تاند- د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو په خپله غونډه کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د دې مقصد لپاره له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

د درو هیوادونو د یو شمېر دیني عالمانو په غونډه کې، چې جاکارتا ته نژدې په اوګور ښار کې جوړه شوې وه، د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو هم ګډون وکړ.

د غونډې برخوالو دیني عالمانو په افغانستان کې جنګ او انتحاري حملې د اسلامي اصولو خلاف وبللې.

د غونډې د برخوالو په پرېکړه لیک کې د افغانستان په جګړه کې له شاملو خواوو غوښتل شوي چې د قرآنکریم د سپارښتنو پر اساس خبرو ته کښېني.

له دې سره په یو وخت د افغان طالبانو د اصلي روزنځای حقانیه دارالعلوم مهتمم مولانا انورالحق پر طالبانو او د افغانستان پر حکومت ږغ وکړ چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

مولانا انوارالحق دا غوښتنه په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو په کنفرانس کې وکړه.

مولانا انورالحق وویل«د ډیورند کرښې د دواړو خواوو پښتانه په دې جګړه کې وژل کېږي.»

ده د افغانستان جګړه د پښتنو خلاف جنګ وباله، ویې ویل«د پښتنو نسل وژنه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې دوام لري.»

7 thoughts on “د اندونیزیا غونډه؛ د افغانستان جنګ د پښتنو د نسل وژنې جنګ دی”
  1. دا ټالبان یې نه مني، دغه خلک نه قران مني او نه هم احدایث، یوازې او یوازې د اردو او پنجابی ژبي هدایات دوی ته د منلو وړ دي

  2. دا خبرې خو په اعلامیه کې نشته

    ==========================

    د علماوو د سولې اړوند اعلامیه

    د درې اړخیزه علماوو غونډه

    افغانستان – اندونیزیا – پاکستان

    د افغانستان سوله او ثبات

    بوګور ښار، ۲۵ شعبان ۱۳۳۹ هـ ق، ۱۱ مئ ۲۰۱۸ ز. کال

    له انګلیسې متن څخه پښتو ته ژباړه : نظرمحمد مطمئن

    —————————————

    بسم الله الرحمن الرحیم

    فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِج ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (سورهٔ نساء-آیهٔ ۵۹)

    ژباړه: كه ستاسې تر مينځ په كومه چاره كښې شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته ور وګرځوئ، كه رښتیا تاسې پر الله ﷻ او د اخرت په ورځ ايمان لرئ. همدا كار غوره او په انجام کې ډیر ښه دی.

    موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت، د اندونیزیا جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت علماء د شعبان ۲۵مه ۱۴۳۹ هـ ق کال ( مئ ۱۱مه ۲۰۱۸) د اندونیزیا په بګور ښار کې سره را ټول شوي یو، تر څو پر هغو ستونزو بحث وکړو چې زموږ افغان وروڼه او خویندې او د نړۍ نورو برخو کې مسلمانان ور سره مخ دی.

    د وحدت او یووالي د اصولو د لارښوونې، او همدارنګه د اسلامي ورورولۍ د اصولو او تګلارې له مخې موږ د افغانستان او اسلامي نړۍ د سولې په ټینګښت کې د مرستې کولو ژمنه کوو.

    د لیسزو په پام کې نیولو سره ، په افغانستان کې زموږ وروڼه او خویندې د اوږدې او سختې ازموینې او مصیبت سره مخ شوي. د ټولو ستونزو سره سره، دوی هیڅ کله د سولې لپاره په مبارزه کې نهیلې شوې نه دي. دوی د یو پیاوړي ملت او د پوخ باور لرونکي مسلمانانو په توګه د انساني ژوند استقلال او نیکمرغۍ غوره نمونه وړاندي کوي.

    سولې ته د رسیدو لپاره، موږ د قرآن کریم او سنت په رڼا کې د یووالي او اتحاد د لارې مبارزه او هڅې کوو. موږ د یوه سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره خپل ملاتړ څرګندو، همدا ډول مشوره کوو چې علماء څه ډول کولای شي چې د سولې د ښه چاپیریال را منځته کېدو لپاره د سولې پروسه کې ښه رول ولوبوي.

    ټینګار وشو چې زموږ د هڅو بنسټ؛ د امت یووالی او یو صف ساتل داسي لکه په لمانځه کې چې مسلمانان په یو صف کې دریږي، مسلمانان باید یو بل سره اوږه په اوږه ودریږي، علماء باید په ګډه کار وکړي چې د ستونزو له منځه وړلو او تشو (خالیګاوو ډکولو) لپاره همدوی (علماء) د اسلامي امت لپاره پُل جوړ شي.

    خپل ځانو ته یادونه کوو چې الله ج موږ ته حکم کړی: ” او تاسي ټول د الله ج په رسۍ منګولي ولګوئ او ګوندي (بېلول، پاشل کېدل) مه کوئ” ال عمران ۱۰۳ ایه.

    راځئ چې همدا رسۍ ټینګه کړو، نو د الله ﷻ رحمت او برکت به بیرته په موږ وشي.

    هغه ټکې چې توافق ورباندي وشو:

    ۱ – اسلام د سولې، روڼتیا او یووالي دین دی. د اسلام کلیمې اصلي ريښه له عربي (سلیماً) کلیمي څخه اخیستل شوی، چې معنی یې سوله او خلاصون (نجات) ده، په اسلام عقیده لرونکې باید د رحمت او رحم په اړه د ژور غور او فکر لرونکي وي.

    ۲ – د اسلام اساسي او رښتوني پېغام د سولي، رحمت او رحم پر اصولو ولاړ دی، له همدې امله موږ پېغام پاکستان، افغان اعلامیه او د سولې اړوند د اسلامي نړۍ د علماوو د هلو ځلو ملاتړ کوو؛ هغه هڅې چې د سولې، اسلامي وروولۍ او د تاوتریخوالي او ترهګرې د مخنیوي لپاره دي.

    ۳ – سوله د الله ﷻ حکم او امر دی، مسلمانان مکلف دي چې د دوی په ژوند، په لیک او د ژوند تګلاره او روح کې یې عملي کړي. د مسلمانانو تر مینځ ټولې شخړې او لانجې باید د قران او سنت په رڼا کې حل شي.

    موږ دیني عالمان، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر لخوا د فبروری په ۲۸مه ۲۰۱۸، د کابل سولې پروسي د سولې او بیا پخلاینې د وړاندیز ستاینه کوو.

    موږ همدارنګه د سیمه ییزو هیوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ستاینه کوو چې د افغانستان د سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

    ۴ – موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د مناسب چاپیریال غوښتنه کوو او په ټولو اړخونو ږغ کوو چې د سولې مخامخ خبرو پروسې سره یوځاى شي، ځکه چې د سولې اساس په قرآن کریم کې “شورا” د مشورې په نامه یاد شوی دی. او لکه څنګه چې د الشوری سورت په ۳۸ آیت کې اشاره شوې.

    ” د مؤمنانو هر کار په خپل منځي مشورې سره وي.”

    ۵ – د پېغمبرانو د وارثانو، د قران او حدیث په تفسیر کې د مستند ږغ په توګه، دیني عالمانو (د محمد ، رښتوني وارثانو) په اسلامي ټولنو کې مهم رول ولوباوه؛ ترڅو د اسلام د ریښتینې او فطرې بڼې ساتنه وکړي. دا چې محمد  رحمة للعالمین دی، له همدې کبله علماوو دغه درانه امانت پورته کولو ته خپلې اوږې ورکړي، ترڅو هغه لوړ اخلاقي اصول وساتل شي، اسلامي او انساني ورولۍ ته وده ورکړي.

    ۶ – علماء ورثت الانبیاء دي، د سولې نړیوالو اسلامي ارزښتونو، روڼتیا، ټولنیز عدالت او اعتدال ته د ودې ورکولو مسولیت لري، او همدارنګه د اصولو پلې کول د یادو لارښوونو، معیارونو د منلو او نظر کې نیولو سره د علماوو دنده ده.

    ۷ – د اسلامي امت علماء، په ځانګړي ډول د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان په څیر هیوادونو علماء، د مسلمانو هیوادونو اړوند چې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي؛ په اړه یې ژور پوهاوی لري، همدوی کولای شې چې د سولې او یووالي برخه کې په اسلامي نړۍ او ځانګړي ډول افغانستان کې مهم رول ولوبوي.

    ۸ – د قران کریم او محمد  د احادیثو په رڼا کې، د علماوو د لارښوونو پر بنیاد په ژوند او چارو کې منځنی حالت (وسط) غوره ګڼل شوی دی.

    محمد  فرمایې: په سمه لار ولاړشئ او اعتدال غوره کړئ ، د ورځي ، ماښام او دشپي په کومه برخه کي عبادت کوئ او خپل اصلي مقصود (جنت) ته ورسيږی . اتم جلد ۴۷۰ حدیث، بخاري شریف.

    ۹ – موږ تایدوو چې تاوتریخوالي او ترهګرۍ د هیڅ ډول مذهب، قومیت، تمدن یا قومي ډلو سره تړاو نه لري، تاوتریخوالی، افراطیت او تروریزم، ټولو د ملکي وګړو ضد کړنو او او انتحاري بریدونو ته شاملیږي، کوم چې د اسلام د سپیڅلو اصولو مخالف دي.

    ۱۰ – د امت د یوې کورنۍ په توګه، موږ د سولې د ټولیز بهیر ملاتړ کوو او د سولې پروسې لپاره په منظم ډول د مرستې لپاره چمتو یو، په داسې حال کې چې د سولې اړوند بېلابېلو هڅو او وړاندیزو په نظر کې نیولو سره یوه سمه او مناسبه حل لاره د افغان سولې لپاره پيدا کړو.

    لکه څنګه چې په لاندې ډول قران کریم او احادیثو کې ذکر شوی:

    • یقیناً مؤمنان (سره) وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو منځ کې سوله کوئ او د الله ﷻ څخه وویریږئ ترڅو رحم درباندي وکړل شي. قران کریم، سورة الحجرات، ۱۰ ایت

    • رسول الله ﷺ وفرمایل: داسې ستر عبادت در وښیم چې له روژې، لمانځه او زکاته یې درجه لوړه وي؟

    هغوی (صحابه وو) وویل: ولې نه، محمد  وفرمایل: هغه ستر عبادت د مسلمانانو ترمنځ روغه جوړه ده. ځکه د زړونو ترمنځ د فساد لپاره شیطان تخریب کوي. د ترمذي حدیث

    • د مؤمنانو مثال يو و بل ته په نږدېوالي، يو بل باندې رحم کولو او همدردۍ کې داسې دی لکه د يوه جسد، کله چې د بدن يو غړی په عذاب او درد شي، ټول بدن ورسره نارامه وي. بخاري شریف ۵۶۶۵ حدیث

    ۱۱ – په دې اړوند موږد افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو رول د سولې د ودې او پرمختګ برخه کې ، د علماوو ترمنځ د قرآن، سنت او اسلامي لارښوونو په رڼا کې د همږغۍ او اسلامي وروولۍ د پیاوړتیا په برخه کې؛ ورڅخه ننګه کوو.

    ۱۲ – موږ د اندونیزیا د حکومت څخه مننه کوو چې د دریو هیوادو او اسلامي نړۍ د علماوو ترمنځ د همکارۍ د رښتونې پروسې د پېل کولو لپاره یې مرسته وکړه.

    الله ﷻ دي زموږ نیک عملونه قبول کړي.

    بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ

    بلکې الله ج مو مل او ملګری دی او هماغه تر ټولو غوره مرستندوی دی. سورة العمران ۱۵۰ ایت

    بګور ښار، د مئ میاشتې ۱۱مه ۲۰۱۸

    د افغانستان د علماوو د ډلې مشر د پاکستان د علماوو د ډلې مشر د اندونیزیا د علماوو د ډلې مشر

    مولوي عطاء الله لودین پروفیسور دکتور قریشي شهاب دکتور قبله ایاز

  3. دپښتنو دسر سړی کرزی باندې دې دخدای لعنت شی چې دپنجشیر څه پنچرمینان چې وو په موږ یې مسلط کړل اودمقاومتیانو موږکان یې موږ ته زمریان کړل چې اوس غنی دکرزی مرداری نه شی پاکولی – له همدې امله
    – پرون هم پښتون ځپل کیده اونن هم ترپښو لاندی دی

  4. Islam says kill
    Islam say the apposite of what these people JUST sayed.

    Don’t lie to people until we take MOLLAS and MOVLLANAS out of our life we and our country will be burning
    WEAK UP
    WHO is few dirty turban man with lot of lice and their boday to decide your future

  5. پښتنو ته څو لنډې خبرې: له درې شپېتم کال نه را هیسې چه اروپا مې مطالعه کړه نو دا څو مهمې او ثابتو ټکو ته مې نظر شو. اروپایان غواړي چه په ټوله آسیا باندې حکومت وکړي او امریکه یې مخې ته کړې ده. یواځنی قوم چه د اروپا او انګریزانو قوت ور پورې نشو، دا د پښتون قوم دئ چه د دوی په لاره پروت دئ. وروسته انګریز او اروپا ته یوه د توطیې لاره پاتې شوه چه د اسکندر د پلار پالیسي چه “بیلابیل یې کړه او ورباندې غالب شه” مخې ته کړي، نونس سوه نویم کال کې یو خبیث سویسئ جنرال د شتاهل په نامه ماته یې د زیوریخ د فاکولتې په تعمیر کې وویل چه پښتانه له مینځه وړل کېږي، که دوی نه بنیادمېږي، دا چه دا راز یې ماته وویل برطرف هم شو. هې پښتانه، هوښیار شۍ، موږ پښتانه اروپایي دښمنان لروو. د تروریست په نامه یې مشهور کړلو، دا د تروریستانو ځالې وران کړۍ، پر مونږ بانې لوبې روانی دي، ویښ شۍ او هوښیار شۍ. او په ټوله اروپا کې خصوص په آلمان او سویس کې مې ولیدل چه د اتیاومو کالونو راهیسې له پښتنو سره په یو ډول او نورو قومونو سره په بل ډول چلند کېده، په اتیاومو کلونو کې مې په محکمو او پولیسو شعباتو کې ترجمې کولې او په سترګو مې ولیدل چه حتی ا پولیس په زیوریخ که په یوه بې ګناه پښتون باندې حمله ور شو او په څپېړو یې وواهه، ما سخت غبرګون وښوده او نور مې ترجمو نه لأس واخیست، دا مساله مې د یوې بلې مسألې سره چه زه او زر هاوو نور پښتانه چه داکتر کیمور مرحوم هم پکشې وو، د تروریستانو په لست کې ورکړشوی وو، په یو سل او څلویښتو صفحو کې مې خپل شخصي دوستانو ته د خصوصاً لو میچل په خواهش ټول مسایل ولیکل، او هم دا چه یو سویسی پست داکتر د سینوزیت په بهانه زما په اوچولی باندې داسې یو داغ یې جوړ کړ چه د تاج محمد خان ایوبی ماما چه د ده خبره ماته په شپږ نویم کال کې کوت او مت د ده ماما ته ورته په څیره یم، رانه یې جوړ کړای وو، او رسوا مې کړل، همدا وو چه کله می چې دا اوږده لیکنه د دوه زر او یوم کال د نومبر په نونسمه نېټه لو میچل ته ور واستاوو، ور پسې د نومبر په درویشتمه د امریکې د عدلې وزیر اشکرافت د سی ان ان له لارې نه یې شخصاً اعلامیه ورکړه چه د تروریستانو په لیست کې تغیرت راغلل ، ځکه چه د افغانستان خلکو کې یوشان په څيره خلک ډېر دي. له ورا نه پوه شوای وم چه د ظاهر شاه ټوله دوره کې د پښتنو پر ضد داسې اعمال روان وو چه حتی ا په جنوبی کې نه سم مکتب وو او نه یوه شفاخانه، یواځې وروسته په کابل کې پښتنو لپاره د رحمان بابا مکتب په نامه یوه بندیخانه جوړه شوې وه او دا لوی نعمت پښتنو ته د کیمور صاحب خبره، ورکړ شوای وو. په دوه اتیووم کال کې د بوخرر په نامه له یوې خبرې نه پوه شوم چه د پښتنو د مینځه وړل له پاره هم دغه سویسیان هم غواړی چه د پښتون والی ارزښتونه د خپل په نامه کړي، او دا هم یو علت دی چه د وکیل کودتا د دوی له خواه جوړه شوه. داستانونه او ژوندی شاهدانو سره زیاد لرم چه صبغت الله هم په دې کې لاس لری او خصوصاً د ده درواغ ډنډورې ا پروپاګندونه زما پر ضد په اصل کې د پښتنو پر ضد دی، او څومره مې چې په اتیاومو او نوییومو په کالونو کې ډېرو افغانانو سره مې خبرې وکړې، خو چا ونه غوښته چه زما خبروته غوږ کېږدي او لا هم د سویس د استخبارتو سره یې یو ځای د افغانستان او د پښتنو پر ضد اعمال اجرا کړل، حتی ا زما د قتل پلانونه هم سویس تنظیم کړي وو، خو امریکه پې خبره وه، او زما شخصی دوستان پرله پسې راته خبر راکول، اروپا کلونو کلونو را هیسې غواړي چه جهانی لوی قدرت شي، نو امریکا یې مخې ته کړای وو او امریکه یې استعمالول، منطقی دلایل ورته لرم. خلاصه دا چه خدای دې د پښتنو خیر پېښ کړي.

  6. د پښتنو بدبختی او مرګ،
    پښتنو ته څو لنډې خبرې: له درې شپېتم کال نه را هیسې چه اروپا مې مطالعه کړه نو دا څو مهمې او ثابتو ټکو ته مې نظر شو. اروپایان غواړي چه په ټوله آسیا باندې حکومت وکړي او امریکه یې مخې ته کړې ده. یواځنی قوم چه د اروپا او انګریزانو قوت ور پورې نشو، دا د پښتون قوم دئ چه د دوی په لاره پروت دئ. وروسته انګریز او اروپا ته یوه د توطیې لاره پاتې شوه چه د اسکندر د پلار پالیسي چه “بیلابیل یې کړه او ورباندې غالب شه” مخې ته کړي، نونس سوه نویم کال کې یو خبیث سویسئ جنرال د شتاهل په نامه ماته یې د زیوریخ د فاکولتې په تعمیر کې وویل چه پښتانه له مینځه وړل کېږي، که دوی نه بنیادمېږي، دا چه دا راز یې ماته وویل برطرف هم شو. هې پښتانه، هوښیار شۍ، موږ پښتانه اروپایي دښمنان لروو. د تروریست په نامه یې مشهور کړلو، دا د تروریستانو ځالې وران کړۍ، پر مونږ بانې لوبې روانی دي، ویښ شۍ او هوښیار شۍ. او په ټوله اروپا کې خصوص په آلمان او سویس کې مې ولیدل چه د اتیاومو کالونو راهیسې له پښتنو سره په یو ډول او نورو قومونو سره په بل ډول چلند کېده، په اتیاومو کلونو کې مې په محکمو او پولیسو شعباتو کې ترجمې کولې او په سترګو مې ولیدل چه حتی ا پولیس په زیوریخ که په یوه بې ګناه پښتون باندې حمله ور شو او په څپېړو یې وواهه، ما سخت غبرګون وښوده او نور مې ترجمو نه لأس واخیست، دا مساله مې د یوې بلې مسألې سره چه زه او زر هاوو نور پښتانه چه داکتر کیمور مرحوم هم پکشې وو، د تروریستانو په لست کې ورکړشوی وو، په یو سل او څلویښتو صفحو کې مې خپل شخصي دوستانو ته د خصوصاً لو میچل په خواهش ټول مسایل ولیکل، او هم دا چه یو سویسی پست داکتر د سینوزیت په بهانه زما په اوچولی باندې داسې یو داغ یې جوړ کړ چه د تاج محمد خان ایوبی ماما چه د ده خبره ماته په شپږ نویم کال کې کوت او مت د ده ماما ته ورته په څیره یم، رانه یې جوړ کړای وو، او رسوا مې کړل، همدا وو چه کله می چې دا اوږده لیکنه د دوه زر او یوم کال د نومبر په نونسمه نېټه لو میچل ته ور واستاوو، ور پسې د نومبر په درویشتمه د امریکې د عدلې وزیر اشکرافت د سی ان ان له لارې نه یې شخصاً اعلامیه ورکړه چه د تروریستانو په لیست کې تغیرت راغلل ، ځکه چه د افغانستان خلکو کې یوشان په څيره خلک ډېر دي. له ورا نه پوه شوای وم چه د ظاهر شاه ټوله دوره کې د پښتنو پر ضد داسې اعمال روان وو چه حتی ا په جنوبی کې نه سم مکتب وو او نه یوه شفاخانه، یواځې وروسته په کابل کې پښتنو لپاره د رحمان بابا مکتب په نامه یوه بندیخانه جوړه شوې وه او دا لوی نعمت پښتنو ته د کیمور صاحب خبره، ورکړ شوای وو. په دوه اتیووم کال کې د بوخرر په نامه له یوې خبرې نه پوه شوم چه د پښتنو د مینځه وړل له پاره هم دغه سویسیان هم غواړی چه د پښتون والی ارزښتونه د خپل په نامه کړي، او دا هم یو علت دی چه د وکیل کودتا د دوی له خواه جوړه شوه. داستانونه او ژوندی شاهدانو سره زیاد لرم چه صبغت الله هم په دې کې لاس لری او خصوصاً د ده درواغ ډنډورې ا پروپاګندونه زما پر ضد په اصل کې د پښتنو پر ضد دی، او څومره مې چې په اتیاومو او نوییومو په کالونو کې ډېرو افغانانو سره مې خبرې وکړې، خو چا ونه غوښته چه زما خبروته غوږ کېږدي او لا هم د سویس د استخبارتو سره یې یو ځای د افغانستان او د پښتنو پر ضد اعمال اجرا کړل، حتی ا زما د قتل پلانونه هم سویس تنظیم کړي وو، خو امریکه پې خبره وه، او زما شخصی دوستان پرله پسې راته خبر راکول، اروپا کلونو کلونو را هیسې غواړي چه جهانی لوی قدرت شي، نو امریکا یې مخې ته کړای وو او امریکه یې استعمالول، منطقی دلایل ورته لرم. خلاصه دا چه خدای دې د پښتنو خیر پېښ کړي.

  7. د پښتنو بدبختی او مرګ : له درې شپېتم کال نه را هیسې چه اروپا مې مطالعه کړه نو دا څو مهمې او ثابتو ټکو ته مې نظر شو. اروپایان غواړي چه په ټوله آسیا باندې حکومت وکړي او امریکه یې مخې ته کړې ده. یواځنی قوم چه د اروپا او انګریزانو قوت ور پورې نشو، دا د پښتون قوم دئ چه د دوی په لاره پروت دئ. وروسته انګریز او اروپا ته یوه د توطیې لاره پاتې شوه چه د اسکندر د پلار پالیسي چه “بیلابیل یې کړه او ورباندې غالب شه” مخې ته کړي، نونس سوه نویم کال کې یو خبیث سویسئ جنرال د شتاهل په نامه ماته یې د زیوریخ د فاکولتې په تعمیر کې وویل چه پښتانه له مینځه وړل کېږي، که دوی نه بنیادمېږي، دا چه دا راز یې ماته وویل برطرف هم شو. هې پښتانه، هوښیار شۍ، موږ پښتانه اروپایي دښمنان لروو. د تروریست په نامه یې مشهور کړلو، دا د تروریستانو ځالې وران کړۍ، پر مونږ بانې لوبې روانی دي، ویښ شۍ او هوښیار شۍ. او په ټوله اروپا کې خصوص په آلمان او سویس کې مې ولیدل چه د اتیاومو کالونو راهیسې له پښتنو سره په یو ډول او نورو قومونو سره په بل ډول چلند کېده، په اتیاومو کلونو کې مې په محکمو او پولیسو شعباتو کې ترجمې کولې او په سترګو مې ولیدل چه حتی ا پولیس په زیوریخ که په یوه بې ګناه پښتون باندې حمله ور شو او په څپېړو یې وواهه، ما سخت غبرګون وښوده او نور مې ترجمو نه لأس واخیست، دا مساله مې د یوې بلې مسألې سره چه زه او زر هاوو نور پښتانه چه داکتر کیمور مرحوم هم پکشې وو، د تروریستانو په لست کې ورکړشوی وو، په یو سل او څلویښتو صفحو کې مې خپل شخصي دوستانو ته د خصوصاً لو میچل په خواهش ټول مسایل ولیکل، او هم دا چه یو سویسی پست داکتر د سینوزیت په بهانه زما په اوچولی باندې داسې یو داغ یې جوړ کړ چه د تاج محمد خان ایوبی ماما چه د ده خبره ماته په شپږ نویم کال کې کوت او مت د ده ماما ته ورته په څیره یم، رانه یې جوړ کړای وو، او رسوا مې کړل، همدا وو چه کله می چې دا اوږده لیکنه د دوه زر او یوم کال د نومبر په نونسمه نېټه لو میچل ته ور واستاوو، ور پسې د نومبر په درویشتمه د امریکې د عدلې وزیر اشکرافت د سی ان ان له لارې نه یې شخصاً اعلامیه ورکړه چه د تروریستانو په لیست کې تغیرت راغلل ، ځکه چه د افغانستان خلکو کې یوشان په څيره خلک ډېر دي. له ورا نه پوه شوای وم چه د ظاهر شاه ټوله دوره کې د پښتنو پر ضد داسې اعمال روان وو چه حتی ا په جنوبی کې نه سم مکتب وو او نه یوه شفاخانه، یواځې وروسته په کابل کې پښتنو لپاره د رحمان بابا مکتب په نامه یوه بندیخانه جوړه شوې وه او دا لوی نعمت پښتنو ته د کیمور صاحب خبره، ورکړ شوای وو. په دوه اتیووم کال کې د بوخرر په نامه له یوې خبرې نه پوه شوم چه د پښتنو د مینځه وړل له پاره هم دغه سویسیان هم غواړی چه د پښتون والی ارزښتونه د خپل په نامه کړي، او دا هم یو علت دی چه د وکیل کودتا د دوی له خواه جوړه شوه. داستانونه او ژوندی شاهدانو سره زیاد لرم چه صبغت الله هم په دې کې لاس لری او خصوصاً د ده درواغ ډنډورې ا پروپاګندونه زما پر ضد په اصل کې د پښتنو پر ضد دی، او څومره مې چې په اتیاومو او نوییومو په کالونو کې ډېرو افغانانو سره مې خبرې وکړې، خو چا ونه غوښته چه زما خبروته غوږ کېږدي او لا هم د سویس د استخبارتو سره یې یو ځای د افغانستان او د پښتنو پر ضد اعمال اجرا کړل، حتی ا زما د قتل پلانونه هم سویس تنظیم کړي وو، خو امریکه پې خبره وه، او زما شخصی دوستان پرله پسې راته خبر راکول، اروپا کلونو کلونو را هیسې غواړي چه جهانی لوی قدرت شي، نو امریکا یې مخې ته کړای وو او امریکه یې استعمالول، منطقی دلایل ورته لرم. خلاصه دا چه خدای دې د پښتنو خیر پېښ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *