اعوذبالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

د ټولو نه اول د زړه له کومې سلام درته کومه

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.

او بیا د دغې ښار، دا د جبر ښار، دا د ظلم ښار، د دغې ښار قاتل راو انور ته وایم چې وګوره دا ولس

دا ښار ستا ښار نه دی، دا د دغې ولس ښار وو او وي به، په منځ کې شي(چې) چا پرې قبضه کړې وه هغه به ژر تر ژره ختم شي

او یو راو انور نه، دلته د د غې د جبر ښار هر پولیس او هر رنجر  راو انور جوړ شوی وو.

دغې شار شې، د پاکستان انټیلیجنس ادارې، ام ای  او ای اس ای چې کوم ظلم کړی دی، کوم جبر کړ ی دی، کوم یې خلک لاپته کړي دي، د هغې د یوې یوې ذرې تپوس ځنې کوو.

د دوی څه خیال وو؟ دا خو ما څلوېښت ګېنټې سفر کړی دی، د کراچۍ ولس لپاره چې څلوېښت کاله سفر وای، بیا هم زه راځم.

دا د جبر، دا د ظلم انتها د وېرولو نه ده، دا دومره ظلم، چې هغه د اورېدلو هم نه ده، دغې د جبر ښار کراچۍ شي، هغه ظلمونه شوي، چې هغه چنګېز خان هم نه دي کړي، هغه هلاکوخان هم نه وي کړي.

اې وروڼو! چنګېزخان ډېر ظالم سړی تېر شوی وو، هغه نه چا تپوس وکړو، چې په ژوند شي دې دا رحم چېرته کړی دی؟
نو ده ورته وویل، چې یوه ورځ ما په لکونو خلک ووژو، بیا په یوه غره کښي روان وم، یوه مور وه چې یو بچی ځنې را وتېلېدو، چې را وتېلیدو نو مور هم ژړل او بچي هم ژړل، نو ما په نېزه باندي پېڅړه(وپېیه) او واپس مي وروړ.

خو ده چېرته لاشونه (مړه جسدونه) نه دي خرڅ کړي، ده چرته مړي نه دي خرڅ کړي، د دغې کراچۍ د جبر ښار رنجرو او پولیسو مړي خرڅ کړي دي. لاشونه یې خرڅ کړي دي. دوی د ظلم ټول ریکارټ مات کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *