اغا ملوک سهار

څه وخت مخکې زما په شمول څو ځوانان چې څه ناڅه نواوري یې درلوده، د ولسمشر مېرمن (لومړۍ مېرمن رولا غني) په ارګ کې خپل دفتر ته ور وبللو.

ټولو خپل کارونه او نظرونه له لومړۍ میرمن او سلاکارانو سره یې شریک کړل. د ډېریو ځوانانو غوښتنه دا وه، چې په ارګ کې دې غونډه ونیول شي، موږ به خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړو؛ ولسمشر او نور دولتی چارواکي او پانګه وال دې دا نندارتون وویني. د ځینو غوښتنه دا وه چې د ولسمشر له خوا دې دا کارونه وستایل شي (يعنې ستاینلیکونه یا مډالونه دې ورکړل شي).

ما ته چې وار راغی، ورته ومې ویل:

ارګ کوم اکاډمیک ځای نه دي چې هلته دې د دې شیانو لپاره نندارتون جوړ شي او نه هم دا مناسب کار دی. که وي باید اکاډمیک ځای ورته وټاکل شي.

دا اکاډومیک کار دی باید له نورو کارونه متفاوت وي، او په معیار برابر وي، یانې ځینې وسایل او کارونه چې د نوښت په نوم په افغانستان کې جوړ شوي، اصلاً نوښت نه لري، نو باید د دې نندارتون تر پیل مخکې دا شیان فیلټر شي، چې ډوپلیکشن یا تکراري شیان له اختراع، نوښت نه جلا او لیرې کړای شي.

تیر کال په کابل پوهنتون او څو نورو ځایونو کې هم د غوره محصل، مخترع په نوم او نور داسې څه وو په نوم جایزې ورکولي، زه تر اوسه نه یم خبر چې ښه محصل، مخترع او نواورې ته د دوي معیارونه څه وو؟

تر دي وړاندې د ځوانانو معنیت او نورو ادارو له خوا په ارګ او نورو ځايونو کې داسې غوندې جوړ سوي، ماته یې بلنه راکړه خو یوي ته هم ورنغلم، ځکه لمړی ارګ کوم اکاډومیک ځای نه وو، دوهم دا ټول یوې ورځې نمایشې، عوام فریبې کار وو.

یو څوک که اختراع کوي او نوښت رامنځته کوي، باید ستونزه حل کړي،معیارې وي، اړتیا ته په نوي بڼه ځواب ووایې، مسلکي خلکو ته قناعت ورکړي او کار اسانه کړي، خو په تقدیرنامو پسې نه ګرځي.

افغان دولت په ټولنه کلنۍ بودجه کې نوښت او څیړنو ته لس افغاني نلري، محصلین یې له پیل څخه تر پایه چپتر ریکارډ کوي، پوهنتون کې د پروجکټر لین خراب سي، نو شپږ میاشتې باید انتطار وباسي تر څو طي مراحل سي،خو وزیر او وکیل د دستارخوا لپاره میلیونه ډالر فوراُ اجرا وي، کله چې مجصیل عملې ساحي ته ولاړ سې، هيڅ يې نه وي زده، باید له صفر څخه پیل وکړي.

زه دوه کسه پیژنم چې یو کس په هند کې د اقتصاد BBA څانګه لوستي، د نوي کابل بانک په مرکزې دفتر کې دنده لري، معاش تر دوه نیم زره ډالر لوړ دی. خو دا بل د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځې له همدې بې بې اي څانګې فارغ دی، په عزیزې بانګ کې یې پرینټر ته کینولي او معاش یې له دری سوه ډالر کم دی.

د افغانستان ټولو پوهنتونونو په تیره یوه نیمه لیسزه کې دوه دری بریالی کارآفرینان هم ندی روزلي.

زموږ د ښوونځيو په ټول نصاب کې د اختراع، نوښت او کارآفريني په اړه يوه پاڼه معلومات نسته.

ستاینلیک، مډال او بل شی هیڅ ستونزه نه حل کوي او نه څه درد دوا کوي، که نن ماته ولسمشر، پوهنتون یا بله کومه اداره یوه بوجۍ ستاینلیکونه، مډالونه راکړي، څه په درد خوري، څه په وکړم.

ولسمشر یا بل څوک که غواړئ نو د اختراع د ثبت مرکز جوړ کړئ، چې پروسه سیسټماټیکه شي.

زه څو ځلې ځینو پروګرامونه ته وبلل شوم، له دوی مننه، خو زه ورنغلم، که مې کار ښه وو خپله ځان ثابته وي. او نه دا اکاډمیک پروګراونه و.

زما دوو اپلیکشنونه د مخابراتو وزارت او نړیوال بانګ ګډې جایزې ګټلې، یو اپلیکشن د شفافیت لپاره وو، بل د ټرافیکو ریاست لپاره، هغه وخت دوی نه غوښتل خو هغه ورځ د کورنۍ چارو اوسنی وزیر ویس برمک خپل مشاور او یو بل نژدی کس ته ویلی چې په هغه اپليکشن باید کار وسي،هغو زنګ ووهل او دفتر ته راغلو. ځکه اړتیا یې ولیده، د ترافیکو ستونزې ورځ تر بلې ډیریږي، او زموږ جي پی ایس ردیابي سیستم ورته تجربه سو. خو هغه وخت یې نه غوښتل.

څلور طرحي مې د ولسمشر دفتر منلي،خو پوهیږم په هغه پسې به هم یوه ورځ دفتر ته راځي، دا اوس هم ځینې دولتی لوړ پورې کسان زموږ جې پې اس سیستم په خپلو موټرو کې کاروي.

هر پروګرام که پر معیار برابر نه وي،یوازې ستاینلیک او ميډالونه ویشل کیږي، خو معیار معیار معلوم نه وي نو هېڅ ګټه به ونلري او زموږ اکاډمیک چاپیریال به نور هم تر پوښتنو لاندې راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *