مجیب پښتون

وسلوالو پدې وروستیو کې په خوست، کندهار، کابل او ننګرهار کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له لارې ملکي هدفونه په نښه کړل او یوازې په لږو ورځو کې يې لسګونو بې دفاع او بې ګناه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله او پدې توګه يې افغانان نور هم خفه او د ډېرو کورنیو خوښۍ او هیلې يې خاورې ایرې کړې.

پوښتنه داده چې دا ډول بریدونه به افغان دولت څومره کمزوری کړي او یا به په نړیواله ټولنه چې د افغانستان په مسایلو کې ښکیله ده تر روانې فشار لاندې راولي او په اصطلاح هغوی به د افغانانو د ملاتړ او ملګرتوب څخه بیزار او منصرف کړي.

که دا مسایل د سیاسي نظره وکتل شي، پدې سره نه افغان حکومت کمزوری کیږي او نه هم نړیوال تر فشار لاندې راځي، ځکه په دا ډول بریدونو سره د حکومت او نړیوالو دا ادعا ثابتیږي، چې افغانان د ترهګریزو فعالیتونو قرباني دي او د دوی سر او مال نه دی خوندي.

پدې برخه کې د هغوی بشري مسوولیت جوړیږي چې په افغانستان کې د روان ناتار او ستونزو په اړه بې توپیره پاتې نشي او پدې برخه کې خپل نړیوال مسوولیت او بشرپاله رسالت سرته ورسوي.

دا ډول عملونه د ولسونو د کرکې او نفرت لامل هم ګرځي، ځکه منطقي نه ده، چې ولسونه دې هغه جګړه مارو سره خواخوږي وښي او له هغو دې ننګه او ملاتړ وکړي، چې د دوی د مرګ او تباهۍ تږې  دي.

دا هغه مسالې دي، چې درک او پوهیدنه يې پیچتلتیا نلري او هر څوک که هغه لوستی وي یا نالوستی، ښاري وي او که د کلي او غره اوسیدونکی  دا حقیقت درک کولای شي او که ویره  ونلري، په څرګنده به دا خبرې ټکي په ټکي ووايي او د جګړه غوښتونکو به خپله کرکه په ډاګه کړي.

د حکومتونو پر وړاندې سیاسي مخالفتونه، د یو ډلې او نظام له طرحو، قوانیو او برنامو سره مخالف نظر درلرل، یوه عیني پدیده ده چې د نړۍ په هر کنج او کنار کې شته، خو مخالفې ډلې د خپلو موخو د ترسره کېدو لپاره معقولې او سیاسي لارې چارې لري، چې تر جګړو په مراتبو بهتری او هدف ته د رسیدو لپاره موثرې او ګټورې دي.

کچیرې موږ په وروستیو دوه نیمو لسیزو کې د عربي هېوادونو ولسي پاڅونونه وګورو، یا د نړۍ په نورو هېوادونو کې سترو تحولاتو ته نظر وکړو، وینو چې هلته جګړه نه دې کاریدلې، هلته بدمرغه انتحاري بریدونه نه دي شوي، هلته د وحشي صفتو له لوري د خلکو سرونه په چاړو نه دي پرې شوي، هلته د ماشومانو له اندامونو سره وحشت نه دی شوی، خو د سوله ییزې مبارزې له لارې يې مهم بدلونونه راوستي دي.

دلته له بدمرغه تر اوسه هم د ورانکارو سره سیاسي فرهنګ او د بشریت درناوی نشته، هغوی فکر کوي چې هر څه د وژنو له لارې ترلاسه کولای شي، هغوی د نورو خلکو په لمسون او لارښوونه دلته ویر او ماتم جوړوي، خو د دوی ګمارونکي بیا په خپل وطن کې جګړې او وژنې ناروا بولي او مرتکبین يې د سترې جزاء مستحق ښيي.

کچیرې پدې شته جنګي شرایطو کې چې ښايي د یو شمېر دیني او بشري ارزښتونو د پلي کېدو او  پاللو لپاره هم تر اوسه لازم شرایط  نه وي برابر شوي، ایا په افغانستان کې څوک نشي کولای د نارواوو پر وړاندې غږ اوچت کړي، ایا د دوی غږ د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې تر نړیوالو نه رسیږي، ایا دوی د خپلې حقې داعیې لپاره د نړیوالو ملګرتوب نشي راجلبولای، ایا ولس ته په قناعت ورکولو کې څوک د خنډونو او ممانعتونو سره مخامخ دي، ځواب روښانه دی هر ګز نه !!!

دلته هر څه شوني دي، په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو په کچه د رسنیو ښه ازادي شته، دلته تر ډېره د بیان ازادي خوندي ده، دلته خلک په ښکاره د نظام منفي او کمزورې خواوې په ډاګه کولای شي، دلته که څوک تر نظام د ولس د ژوند او سیاست د بهبود لپاره ښې برنامې ولري، د وړاندې کولو لپاره يې لازم فرصتونه په اختیار کې لري، خلک د حق او ناحق تر منځ توپیر کولای شي، خلک نیوکې کولای شي، نو بیا انتحاري او چاودنې ته څه اړتیا پيښیږي؟؟؟

مالومه ده، په افغانستان کې جګړه د دې لپاره ده، چې پدې ځای کې معقوله او د نړیوالو اصولو پر بناء جوړه شوې نظامداري پای ته ورسږي، د نړۍ ټول بشري جنایتونه همدلته پلان او بیا د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې عملي شي، دلته باید خلک دومره استثمار شي، چې هېڅکله رښتیا ویل يې په تصور کې راونګرځي، دلته باید خلکو کې د سعادت او نیکبختي فکر هم محوه شي، دلته باید کار او مزدوري نه وی، دلته باید فرهنګي بډاینه او پرمختګ متصور نه وي او خلک په ژوندوني مړي مالوم شي او دلته هر څوک مایوسه ویده شي او وږی وګرځي.

دا ډول فکر د یو داسې هېواد پر وګړو تحمیلول چې د فرهنګونو ټاټوبی دی او ولسونه يې د نړۍ ډېر عزتمن او قدرمن خلک دي، ناشونی او ناممکن دی، دا پوچ فکر او د پنځلسو پیړیو پخوانی خیال پدې حماسه پنځونکي خاوره کې نشي بریالی کیدای، مرګونه به وي، ګواښونه به وي، خو یوه ورځ به له جګړه مارو سره د دې هر څه حساب او کتاب کیږي او دا هېواد به بیا هېڅکه د ترهګرۍ او بشریت د ځورونې لپاره ونه کارول شي.

په اوس وخت کې شته پرمختګونه د دې هېواد د یو ښه راتلونکې زیري ګڼل کیږي، همدا اوس خواوشا لس میلیونه نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي، دلته په لکونه ځوانان په لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو کې پر تحصیل لګیا دي.

دلته د پرمختګ مفکوره غښتلې شوې، دلته د نړۍ پر تمدونونو او پیشرفتونو بحثونه کیږي، یو زیات شمېر لوستي افغانان د نړۍ ګوټ-ګوټ ته سفرونه کوي، د هغو ځایونو پرمختګونه ویني او په خپل هېواد کې پر عملي کیدو يې کار کوي.

ځانمرګي بریدونه، چاودنې او وژنې دلته د پرمختګ فکر نشي محوه کولای او تر پایه د دې وحشت غځونه ناشونې ده او دا هم اصلاً امکان پذیره نه ده چې افغانان دې تل له سیاسي او ملي بصیرته محرومه وي او د خپل هېواد او ولس پر وړاندې دې استعمالیږي.

اوسمهال په ټولنیزه میډیا کې د خلکو په سیاسي، ټولنیز او ملي شعور کې پرمختګ له ورایه مالومیږي، د کلیو او بانډو اوسیدونکي په ځانګړي ډول ځوان کهول د پرمختګونو ملاتړ کوي او برعکس هغه کارونه چې د هېواد د ورانۍ او هېوادوالو د ځورونې لامل کیږي، په ډاګه يې غندي او پر وړاندې يې خپل غږ اوچتوي.

اوس نړیوالو هم درک کړې، چې افغانان سوله پسنده ولسونه دي، د جګړو او نورو ناخوالو لامل دوی نه دي، بلکې دا ټولې بدمرغۍ پر دوی تپل شوي دي، هغه خلک چې په افغانستان او نړۍ کې لدې ځایه وحشت او ویره خوروي، وړه ډله خلک دي چې له بهره استخدامیږي او د افغانانو وقار او عزت ته زیان رسوي.

په داسو حالاتو کې ټولو خورو، ورو افغانانو او ټولو پتمنو ملیتونو ته په کار دي، چې پدې هېواد کې د وحشت د ختمولو لپاره خپل ټول امکانات او کوښښونه په کار واچوي، هغوی دې نه هیروي، چې د یو بې ګناه افغان د ضایع کیدلو قیمت ټوله دنیا نشي جبرانولی، دلته د یوې ورځې پس ماندګۍ جبرانول بلا ډېرو کلونو ته اړتیا لري، دلته د یوې ورځې وېر او ماتم د بخښنې وړ نه ده.

زموږ هیله داده چې پدې وطن کې د سرتاسري سولې په تامینولو کې او ابادۍ کې هر با احساسه، مومن او متدین افغان خپل هېوادنۍ رسالت او دیني وجیبه سرته ورسوي.

تل دې وي سوله په افغانستان او ټوله نړۍ کې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *