تاند- د امریکا د مرکزۍ قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل، چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په سفر بوخت دی، د شنبې په ورځ له ازبیک چارواکو سره د ازبیکستان او امریکا د اړیکو او د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.
جنرال ووټل، چې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له کتنې وروسته تاجیکستان ته لاړ، پرون د ازبیکستان له چارواکو سره د سیمه ییزو مسلو او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په تېره بیا د داعش د فعالیت له زیاتېدو زیات اندېښمن دي.
ځینې افغان چارواکي باور لري چې داعش د پاکستان یوه بله پروژه ده چې په وسیله یې غواړي روسیه، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونه د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي.
جنرال ووټل په ازبیکستان کې په یوه مرکه کې د ازبیکستان د اوسني ولسمشر وروستي اصلاحات وستایل، ویې ویل چې د ښاغلي ضیایف هلې ځلې د هغو ټولو خواوو لپاره مهمې دي چې د افغانستان په اړه همکاري کوي.
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ جنرال ووټل د تاجیکستان له ولسمشر سره د افغانستان د امنیتي وضعیت او له افغانستانه تاجیکستان ته د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.
ده وویل:« د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې مرسته فوق العاده مهمه ده ځکه چې وسله وال طالبان د جګړې د ماشین په توګه کار ورڅخه اخلي، دا کار یوازې د تاجکستان لپاره نه بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو، ایران، پاکستان او نورو لپاره مهم دی، پردې سرحدونو د مخدره موادو قاچاق کېږي او ګټه یې وسله والو طالبانو ته ورځي.»
تاجکستان د ولسمشر له دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل او ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان په شمالي سیمو کې د وسله والو ډلو دفعالیت د مخنیوي لپاره له کابل سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
سلامونه دتاند ملګرو، راپور کې مو ځنې ګرامري ستونزې شته هیله ده یوځل ېې وګورئ.، مننه.