبریالانو ته وویل«نور نه غواړم ژوند وکړم. یو څوک چې زما هومره عمر لري یا تر ما لږ کشر وي، باید ازاد وي چې مرګ غواړي او که یې نه غواړي.»

د سویس کلنیک وویل چې ګودهل د ورځې په ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې ډېره اسانه سا پرې کړه.

په استرالیا کې سره له دې چې په یوه ایالت کې یې په مشروط ډول پخپله خوښه د انسانانو د مړینې قانون تصویب شوی، خو بیا هم اسانه کار نه دی.

تېر کال د استرالیا ویکتوریا ایالت یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې یوازې هغه کسان اجازه لري چې په روغتون کې په درملو مړه شي چې درملنه یې نه شي کېدای.

د استرالیا په نورو ایالتونو کې د بې علاجو ناروغانو په خپله خوښه مړینه لا هم منع ده.

خو په سویس کې له ۱۹۴۲ م کال راهیسې اجازه شته چې یو څوک په خپله خوښه خپل ژوند پای ته ورسوي.

پر سویس سربېره په هالنډ، بلجیم او لوګزامبورک کې هم د داسې مړینو اجازه شته.

د امریکا یوازې په اوریګان، واشنګټن، ورمونټ، کلوراډو او کلیفورنیا کې د ناعلاجه ناروغانو د خپلې خوښې مړینې اجازه شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *