منظور پشتین د هغو میاندو د ړندو سترګو اوښکه ده چې بچې یي په پښتنه سیمه کې د ناامنۍ په څپو کې لاهو شول، هغه د خوشکۍ څاڅکی دې چې دا وخت پر هغو پښتنو وریږي چې تندې نیولې دي. هغه د هغه شاعر خوب دی چې وایي ًالله په مونږ کې داسې یو افغان وزېږوهً

په مونږ کې داسې یو افغان

هغه پښتون ځوان اوس راغی، چې ننګ به په وطن کوي،او د خوشال خان او باچا خان یاد به تازه کوي.

نن د می ۱۳مه د میاندو نړیواله ورځ ده، خو زه په منطور پشتین ځکه لیکل کوم چې هغه د هغو میاندو غږ جوړ شوی دې چې د تېرو پنځلسو کالونو راهېسې یي پر خپلو وروکو بچو پسې سترګې راووتې. هغه د هغو میاندو او پلرونو غږ  جوړ شو، چې دوی یي په خپلو جلسو کې راوغوښتل،مایک یا لاوډسپیکر ته یي مخامخ کړل او دوی د خپل زړه حال بیان کړ،چې تر اوسه داسې هیڅ یو مشر بیان نکړل شول،هغه ټول کارونه منظور وکړل.

د منظور سیقه،د هغه شکل و صورت،د هغه اواز او لهجه، د هغې خبرې او غږ،د هغه د تور رنګ جامې،د هغه شړۍ او څپلۍدا ټول د هغو زپلو،بې کوره شوو،وژل شوو،په زوره د کلیو نه د ویستلو خلکو د دعاګانو او خوبونو تعبیر دی چې له کالونو راهېسې یي ارمانونه کړي دي. چې څوک خو داسې راشي او د دوی پوښتنه وکړي.

بیا په تېره د هغه خولۍ یا ټوپۍ اوس د پښتنو د حقونو،د دوی د جایزو غوښتنو او د امن په ماحول کې د اوسېدو یو سمبول جوړ شوی دې. دغه د سور نسواري رنګ ټوپۍ د هغو میاندو د زړونو نه د وتلو سړو اسوېلو نښه ده چې د یو بادشاه له تاجه کمه نه ده.  

منظور وایي دا د ډېرو خویاندو میاندو د اوښکو کیصي دي،ً بابا مجھے تم ياد آتے ہوً دا هغه ټولې خبرې دي چې اوس به په مېدان کیږي. منظور د هغه شاعر شعر دی چې وخت به راځي چې غاښ د زهرو به خامار نه لري.

منظور له زړه نه داسې رڼې رڼې خبرې کوي څنګه چې د تېرو نهو کالو راهېسې د سوات د اختر حسین  او د عبدالوهاب او عبدالظهور د میاندو د سترګو اوښکې دي.

دا کیصه یوازې د راوانوار د ظلم او جبر او د نقیب مسود د مظلومیت نه ده،دا د یو لوی خامار د ظلم کیصه ده ، دا د هغو ټولو فرعونانو کیصه ده چې د ظلم حد یي کړی او اوس د موسی د تتې ژبې د غږ نه ویریږي چې هم دغه موسی به یي خپل منطقي انجام ته رسوي.

او زمونږ ایمان دی چې بس نو اوس ډېره وشوه، داسې یو منظور خو به راتلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *