تاند- په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي پښتنو ستره غونډه روانه ده، راپورونه وايي چې منظور پښتین په حیدراباد کې نیول شوی دی.

د غونډې برخوالو ویلي، تر هغو به غونډه جاري ساتي چې منظور پښتین وررسېدلی نه وي.

وروستۍ ویډیو

د پاکستان پټو ادارو په اسلام اباد، او لاهور هوايي ډګرونو کې منظور پښتین پرې نښود چې په الوتکه کې کراچۍ تهع ورسېږي؛ وروسته یې د نوموړي د موټر لار په ځلونو بنده کړه.

د منظور پښتین پلویان وايي چې د سند ایالت تر سکهر ښاره پورې د منظور پښتیسن د موټر په لاره کې په ځبونو خنډونه پېښ کړای شوي او له لاهوره تر دې ښاره پورې مزل یې په ۱۸ ساعتونو کې کړی دی. حال دا چې دا د ۵ ساعتونو لار ده.

تر دې وړاندې نن منظور پښتین د فېسبوک له لارې په یوه ویدیو کې وویل چې له لاهوره تر رحیم یار خانه سفر یې په ۱۸ ساعتونو کې وکړ ځکه چې ځای پر ځای پولیسو او امنیتي سرتېرو درولی او ځنډولی دی. ده په دې پیغام کې د کراچۍ په پښتنو غږ کړی چې خپلې حوصلې ماتې نکړي او په هر صورت نن د کراچۍ په غونډه کې ښه په ګڼ شمیر برخه واخلي.

له منظور پشتین سره د کراچۍ په سفر کې د لارې ملګرو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼې ویډیوګانې خپرې کړي چې په هغو کې منظورپښتین او د هغه ملګري په لاره پولیسو را ایسار کړي او اسناد یې کتل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو یو مخکښ خان زمان کاکړ بیا د یکشنبې پر ورځ وویل چې په کراچۍ کې د جلسې تیاریانې روانې دي او د منظور پښتین تر وینا پورې به دوی خپلې غونډې ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په کراچۍ کې د دوی یو شمېر غړي نیول شوي او عامو پښتنو ته د نن ورځې په غونډه کې د ګډون په وړاندې د مرګ خبرداري ورکړای شوي دي.

«زموږ تقریباً ۱۷ تنه مهم مشران نیول شوي. د کراچۍ د ځايي انتظامی>ې، استخباراتي او امنیتي چارواکو سره هم تر دوو ساعتونو غږېدلي ی او هغوی راته ویلي چې دغه مشران به خوشي کړل شي. امینتي چارواکو مونږ ته دا هم وویل چې په دې جلسه کې د بدامنۍ خطره ده.»

2 thoughts on “د کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غونډه روانه ده، منظور پښتین ورته نه پرېښودل کېږي”
  1. والله دا پنجابیان هم ډېر ډارن خلک دي . د پښتنو له مشر نه څومره ډاريږي.
    لوی او مهربان ذات ج د منظور پښتنین او د هغوي ملګرو ته نور توان او قدرت هم ورکړي چې د دوي غورځنګ په پنجاب ماتوونکي جنبش بدل شي. آمین

  2. منظور پښتین خو خپلې ملي غوښتنې د لاریونو او پرلټ په مټ، د قانون په چوکاټ کې، پرمخ وړي. که چیری د اسلام اباد واکمنان په تېره بیا پوځ او ای ایس ای قانون ته ژمن وي بیا ولې ستونزه پیدا شي؟ پوځ او ای ایس ای تر نورو مخکې د قانون ماتوونکي ځواکونه دي. دوی په پاکستان کې د ټولو نا امنیو او ګډوډیو مسول دي. پښتون ژغورنې غورځنګ خپله مبارزه د عدم تشدد او قانون په چوکاټ کې مخې ته وړي. ژوندی دې وي منطور پښتین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *