ابراهیم ایمان

په دې ټول پوهیږو چې نننۍ عصر د ولسواکۍ عصر دی،  اوس هغه وختونه تللي دي چې ډنګایانو به د خپل ډنګ په زور پر خلکو باچاهي کوله او یا یې پادشاهي د خپل فاسد جهاد (!)  میراث بللو، ننني عصر او قانون هغه خلک ټول خپل سیوري ته را کش کړي دي چې ورو ورو به یې چاڼ او اصلاح کړي! خو بیا هم استثناء ځکه شته چې د ډنګایانو د لوفرې دورې دومره وخت نه دی تیر شوی. د هغې دورې یا دریمې سقاوۍ ځینې ډنګایان یې اوس هم هغه شان ډ‌‌نګوي لکه د سقاو په دوران او دویمه سقاوۍ کې به یې چې ډنګول، هغه که د هر قوم او قشر وو.


په دې به سترګې نه پټوو چې ځينې ډنګایان،  لوفر او لالو پنجو علي بابا ( کرزي) داسې په خپله دوره کې په هوا کړل چې تر اوسه پورې ځمکې ته نه دي راښکته شوي دوی هغه د عیاشۍ او پښتون بربادۍ د دورې خوبونه ویني، هغوى اوس هم د پاټکونو او د کابل د چور د وختونو په چورتونو کې دي، په قانون خو هیڅ بریک نه نیسي ته وا دا د لوفرۍ او بدمعاشۍ برخه ازلي ورته رسیدلي ده.


خو دا ټول برکت د واړه میرویس د پلار دی، دغه سړي د خپلې شرموونکي پادشاهۍ د بقا لپاره هره هغه ناروا وکړه چې د تاریخ بابونه یې پرې بوین کړل؛ خیالي مکاتب، د پښتنو په سیمو کې په وچ زور د خلکو تالبان کول، د سیاسي ماشوم “صالح” په وخت کې د قومي مخورو ځوانانو شکنجې یې ښې او جوتې نمونې دي.


په هر صورت پښتانه یې د وخت په غلبېل کې سم چاڼ کړل د هدیرو لمنې یې تر کلیو او ښارونو پورې راورسیدلې، په لونګۍ، جامو او د زنانو په بورقو یې داسې نادرې وشوې چې نورو قومونو د انتحاري قوم نوم پرې سریښ کړ. دا حالات یې ټول په ځان تیر کړل، د وخت یاغي توپان بې آبه او بې ستره کړل خو تسلیم یې نه کړل.


بیا یې هم  په ټاکنو کې د نر په شان ګډون ته ور ودانګل او په دې ناورین کې یې هم د خپلې خاورې او قلمرو نه  ښه په نره دفاع وکړه خو پر دې سربېره بیا مړ هم پښتون و او پړ هم پښتون و، دا ځکه چې د واک په ګدۍ یې د كرزي په شان خلک کینولي وو او پارلمان ته یې داسې خلک رالیږلي وو چې د بوسو لاندې یې له پدرامخېلو سره پټې اوبه بهولې.


اوس بیا هم ټولټاکنې را روانې دي، پښتانه زړه نه ښه کوي چې خپلې تذکرې ثبت کړي دا ځکه چې پورتنۍ کانې د دوی په حق کې شوي وې. تاسو ووایاست چې یو سړي ته د سر په بدل خپله رایه ورکړې خو بیا چې کله پارلمان ته راشي د وطن او ولس قاتلانو په سنګر کې ودریږي تاسو او خدای چې بیا به مو رایې ورکولو ته زړه ښه شي؟


هیڅ کله هم نه! زه د ولس په درد پوهیږم، ځکه چې زه هم د دې ټولنې غړى یم، ټول کېلونه او چلونه راته معلوم دي چې په موږ کیدونکې دي او لا کیږي خو دا وار به داسې نه کوو دا وار به داسې وکیلان پارلمان ته د خپلې سپیڅلي رایې په زور راولو چې بیا په خپله ټاکنه پېښمان نشو خو د هر څه نه مخکې باید خپلې تذکرې هغو کسانو ته ثبت کړو چې واجد شرایط دي، دا ځکه چې بیا داسې خلک زموږ په سر خدایان نشي كوم چې سبا ته یوازې د اوسنيو وکیلانو په شان خپل زړونه ورته خورو او بس.


ځینې خلک داسې استدلال کوي چې زموږ رایه هیڅ ځای نه نیسي؛ دوی وایي چې کوم خلک چې دولت غواړي هماغوى به راځي، د دوی دا اندېښنه بې ځایه نه ده ځکه که د ولسمشرۍ او یا هم پارلماني تېرو ټاکنو ته کتنه وکړو نو پر فساد سربېره پکې د خلکو په رایو لوبې وشوې. خو هیله کیږي چې دا ځل به د تېر په څیر نه وي.

په هر صورت دا ځل باید پښتانه په ټول زور سره په ټاکنو کې ګډون وکړي او كه داسې ونکړي نو بیړۍ يې ډوبیږي!

په ځوانانو باندې لازمه ده چې د ټولنیزو رسنیو له لارې او له بل لوري په خپلو کلیو، جمو او جوماتونو کې عامه پوهاوی وکړي تر څو یوه پښتنه خور، پښتون مشر او کشر د تذکرې له ثبت کولو پاتې نشي ځکه په ننني عصر کې همدا رایه وسله ده او د خپلې خوښې نوماند په یوه رایه خپل ټاکلي هدف ته رسولی او د شته غلو او ډنګایانو مخه پرې نیولی شئ.
دا ځل ټول رایه ورکړئ تر څو بیا د غلو لوفرو او اختطاف ګرو مخه ونیسئ او د خپلې خوښې نوماند د ملت کور ته را ولیږئ په ټاکنو کې ستاسو پراخ ګډون اوسنۍ چورلمان په يوه واقعي پارلمان بدلولی شي !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *