دا خبر بیا بیا تازه کېږي

تاند- د فراه د ولایتي شورا رييس فرید بختور وايي چې په خپله له یو شمېر رضاکارو جنګیالیو سره په فراه ښار کې د طالبانو پر ضد جنګېږي.

بختور وویل، د فراه یو شمېر ښاریان په خپله خوښه حاضر شوي چې وسلې واخلي او خپل ښار له طالبانو پاک کړي.

بختور همداراز وايي چې ښار ته اضافي یا کومکي ځواک نه دی ورغلی او وضعیت مخ په خرابېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي، ۱۴۴ ځانګړي پولیس له کندهار څخه او شاوخوا ۱۰۰ کومانډو له هرات څخه فراه ته رسېدلي دي.

د فراه والي بصیر سالنګي تښتېدلی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه افغان چارواکي په قول ویلي چې د طالبانو له حملې سره سم د فراه والي بصیر سالنګي له فراه څخه وتښتېد.

دغه چارواکي ویلي چې له سالنګي پرته نور ټول ملکي او امنیتي چارواکي په ښار کې پاتې دي.

فراه ښار بند دی او خلک په کورونو کې ګیر شوي

سره له دې چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې نن به فراه ښار د طالبانو له وجوده پاک کړي خو په ولسي جرګه کې د فراه یو استازی محمد سرور عثماني وايي چې طالبان لا هم د ښار په یو شمېر سیمو کې شته او جګړې ته دوام ورکوي.

عثماني دغه راز وویل چې ښار بند دی او خلک په خپلو کورونو کې ګیر پاتې دي.

دفاع وزارت وايي، طالبان د فراه د ۷۰ فرقې په شاوخوا کې محاصره دي

تاند- د دفاع وزارت ویندوی محمد رادمنش وویل، طالبان د ښار په درې کیلومترۍ کې د اویایمې فرقې شاوخوا ته رسېدلي وو خو سیمې ته د تازه دمو ځواکونو له رسېدو وروسته طالب یاغیان محاصره شوي دي.

رادمنش دا هم وویل چې ژر به ټول حمله کوونکي طالبان تصفیه شي.

خو د فراه ځینې مدني فعالان وايي چې د ملي امنیت ریاست ته نژدې او په څو نورو سیمو کې هم جګړه روانه ده.

د دوی څرګندونې د رادمنش له خبرو سره په ټکر کې دي.

خو وروستي راپورونه هغه ادعا ردوي چې ګنې طالبانو د ښار ډېرې برخې نیولي یا یې د ملي امنیت ریاست نیولی دی.

د طالبانو د ځپلو لپاره فراه ښار ته کومانډو ځواک ورسېد

تاند- له فراه څخه وروستي راپورونه وايي چې شاوخوا ۱۰۰ کومانډو ځواکونه د ولایت مرکز ته رسېدلي او د طالبانو پر ضد یې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

ځانګړي پولیس له کندهار او د اردو کومانډو له هرات ولایت څخه فراه ته لېږل شوي دي.

ویل کېږي چې طالبانو د ملي امنیت د ریاست په ګډون ځینې دولتي ادارې نیولي خو د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ څخه لېري دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا دا خبره ردوي او وايي چې طالبانو هیڅ دولتي اداره نه ده نیولې.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیلې امیني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د ښار په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او الوتکو پر طالبانو بمباري پیل کړې ده.

دې وویل چې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان انتحاري حمله شوې ده خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه لري.

د دفاع وزارت ویندوی محمد رادمنش وايي چې دوه افغان سرتېري او ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

د چین خبري اژانس سنهوا وايي چې د ښار په لوېدیځه برخه او درېمه امنیتي حوزه کې تیت پرک جنګ روان دی. په دې سیمه کې طالبانو څو امنیتي پوستې نیولي دي.

تراوسه پورې ناټو یا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت نه دي ویلي چې ایا د فراه په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او که نه.

په فراه کې د تلویزیونونه او راډیوګاڼو خپرونې بندې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ تنو وژل کېدا تاییدوي

تاند- د فراه ولایت د مرکز په روانه جګړه کې تراوسه پورې د ۸ امنیتي ځواکونو او ۶ طالبانو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د دواړو خواوو تلفات ۱۴ تنه ښيي خو راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر ممکن د دې څو برابره ډېر وي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې د طالبانو پر ضد ځوابي عملیات پیل شوي دي.

دانش وايي، امنیتي ځواکونه پوره تیارسی دي او د تشویش خبره نشته. ده تاکید وکړ چې طالبانو د فراه هیڅ دولتي اداره نه ده نیولې. مخکې ویل شوي و چې طالبانو د فراه د ملي امنیت ریاست نیولی دی.

دانش دا هم وویل چې ځانګړي عملیاتي قواوې او کومانډو ځواکونه فراه ته رسېدلي او له پولیسو او اردو سره څنګ په څنګ په تصفیوي عملیاتو بوخت دي. دانش په عین حال کې تایید کړه چې د فراه مرستیال امنیه قوماندان عبدالرازق ټپي شوی دی.

ولسمشر غني د فراه په اړه د دفاع وزارت په غونډه کې ګډون وکړ

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ د دفاع وزارت په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې په فراه ښار کې د روانې جګړې په اړه جوړه شوې وه.

د ولسمشر غني د دفتر مرستیال هارون چخانسوري وویل، ولسمشر غني د دفاع وزارت له چارواکو او جنرالانو سره د فراه د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې په غراه کې د طالب ترهګرو د له منځه وړلو لپاره فوري اقدامات وکړي.

طالبان د لومړي ځل لپاره د فراه ښار ته په ننوتو بریالي شول

تاند- راپورونه وايي چې وسله وال طالبان د فراه مرکز فراه ښار ته ننوتي او په ښار کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو بوخت دي.

د فراه اوسېدونکي وايي چې طالبان سهار وختي (د ۵ او ۶ بجو ترمنځ) له څو خواوو ښار ته داخل شول.

دفاع وزارت د فراه ښار د شاوخوا يوستو سقوط تاییدوي او وايي چې افغان امنیتي ځواکونه ځوابي برید ته تیاري نیسي.

دفاع وزارت وايي، د افغانستان دښمنانو د ښار په شمال کې د ریګي د پوستې له خوا فراه ته نفوذ کړی او د پخوانۍ اویایمې فرقې لور ته پرمخ تللي دي.

دا وزارت همداراز وايي چې په دې سیمه کې د دښمن مخه نیول شوې او لږترلږه ۸ تنه یې وژل شوي دي.

خو د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې طالبانو د ملي امنیت ریاست نیولی، د دې ادارې رييس یې وژلی او اوس د امنیه قوماندانۍ د نیولو پر سر له پولیسو سره په جنګ دي.

د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور وايي، لږترلږه ۳۰ افغان پولیس تراوسه پورې وژل شوړي یا ټپیان شوي دي.

د ښار اوسېدونکي وايي چې طالبانو له ۴ خواوو یرغل وکړ او ډېر جنګ د ښار په درېمه حوزه کې روان دی. په دې سیمه کې د ملي امنیت ریاست موقعیت لري چې ویل کېږي طالبانو نیولی او هیلي کوپتر پرې بمباري کوي.

تر دې مخکې له تېرو څو ورځو راهیسې د فراه اوسېدونکو او د ولایتي شورا ځینو غړیو خبرداری ورکاوه چې فراه د سقوط له خطر سره مخامخ ده.

د فراه مرکز ته وروسته له دې طالبان په ننوتلو بریالي کېږي چې امریکا له ایران سره له اتومي موافقې په یو اړخیز ډول ووته. د امریکا دې اقدام د ایران له لوري د طالبانو د ملاتړ د زیاتېدو په اړه یو شمېر افغانان اندېښمن کړل.

وړم کال هم طالبان د فراه ښار تر څنډو پورې ورسېدل خو د ښار په نیولو بریالي نه شول.

که طالبان فراه ښار ونیسي دا به په تېرو دوو کلونو کې لومړنی ولایتي مرکز وي چې د دې ډلې لاس ته لوېږي.

تېر کال طالبانو د لنډ وخت لپاره کندوز ښار ځینې برخې ونیولې خو ټول ښار یې ونه نیولی شو.

د فراه ښاریانو د موبایل ټېلفون له لارې خبریالانو ته ویلي چې د ښار له منځه ډزې اوري.

د فراه د مرکزي روغتون ډاکتران وايي چې تراوسه د ۲ تنو مړي او ۱۶ ټپیان وروړل شوي دي خو د جګړې د دوام له کبله ښايي ډېر ټپیان روغتون ته څوک نه شي رسولی.

د فراه ښار ځینې اوسېدونکي وايي، طالبان په هغو سیمو کې چې نیولي یې دي؛ کور په کور تلاشي اخلي او پر چا چې یې شک راشي ځای پر ځای یې وژني

2 thoughts on “د فراه د ولایتي شورا ريیس وايي، د فراه ښاریان له طالبانو سره جنګېږي”
  1. ایران نه غواړي چې افغانستان د برېښنا بندونه ولري او خپلې اوبه مهار کړي، نو ارمانونه یې ټالبان په ډېر اخلاص سره ورته پوره کوي او همدارنګه د ټاپي پروژه هم چې د ایران په تاوان ده هغه هم تهدید کوي

  2. نن په فلسطین کې یهودانو په مظلومو عربانو ګولۍ وورولې او زړونه یې ښه په اخلاص سره یخ کړل.
    زمونږ یهودانو هم د ایران په ملاتړ د فراه ولایت پر مظلومو ښاریانو له څلورو خواوو برید وکړ او د ښار په اوسېدونکو یې د اسراییلو په شان په مسلمانانو خپل زړونه یخ کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *