ژباړن: حضرت عثمان نوري
نن ورځ ستاسو لپاره پېل دی، تېره ورځ به ډېرو ډېر څه ډېر ګټلي وي، خو د تېرې ورځې ګټه په نن مه شمېرئ، نن؛ نن وګڼئ، تېر هېر کړئ، وخت لرئ او باید ګټه ترې واخلئ. که تاسې دغه لاندې هیلې ولرئ، پلان مو بریالی دی، چارې مو پرمختللې دي او یوازې روښانه راتلونکې ته مو انتظار وباسئ.
لومړی: زه خوشحاله یم
خوښ اوسېدل مو ژوند رنګینوي، بدمرغي مو له مېنځه وړي او د منفي افکارو ګراف مو ورو، ورو صفر ته راښکته کوي. هڅه وکړئ چې تل خوښ اوسئ، ځکه ځانته خوښي وربښل مو ژوند رنګینوي.
دوهم: زه صحتمن یم
وايي: روغ صحت هر څه دي، مال، شتمني، جایداد، ښه ژوند او نور… ددې لپاره چې بې فکره اوسئ، نو د رنځورۍ فکر له حافظې وغورځوئ او په لوی لاس خپل ځان د رنځورۍ کندې ته مه غورځوئ. هڅه وکړئ چې خپل ځان ته ډاډ ورکړئ.
دریم: زه شتمن یم
پېسې وايي: ما ترلاسه کړئ؛ نور هر څه پرېږدئ، خو (نه!) دا مفکوریه درسته نه ده، یوازې په دومره شتمنۍ خوښ اوسئ، چې اړتیا مو وي، ځکه ډېره شتمني لرل د انسان ژوند په خطر کې غورځوي، خو د مالي شتمنېو پر ځای معنوي شتمني ستاسې ژوند له خطرې ژغوري.
څلورم: زه راز ساتونکی یم
دا متل چې ډېر پخوا ویل شوی دی، ښه یې ویلي دي: (راز به په راز کې وي.) د غوره ملګرتیا یوه ځانګړنه راز ساتل دي، کوښښ وکړئ چې راز ساتونکې اوسئ.
پینځم: زه یې وړ یم
ډاډمن ځان مو تر خپلې موخې رسولی شي، که داسې کار ته لاس ور واچوئ چې نا اشنا درته برېښېده، هوډ مو مه بایلئ، پر ځان ډاډمن اوسئ او پېل یې کړئ، که چا درڅخه د کمال/مهارت په اړه وپوښتل، ورځواب یې کړئ چې (زه یې جوګه یم.)
شپږم: زه منندوی او عاجزه یم
هوښیاران تل منندوی وي او تل په مُسکا سره له ملګرو مننه کوي. کوښښ وکړئ چې عاجزانه خوی ولرئ او په مهربانۍ ملګرتیا وپالئ. دا هم په یاد ولرئ چې هر وخت له اړتیا پرته مننه مه کوئ، ځکه دا چاره مو شخصیت زیانمنوي.
اووم: زه میننه ناک یم
مینه ناک وګړي تل ښه چلند کوي، زړه یې صفا او هوډ یې سپېڅلی وي، خبره یې یوه او د مثبتو افکارو خاوندان وي. که بریالی ژوند غواړئ، مینه وکړئ، مینه خپره کړئ او مینه وپالئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
پای
2018-05-12