محور ورځپاڼه

ساختماني شرکتونو او د تېلو قراردادیانو د هرې ولسوالۍ په کچه ولایتي شوراګانو ته خپل کاندیدان درولي دي. ولایتي شوراګانې یوازینۍ مراجع دي، چې د ساختماني پروژو او ولایتي سوداګرۍ قراردادونه د دوی په خوښه کېږي او د ولایتونو مقامونه د شورا ګانو تر مستقیم اغېز لاندې دي.

د ساختماني شرکتونو او د تېلو د قرار دادیانو په دفترونو کې یو کارت د لس تر شلو ډالرو په قیمت خرڅېږي.

د یادو شرکتونو د عملیې موټرونه د رایو مرکزونو ته خلک رسوي، په انتخاباتو کې د مشروع ګډون لپاره نه، بلکې د خپلو مطلوبو کاندیانو د بري لپاره.

د ولسي جرکې د تېرې دورې د ټاکنو په کمپاین کې تر ټولو ډېرې پیسې هغو کاندیدانو مصرف کړې وې، چې له ساختماني شرکتونو درېدلي و او یا د تېلو قراردادیان وو. دغو دوه ډوله خصوصي جوړښتونو د ناټو سرتېرو ته د تېلو رسونې او نړیوالو پروژو په بدل کې سترې سرمایې خوندي کړې دي.

په اوسنۍ ولسي جرګه کې هم ډېری غړي ټیکه داران، د تېلو قراردادیان او د ساختماني شرکتونو مالکان دي.

د دوی په اړه راپورونه دي، چې په افغانستان کې یې انتخاباتي لګښتونه د عادي خلکو لپاره له کچې لوړ کړي دي.

بل خواته په ولایتي شوراګانو کې هم زیاتره وکیلان د خصوصي کمپنیو مالکان دي، خو دوی خپلې کمپنۍ د وکالت په دوران کې تاسیس کړې دي. ولایتي شوراګانې یوازینۍ منابع وې، چې د خلکو د اصلي استازو یو شمېر یې ورته لاسرسی درلود او  کلیوالو هم د خپلو مشکلاتو د حل لپاره پرې باور درلود.

د انتخاباتو د ډېری مرکزونو په دروازو کې د ساختماني او تېلو شرکتونو د عملیې موټرونه هره ورځ سهار تر غرمې ګڼ کسان د کارتونو اخیستنې لپاره راوړي، خو دا په ټاکنو کې د مشروع ونډې اخیستنې په نیت ندي، بلکې د کمپنیو مالکان غواړي خپل کاندیان شوراګانو ته کامیاب کړای شي.

محور داسې بېلګې موندلې، چې دوی یو کارت د لسو تر شلو ډالرو ترمنځ اخلي، د دغو کمپنیو په دفترونو کې په سلګونو خلک پراته دي، چې د رایو په برخلیک یې له وړاندې معامله شوې.

ولایتي شوراګانې د قراردادونو په ورکړه او د کار د کیفیت په څارنه کې مهم رول لري، همدارنګه والیان او ولایتي ادارې یې تر اغېز لاندې دي، نو ساختماني شرکتونه او قراردادیان هڅه کوي ولایتونه او دولتي ولایتي حکومتونه په انحصار کې راولي.

د محور خبریال یوازې په کابل کې لسو هغو شرکتونو ته ورغلی، چې له خلکو د رایو کارتونه ټولوي  او د ټاکنو له کمېسیون څخه په اېستل شویو فورمو کې د خپل هر کاندید لپاره د لومړي پړاو ۶۰۰ کارتونو لېست برابروي.

په پکتیا کې ازاد خبریال اسمعیل لاروی وایي، د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو شمېر په پکتیا کې درې برابره ډېر شوی دی.

د ښاغلي لاروي په وینا، د پکتیا د ولایتي شورا ډېری غړي یا خو په قراردادونو کې سهم لري او یا پخپله د شرکتونو مشران دي :((د پکتیا د ولایتي شورا د ۱۱ چوکیو لپاره دا ځل ۶۰ معلوماتي بستې کاندیانو ترلاسه کړي، خو تر اوسه ۳۶ یې نوم لیکنه کړې ده. دا شمېر د تېرو ټاکنو په پرتله درې برابره لوړ دی.))

د ټاکنو کمېسیون د ویاند نور محمد نور د معلوماتو په اساس تر دې دمه ۲۸۶۵ کسانو د ولایتي شوراګانو لپاره معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي، چې ۲۶۹ پکې ښځې دي :((خو په رسمي ډول تر اوسه (پرونه) ۷۹۷ کسانو د ولایتي شوراګانو لپاره نوم لیکنه کړې ده، چې ۸۹ یې پکې ښځې دي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *