جمشيد غزنيوال
په معتقده ټولنه کې خشونتونه په ديني مشروعيت توجيه کېږي او يا هڅه دا وي چې توجيه شي. خشونتپاله ګروپونو ته د دې شي ګټې ډېرې دي، ځکه له پديدو سره کابو د مطلق برعکس استدلال مخه ورته خلاصېدای شي. مثلاً که يو کس غلا وکړي، د شريعت تر څنګ فرهنګ او د انساني ژوند د چلندونو اخلاق راته وايي چې ښه کار يې و نه کړ، مګر که همدغه غلا په غنيمت تعبير شي، د غله کار اسانه کولای شي.
په ټوله کې د افغانستان د جګړې د طراحانو زور پر دې بناء ولاړ نه دی چې مشروعيت يې ديني تعبير کړی، بلکې ديني تعبير يې په انفعالي شکل اړولی دی. يعنې ديني تعبير د دوی د جګړې يوازېنی اساس نه دی، دوی جګړه کوي که څه هم چې هيڅ ديني صبغه ورته پټۍ نه کړای شي. په زور زياتي کې معقوليت ته اړتيا نه ليدل کېږي او که د معقوليت ادعا کېږي، ثبوت يې منطقي نه وړاندې کېږي.
په روسيه کې د کمونيسټ ګوند لومړني رهبر جوزف سټالين چې کابو ۳۰ کاله يې حکومت وکړ، نږدې ۲۰ ميليونه انسانان ووژل. سټالين چې فولادي سړي ته وايي، هغه تخلص و چې ده پخپله پر ځان ايښی و. سټالين که څه هم ديني زدهکړې کړې وې، خو خپل استبداد ته يې له کمونيسټي ايډيالوژي پرته اسماني جلوه نه ده ورکړې، زور يې چلاوه. د تاريخ جالب تريخ طنز بيا دا دی چې پر سټالين خپله لور «سوتلانا» د دنيا تر هر څه ګرانه او عزيزه وه.
هغه انسان چې د خپل همنوع ۲۰ ميليونه ککرۍ خاورې کولای شي، خپله لور ورته قدرمنه ده. د همداسې شل ميليونه نجونو اسرې خاورې کولای شي، خو خپله لور په غېږ کې ګرځوي.
د طالبانو او سټالينيانو توپير دا دی چې د طالبانو جګړه د خپلې جغرافيې پر دين ور تپل کېږي، خو سټالين خشونت د خشونت لپاره کړی دی، طالب د جګړې پړه پر دين بار کړې او سټالين خشونت ته د خدایي امر اسماني رنګ نه دی ورکړی.
مشابهت يې بيا دا دی چې طالب هم د سټالين غوندې د خپلو عواطفو د قدر احساس لرلای شي، خو د بل نه.
د روسيې او افغانستان ټولنپوهنه طبعاً متفاوته ده، خو که يې د خشونت په لحاظ مشترکه فرض کړو، د طالبانو جګړې په افغانستان غوندې متعقده ټولنه کې هم خلک د معنويتونو انکاري مخالفتونو ته را وپارول.
داسې ولې وشول؟
داسې ځکه وشول چې خلکو د عملي تشدد، قساوت، سختي، بېعاطفېتوب، کرکې، قهر، عصبانيت، قتل، ډار، جنايت، جرم او جباريت د پديدو ماهيت له دينه دباندې نهشوای مطالعه کولای، طالب هغه غل و چې مخ يې د قرانکريم په پاڼو پټ کړی و، خلکو د دين او امارت تقاضا نه سره پېژندله، ماشوړه ترې جړه وه، خو حکومت په ورو ورو دغه «توره شپه رڼا او شينخالۍ پيدا کړه!»
د شينخالۍ پيدا کول، د تيارو څيرل غوښتل چې دا دی دا شپه سپېدو ته نږدې شوه. له طالبه ديني مشروعيت سلب شو او دا کار زموږ هغه حکومت وکړ چې ځينو افرادو ته پړ هم ښکاري او مړ هم.
په تېر کې موږ له طالبانو سره ديني ژبه نه چلوله، يوازې د سولې شورا د زاريو شعبه ورته پرانيستل شوې وه. طالبانو ته چې به د سولې خواهش وشو، طالب به ځان د دين پر هغه منبر سلامت بللی و چې په يوه «هو» يې د مرغۍ پۍ را وورېدلې، په اسانه به يې رد کړ.
د افغان حکومت له خوا د ۱۳۹۶ د ژمي په وروستيو کې د طالبانو ډلې ته د سولې يوه داسې طرح وړاندې شوه چې د پنجاب دغه بېلارې لور د روا نکاح په ماښام د ګنګسيت په يوه توره چوپتيا واوښته، تر خوله يې ټک را و نه خوت او ان تر اوسه يې زبون وهلی دی، نه يې «هو» وکړه او نه يې «نه» ته خوله جوړه شوه.
د کابل کنفرانس څو مياشتې تېرې نه وې چې په اندونيزيا کې د هغوی له شلو ديني عالمانو سره يې د افغانستان او پاکستان ۳۲عالمان کښېنول او د افغانستان جګړه يې د ديني مبحثونو محور ته واچوله. دې ګډې غونډې په لوی عنوان ور خلاصه کړه چې «تشدد او ځان وژونکې حملې اسلامي اصول نه دي.» (ازادي راډيو ۱۳۹۷ https://pa.azadiradio.com/a/29221349.html)
دغه دوه ټکي ظاهراً واړه دي، ژر ليکل کېدای او لوستل کېدای شي، لکن دا کلمې دومره سختې دي چې موږ کابو دا ۴۰ کاله د وينو د ويالو پر ژۍ له ځان سره لا نهشوای تکرارولای. په ټولنه کې تذبذب و، زړهنازړهتوب و، خلک وېرېدل چې که ځانمرګی شهيد و نه بولي، خدای به يې ګنهګار کړي، خو همدا شهيد دوی هره ورځ «مرداروي(!)»
موږ د خپلو سپېڅلتوبونو قرباني يو، دغه سپېڅلتوبونه چې څومره موږ قرباني کوي، همدومره پخپله هم استهلاکېږي، خو څنګه چې د انسان او د ارزښتونو د حفاظت لومړيتوب په دغسې کنفرانسونو کې د حکومت له خوا د بحث بستر ته برابرېږي، د طالبانو د خشونت له تبره به زموږ د ارزښتونو هغه لاستي خېژي او ماتېږي چې خړوب يې هم زموږ په اوښکو ـ وينو شوی دی.
زموږ دين او کلتور موږ د خپلو اوښکو او وينو په قرباني پاللي دي، دا ونې زموږ له خوا خړوبېږي، خو د دې ونو له مضبوطو لرګيو طالب د خپل جنګ د تبر و تېشې لاستي توږلي دي او توږي يې.
په افغانستان کې دننه چې به کوم ديني عالم له ديني ادرسه د دوی چلينج ته لستوڼي را ونغښتل، امارت به د صحرايي محکمې او ټرور په وسيله ختم کړ، «مولوي عبدالغفور پېروز، مولوي حقاني، د زابل يو مولوي، د اندړو ديني عالمان…» يې ښه مثالونه دي چې طالبانو د خپل چيلنج د دوامداره کېدو له وېرې د بېځوابه کېدو په خاطر شهيدان کړل.
خو دا ځل دغه فردي هڅې حکومت سيسټماټيکې کړې، پر طالبانو اتمامِ حجت وشو، حکومت د سولې وزر ورته وغوړول، د جګړې ټټر يې ورته وډباوه، د مناظرې چلينج يې ورکړ، ديني علماء يې ورسره کښېنول، د سولې شورا يې ورته جوړه کړه، ولس پرلتونه ورته ووهل، ځوانانو ورته وژړل «د هلمند ځوان شاعر قيس هاشمي يې ښه مثال دی،» د دې وطن بورو ورارو خويندو مېندو خپل پلونه ورته ونيول، روشنفکره ځوانانو د سياست، فرهنګ او دين په کټګوري کې په ځغاسته کړي او… مګر طالب د حکومت د سولې پر زړه د خندق کوهی کښېناوه، په کندوز کې ماته يې د حافظانو په شهادت تعبير کړه، په تېښته شو، مناظره يې و نهشوای کړای، علماء يې قانع نه کړای شول، شهيدان يې کړل او يا يې شخصيتوژنه ور وکړه، د سولې پروسه يې په چوپتيا کې ساکنه کړه، پرلتونه او ننواتې يې بېپته کړل، خويندې ميندې يې نااميده کړې، پر قيس يې د “ملحد” ټاپه ووهله او روشنفکره ځوانان هره ورځ ټارګيټ کوي او اخطارونه ورکوي.
له دغه هر څه سره يو کار دا وشو چې د عامه افکارو تر منځ طالب د خپلې جګړې ديني مشروعيت بايلود. پر طالب خلکو له ديني اړخه هجوم ور ووړ. که د جاکارتا د غونډې پوښښ او تشريح په واضح او کوټلې ژبه وشي، ډېری نور داسې اړخونه به را روښانه شي چې په د طالباني جنګ په لوګيو د پټ نسل سترګې به خورا رڼې کړي.