خوست

خوست زموږ د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې په دې تیر لنډ  وخت کې د لویې ولسوالۍ څخه په ولایت بدل شوی دی.

دغه ولایت په دې وروستیو وختونو کې د خپل چټک پرمختګ له کبله د ټولو افغانانو د ژبې په سر دی او هر څوک یې به اړه خبرې کوي.

موږ هم وغوښتل چې دغه ولایت ته سفر وکړو او له نږدې څخه یې د ښکلاګانو او پرمختګونو ننداره وکړو.

د یو ورکشاپ په پلمه مو د دفتر له یو همکار سره دغه ولایت ته سفر وکړ، کله چې له ګردیز څخه دڅټو کنډو هغې غاړې ته واوښتو د ځدرانو د کږې وږې  درې او دغرونو لوړې څوکې مو د نښترو او څیړیو په ځنګلونو کې پوخلې ولیدلې.

طبعې خبره ده، چې په دغسې ناسم امنیتي وضعیت کې سړی په داسې ځنګلیزه لاره کې  کې د ډار احساس کوي، خو کله چې د څټو کنډو د پیچومو څخه ښکته کیدلو، لویځ خواته مې د نښتر دیوې ونې په سر د افغانستان بیرغ د رپیدو په حالت کې ولیده،  داسې فکر مې وکړ، چې ګوندې له دې بیرغ لاندې به د امنیتي ځواکونو پوسته او یا کوم بل نظامي مرکز وي، خو زما ګمان ناسم و، هلته نه پوسته وه او نه کوم نظامي مرکز، هلته خلک په خپله د خپل ملي بیرغ ساتندویان و، خو په ځینو ځینو ځایونو کې د ملي پوځ مرکزونه هم موجود و.

ماسپښین مهال خوست ته ورسیدلو، له بده مرغه چې په همدې ورځ د  د بي بي سي د شهید شوي ځوان خبریال احمد شاه جنازه خاورو ته سپارل شوې وه، باید یادونه وکړم، چې موږ د مزاکرې او منځګړیتوب تر عنوان لاندې  د یو ورکشاپ لپاره لپاره خوست ته تللي و، چې دغه ورکشاپ زموږ د همکار محمد عابف فقیرزاده له خوا په خوست کې ځوانو فعالانو او خبریالانو ته ورکول کیده.

خوست یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې اکثره اوسیدونکي یې  پښتانه افغانان دي، چې د نورو پښتون میشتو سیمو په څير دوی هم د ځانګړو پخوانیو  دودونو او رواجونو څخه برخمن دي، چې یو هغه یې له کور څخه ښځو او نجونو وتلو ته د اجازې نه ورکول دي، له همدې وجې مې له ځان سره داسې فکر کاوه، چې ګوندې زموږ په ورکشاپ کې به  دخویندو ګډون کم رنګه وي.

خو داسې نه وه، په ورکشاپ کې د هلکانو څخه د نجونو تعداد ډير و، خویندو د یو ځانګړي حجاب په لرلو سره په ورکشاپ کې ګډون کړی و او د ځوانانو سره یې اوږه په اوږه د ورکشاپ په عملي کارونو کې برخه واخیسته او په ځینو برخو کې بیا آن له ځوانانو څخه هم فعالې وې. ورکشاپ مو پای ته ورسید او موږ هم د ځینو خوست میشتو فعالو ځوانانو سره د خوست په ننداره ووتلو، د ځینو نورو ولایتونو په نسبت مو هلته ډير څه بدل بدل ولیدل، په ښار کې د بیا رغواونې کارونه روان و او داسې نه ښکاره کیده چې  خوست دې ددویم او یا دریمه درجه ولایتونو په کتار کې وي، همدې اړ کړم چې د ځوانانو څخه په غیر مستقیم ډول بیلا بیلې پوښتنې وکړم، د هرځواب په اخیستو سره به مو په د ذهن کې مړاوې هیلې ژوندۍ شوې، موږ سره ملګري خوستي ځوانان ټول له جګړو څخه خپله بیزاري ښکاره کوله، د سولې په اړه یې خبرې کولې او په دې باندې یې د شرم احساس کاوه، چې ددوی په ولایت کې همدا پرون یو ځوان خبریال د نامعلومو وسله والو له خوا شهید شوی و، هلته هیچا د جګړې په اړه خبرې نه کولې، د عمومي افکارو ټول تمرکز دهوساینې، کارو بار، ښه امینت او اقتصادي پراختیا باندې و. د ځوانانو په پارلمان کې د خوست د خلکو استازی احسان ارین هم موږ سره مل و، له هغه څخه مې په دې اړه معلومات وغوښتل چې په ترتیب سره یې ټول معلومات موږ ته وړاندې کړل، ارین به چې د خوست په اړه معلومات راکول  نو زما ذهن به د ځینو نورو ولایتونو سره خوست پرتلیز حساب کاوه، له ارین څخه به مې بیا له سره پوښتنه کوله، ارین ویل چې په خوست کې له سلو ډير خصوصي ښوونځي فعاله دي، زه به په فکر کې خپل ولایت ولاړم چې هلته لس خصوصي ښوونځي هم نشته.

اوس به درته د مثال په ډول د خوست ولایت د ځینو هغه نسبي پرمختګونو په اړه معلومات وړاند کړم، چې په دې وروستیو کلونو کې یې ورته لاسرسی موندلی دی.

په خوست کې د ۱۰۰ څخه ډیر شخصي ښوونځي فعال دي، چې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د خپل ځانګړي یونیفورم سره فعالیتونه تر سره کوي، ویل کیږي چې یو وخت به د ځاځي میدان خلکو ویل چې د صبریو  څخه په امن کې تیریدل د پل صراط څخه د تیریدو په معنی ده، خو اوس په هماغه ولسوالۍ کې هم خصوصي ښوونځي فعال دي، په لومړیو کې دغه ټول ښوونځي د پاکستاني استادانو، مدیرانو او اداري پرسونل له خوا اداره کیدل، چې  په تدیریجي شکل سره دغه ټولې چارې اوس په خپله د خوست د ځوانانو په لاس کې دي، ددغه ښوونځیو د کثرت له وجې اوس ددوی تر منځ سالمه سیالي هم په درز کې روانه ده، چې ټوله ګټه یې ولس ته رسیږي، په فیسونو کې یې کم والی راغلی او ورځ تر بلې دغه لړۍ د پراختیا په حالت کې ده، د دولتي پوهنتون څخه پرته څلور نور پوهنتونونه فعالیت کوي چې یو هغه یې یوازې د طب پوهنتون دی، څه باندې لس د نیمه زده کړو انستیتیوتونه فعالیت کوي چې په دوی کې هم پنځه بابه یې په ځانګړي توګه د روغتیایي علومو په برخه کې فعالیت کوي، تر سلو ډير د انګلیسي ژبې او ساینسي علومو کورسونه فعال دی، ۷۲ رسمي او تر ۲ سوه پورې د ځوانانو غیر رسمي ټولنې او شوراګانې فعالیت کوي، څه باندې ۱۵ مجهز کلنیکونه په کار اخته دي، چې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ځینو هغه  ولسوالیو څخه چې د خوست سره نږدې پراته دي دغه روغتونونو ته ددرملنې لپاره خپل ناروغان راوړي، خو د دولتي روغتون مزه ګۍ یې نشته، د جرګانو فارمونه یې په میاشت کې تر ۷ لکه چرګانو پورې تولید لري، چې په دغه برخه کې د ګاونډي هیواد څخه څه وخت مخکې د چرګانو په وارداتو بندیز لګیدلی او تر څنګ یې کابل ته هم چرګان صادروي.

په داسې حال کې چې تر دې دمه په خوست ولایت کې دولتي بریښنا  نشته، خو بیا هم په دغه ولایت کې ۱۲۰ لویې او ړې تولیدي فابریکې موجودې دي، چې په بیلا بیلو برخو کې تولیدات لري. ددې ټولو لاسته راوړلو تر څنګ په مطبوعاتي ډګر کې هم خوست د ډيرو  ولایتونو په سر کې روان دی هلته د افغانستان او نړیوالو راډیو ګانو او تلویزیونونو ډيری څانګې فعالې دي، چې هر یو یې هلته د ځان لپاره یو یو خبریال لري، ددې تر څنګ د خوست په اف ام سپو کې ۷ راډیو ګانې او ۴ ټلویزیونونه خدمات وړاندې کوي،  تر څنګ یې۱۶ چاپي رسنۍ هم په فعالیت کوي چې د اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ څخه عبارت دي.

ستونزې:

باید یادونه وشي، چې د نورو ټولو پرمختګونو سره سره د خوست ښار د یوې ډیرې لوېې ستونزې سره هم لاس او ګریوان دی، چې هغه په نوموړي ولایت کې د صنعتي ښار ګوټي د غصب مسئله ده، چې د ځور واکو او چور واکو له خوا ښه په زبردستۍ سره غصب شوې او کوورنه یې په کې جوړ کړي، هیله ده چې په دغه برخه کې مرکزي دولت له جدیت څخه کار واخلي، او تر څنګ یې د خوست ځنګلونه چې د هیواد په سطحه له لویو ځنګلونو څخه شمیرل کیږي له نابودۍ سره مخامخ دي چې دې ته هم باید دولت خپل پام راواړوي او د خوستي ځوانانو سره په ګډه دغه دوه ستونزې له منځه یوسي.      

ددې ټولو ساختماني او مادي چټکو بدلونونو او پرمختګونو سره سره یې په ځوان نسل کې د ځوان پرمختللي فکر چټکه وده هم د ستایلو وړ ده، چې وروستی هغه به یې  انشاالله ارو مرو د جمعي تصمیم نیونې څخه فردي تصمیم نیونې سوق کړي چې دا د یو پرمختللې ټولنې لپاره اصلي معیار شمیرل کیدی شي.

اوس که موږ وغواړو، چې د خوست  سره نور ولایتونه پرتله کړو، نو په جرئت سره دا ویلی شو، چې د څو لویو ښارونو پرته خوست د نورو  ولایتونو په پرتله ډير مزل وهلی او که همداسې روان وي، نو په نږدې راتلونکي کې به مو دغه د نښترو او څیړیو په ځنګلونو کې پوښل شوې ښکلې سیمه د هېواد په کچه په ستر تفریحي پارک بدل شي.

په اخره کې باید دا ووایم چې خوست ته په کتو باید د نورو ولایتونو خلک هم خپلو سیمو ته پام وکړي او په دغه برخه کې دې  د خوستوالو سره په دغه سالم رقابت کې برخه واخلي.

په همدې هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *