عثماني

دلته څه کوي؟

دا چېرته ځي؟

دا له کوم ځای نه راغلی؟

هو ریښتیا! دا خو هرسهار وختي او مازدیګر ناوخته په همدې کوڅه کې ځي راځي!

دا پوښتنې یو بل پسې زر زر تکرارېدې او زما پر غوږونو لکه د باد لګېدلې، زه هم  لږ لږ دې خبرو ته ورنیږدې کېدم، په شمار یو څوغټ او واړه قدمونه به مې لا اخیستې نه وو چې یوې اوږدې لویې خټینې جګې برجورې کلا ته راورسېدم، یو څو دقیقې پښه  نیولې شوم، په شین رنګه دروازه مې سترګې د لارې ځای نه ولګېدې.

  د سترګو په هر کونج کې مې د دروازې په یوه وړوکی شانتې درز (چوله) کې په رنګا رنګ سرو شنو ستارو او په  سپینو پولیو نه د جوړ کمیس لمن لیدله چې باد به کله د دروازې یو کونج او کله بل کونح ته وړله، ما به دروازې ته کتل او هغې به لکه چې ما ته کتل، زما د راتلو لار به یی څارله.

  هو!همداغسې به وه لکه چې له ډیرې مودې راپه دې خوا به یی سهار او مازیګر دهمدې شنې دروازې له کونجه زما د تلو راتلو ننداره کوله، زما په انتظار به یی دا اوږدې شېبې رالنډولې او زما د لیدلو په پلمه به کله د دروازې یوه کونج او کله بل کونج ته تله، دا خبرې به یی له ځان سره تکرارولې چې دا دلته څه کوي ؟

دا چیرته ځي ؟

دا له کوم ځای نه راغلی دی؟

نه نه ریښتیا! دا خو هر سهار وختې او مازیګر ناوخته په همدې کوڅه کې ځي!

هو ریښتیا! پاس به یی کور وي، دوی لکه چې همدا اوس دلته دې ډاګ ته نوي راکډه شوی دي،نه، نه! ریښتیا هغه د تیرې جمعې په ورځ هغې کوزې خړې غونډۍ ته  یوه نوې کډه را کډه شوې ده .

 دا به د همدغه کلي وړکی وي، دا به همغلته ځي ، دا خبرې یې تر ډیره له خپل ځان سره تکرارولې، خو لاندې به ورسره د یوه  وړوکي معصوم غږ په ورکولو د هو ! ځواب ورکړل شو .

په ریښتیا چې ما خو هېڅ هم نه لیدل، بس! یوازې مې د دوی خبرې اورېدلې او ورسره به مې هم د ځونډېدار شنه او سره کمیس لمن د خپلو سترګو په هندارو کې ګرځېدله چې باد به کله د دروازې یوه خوا او کله بلخوا جګه او ټیټه کوله .

  نه پوهېدم چې دوی به د چا په اړه دا خبرې کولې؟ او ولې به یی کولې؟ زما په اړه به یی کولې اوکه نه د بل چا په اړه ؟

 ما به غلي غلي شا  ته وکتل، یوازې د خپل سیوري او د پښو د شور نه مې نور څه نه لیدل او نه څه اورېدل، له دې سره به په دروازه کې یوه واړه شان کړسنده خندا شوه، ما به یوځل بیا خپل ځان ته غلی غلي وکتل، بیا به په یوه وړوکي ژور فکر او سوچ کې ډوب لاړم  چې څه خبره به وي؟

  دوی ولې وخندل؟ دلته به څه خبره وي؟ دوی ولې وخندل؟ دوی خو به زما په اړه خبرې نه کوي ؟ دلته خو نور څوک هم نشته دی، یوازې زه یم ، شاید دوی به زما په اړه خبرې کوي ولې به  یی نه کوي ؟

ځکه چې دوی به زما له جامو سره اشنا نه وي ؟ او که نه ریښتیا دوی به زما له واسکټ، کوټ، دریشۍ او پتلون سره بلد نه وي ؟هو! په ریښتیا دوی به زمونږ له کلتور، دود او دستور سره بلد نه وي،هو   په ریسښتیا همدغسې به وي.

  ما به له خپل ځان سره د دوی په اړه فکرونه او سوچونه کول او دوی به زما په اړه… یو څو دقیقې وروسته د دروازې مخې ته را لنډ شو، سترګې مې په نیم کښه دروازه کې په یوه دنګه نجلۍ ولګېدې، د چينار په څېر قد يې درلود، په سر يې سور ځونډي دار ټيکرى شمال ته څپې وهلې.

  اوږدو تورو بڼو يې د غشو په څېرو په زړونو کې نېغې لارې جوړولې تورو زلفو يې په اوږدو د کونړۍ سيند د څپو په څېر ننداره جوړوله، بادامي سترګې يې زما په څېر برندې نيولې وې.

 سرې اناري  شونډې یی په ورو ورو خوځولې او په سپینو سرو لاسونو به یی مخې ته یو وړوکی ګلالی معصوم ماشوم وتخنوو او غلي غلي به یی ورته ويل، زرکوه هغه دې راغی، زرکوه او س به له دې ځای نه تېرشي، هله ژر کوه زر…

  تنکي ماشوم له دروازې په وېره وېره رامنډه کړه، زه لږ پښه نیولی شوم ، ماشوم زما ترڅنګ یو څو دقیقې غلی ودرېده، بیا یی خپل واړه نري تنکي لاسونه ما ته په ډېر زور او ویره راجګ کړل.

 په لاسونو کې یوه ځونډېداره اينه او ځونډېدار قلم را نیولی و، بیا یی غلي ماته وکتل او شنې دروازې ته یی په  بل لاس اشاره وکړه ، پوه شوم چې قلم او هنداره هغې ورکړي.

۱۳۹۴-۶-۱۶

کابل، بوت خاک، خپله جونګړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *