جلال اباد یو ځل بیا د خپلو بچو په وینو سور شو. جلال اباد یا د افغانستان بل هر ښار او هر کلي څه ګناه کړې ده؟ زموږ په محاکمو کې شرعیت نافذ دی او زموږ اساسي قانون د سیمې د بل هر هیواد تر اساسي قانون اسلامي بلل شوی دی، خو بیا هم انتحاري وحشیان زموږ له وژلو لاس نه اخلي. دا ولې؟

 انتحاریان او باداران یې وایي چې افغانستان کې امریکایي عسکر دي نو ځکه دلته قتلونه او وحشتونه روا دي. ایا د جلال اباد د ښاریانو او د ننګرهار د اوسېدونکو وژل ځکه روا دي چې ټرمپ د دنیا په بل سر کې په امریکا کې فیصله کړې ده چې افغانستان کې دې امریکایي عسکر میشته وي؟

 دري کې متل دی چې وایي ده کجا و درختها کجا؟ د جلال اباد د ښاریانو وژل او د امریکا د عسکرو شتون څه رابطه سره لري؟ قطر کې د امریکایي عسکرو تر ټولو لویه هډه ده او سږ کال د قطر امیر له امریکایانو غوښتنه وکړه چې امریکا دې هلته خپل عسکر نور هم زیات کړي. په همدې قطر کې د طالبانو غټ چارواکي ناست دي او سم سوله ایز ژوند کوي خو همدا خلک بیا په افغانستان کې د هغو امریکایي عسکرو د حضور په علت د افغانانو د وژلو حکمونه کوي چې د دوی عملونو افغانستان ته راوستي دي. امریکایي عسکر خو د ملا عمر او نورو طالب مشرانو سرټمبه ګۍ او له اسامه بن لادن سره ناروا یارانې افغانستان ته راوستي دي. د امریکایي عسکرو په راوستلو کې خو د افغانستان د عامو خلکو هیڅ ډول نقش نشته.

 که چیرې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شتون د طالبانو او داعشیانو لپاره واقعا د نه منلو وي نو د امریکایي عسکرو ځای خو معلوم دی. دوی دې پسې ورشي او هماغلته دې حملې کوي.

  حقیقت دا دی چې طالب او داعش په اوله درجه کې د افغانستان او اسلام او مسلمان دښمنان دي. د دغو افراطي ډلو حملو د اسلام او مسلمانانو بیخ ایستلی دی او تر څو چې دغه افراطي ډلې موجودې وي نو افغانستان به د شمالي وزیرستان غوندې وي او شمالي وزیرستان به د سوریې او لیبیا او یمن او سومالیا غوندې وي. سعودي عربستان او یو نیم بل اسلامي هیواد د دغو بدمرغو افراطیانو له ګواښ څخه څه نا څه خوندي پاتې دی خو دا معلومه نه ده چې هغوی به تر څو پورې ځانونه خوندي وساتي.

 په تیرو شلو کلونو کې چې طالب او بیا داعش او نورو افراطي ډلو د اسلامي ملکونو د تباه کولو، په اسلامي ملکونو کې د حکومت او نظام د ړنګولو او د مسلمانانو د وژلو دسیسه پیل کړې ده، نه یوازې په سلګونو زره مسلمانان وژل شوي دي، بلکې په میلیونو نور یې مهاجرت ته اړ ایستل شوي  دي او دغه دسیسه د دې باعث شوې ده چې د اسلامي هیوادونو فکري او مادي سرمایه تر ډیره حده لویدیځ ته لاړه شي. نن سبا اکثره مسلمان میلیونران په اسلامي هیوادونو کې سرمایه ګذاري نه کوي، ځکه د داعش او طالب او بوکوحرام او الشباب او القاعدې او داسې نورو د برید ویره ورسره ده. دغه راز چې په اسلامي هیوادونو کې یو لایق انجنیر یا ډاکتر یا بل متخصص پیدا شي نو ډیر کوښښ یې دا وي چې ځان غیراسلامي هیوادونو ته وباسي او  ځان  په اسلامي هیوادونو کې د قاتلانو له شره خوندي کړي.

 هر کال په مدیترانه کې په زرګونو کسان چې په قاچاقي بیړیو کې غواړي، اروپا ته وتښتي، د سمندر د کبانو خوراک ګرځي دغه کسان بالعموم مسلمانان دي او د چا له لاسه اسلامي هیوادونه پرېږدي او لویدیځ ته تښتي؟ ځواب معلوم دی.

 اسلامي دنیا او خصوصا افغانستان واقعا له لویې فتنې سره مخامخ دی. البته، لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې ده، هره فتنه یو څه وخت سر راواچت کړي او بیا له خاورو سره خاورې شي. د طالب او داعش فتنه به هم خامخا خپل ناکام انجام ته رسیږي او هغه وخت لرې نه دی چې د افراطي ډلو پیروان به په دې شرمیږي چې ځانونه له افراطي ډلو سره تړلي معرفي کړي. موږ په خپل لنډ ژوند او د څو لسیزو په لنډ تاریخ کې څو ځله ولیدل چې د تشدد، افراط او خونریزیو پلویان یو څه موده وروسته په خپلو نظریو او خپلو اعمالو شرمیدل او ځورېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *