تاند- په کابل کې نن/جمعه/ یو شمېر لاریونوالو له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د درو میاشتو په مخه اوربند وکړي.
د دې لاریون، چې د سولې او اوربند ملي ټولنې جوړ کړی و، تنظیموونکو ویل چې نور له جګړو ستړي دي او په خپل هیواد کې سوله غواړي.
د لاریون برخوال نجیب الله وویل«موږ له حکومت او طالبانو غواړو د روژې له مبارکې میاشتې څخه پر اوربند موافقه وکړي او په دې موده کې د سولې خبرې پیل کړي.»
د لاریون نورو برخوالو وویل چې د ناامنۍ له لاسه د افغانانو لپاره د ژوند شرایط ورځ تر بلې خرابېږي، ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي، بېوزلي او لوږه په زیاتېدا ده نو «موږ بل هیڅ نه غواړو یوازې دې جګړه پای ته ورسېږي.»
په وروستیو کې په هلمند، کابل او څو نورو ولایتونو کې د ورته غوښتنې لپاره یو شمېر ځوانانو خیمې ودرولې او پرلت یې وکړ خو وسله والوړ ډلو مثبت ځواب ورنه کړ.
سوله د انسان حیاتی او الهی حق دی او پرته له سولي او امنیت څخه سوکاله ژوند او اقتصادی پرمختک ممکن نه دي. په ځانګړی ډول د افغانستان خلک د سولې لیوال دی او د ۳۰ کلنی جګړی څخه سټړی دي. خو، د هر کار لپاره باید خوشبین او مثبت انده اوسو. ولی، د طالبانو لمړنې شرط د سولي ټینګښت په هیواد کې د بهرنیو هیوادونو نظامي شتون نه منل دی. برعکس، د امریکایانو لپاره د افغانستان څخه وتل د منلو وړ ندي. دا دوه متضاد غوښتنیي زمونږ په هیواد کې د جګړی د تداوم او بی ګناه خلکو د وژلو لپاره زمینه برابره کړي ده. د دی ترڅنګ، نه طالبان او نه هم د افغانستان زمامداران د خپل واک او رای څښتن دی. خلاصه دا چې د جګړي دواړه ډلي د سولي د اهلیت او صلاحیت لروونکې نه دی. ځکه د یو خوا، د یوالی حکومت په بشپړه ډول یو نامشروع حکومت دی چې د سیاسی فساد او د یو اجباری واده به وسیله د جان کیری لخوا رامنځته شوؤ. او د بل پلو، طالبان هم د خپلواکي ارادی څښتن ندي. “یعنی سوله په افغانستان کې یو شعار دی نه شعوری بهیر”. د سولي د ټینګښت په وړاندی ټولی پرتي ستونزی اوعوامل باید څرګند شی. لکه څرنګه چې پوهیږو، د بعضیي متخاصمو کړیو شتون، په هیواد کی د پراخه سیاسی او اداری فساد شتون، د مافیایی کړیو او تریاکو قاچاقبرانو موجودیت، د سیاسی ارادی نه شتون د سولې په ټینګښت کی خڼدونه رامنځته کړی. «زه د سولي لپاره خوشبین یم ولی د سولي ټینګښت راته یو ستونزمن بهیر ښکاری» ځکه په افغانستان کې روانه جګړه پیچلي ده او ډیر پراخه بهرنیې ابعاد لري.