ایران په سیمه کې تر پاکستان دویم هېواد دی چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، او په افغانستان کې یې ورانکارۍ ته هڅوي. دغه هېواد په جدي توګه په افغانستان کې د پرمختللو پروژو څخه رنځ وړي او نه غواړي چې د افغانستان اقتصادي کچه په پښو ودریږي.

که څه هم ایران ډیره هڅه وکړه چې د ټاپي پروژه په افغانستان کې تطبیق نه شي، او دغه نړیواله پروژه د ایران له لارې ترسره شي، خو افغانستان په سیمه کې د غوره جغرافیايي موقعیت له امله په دې وتوانیده چې دغه پروژه په خپله خاوره تیره کړي.

ایران نه یوازې په نړیواله کچه ددې پروژې پټ او ښکاره مخالفت وکړ بلکې دغه هېواد د وسله والو مخالفینو له لارې غواړي د افغانستان په لودیځ او سویل کې د مهمو پروژو د ترسره کیدو مخه نیسي.

ایران کلونه د افغان هند د وستي بند (سلماء) د جوړیدو مخالفت کړی دی او ان د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال ددې هېواد په خوښه د بند د جوړېدو کار څو ځلي بند شوی هم دی، ګمان کېږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر سره د ایران د مستقیمو نغدو پېسو مرسته هم د دهمدې لپاره شوي وي. ایرن په افغانستان د بخش اباد بند له رغولو سره هم ستونزه لري او د هلمند د اوبو په اړه هم غواړي پر افغانستان فشارونه زیات کړي.

د طالبانو د مشر ملامحمد عمر تر مړینې وروسته چې طالبان په څو برخو ووېشل شول، ایران سم له لاسه د طالبانو د ملامنصور له ډلې سره اړیکې ټینګې کړې، هغه مهال ملامنصور د طالبانو د مشر په توګه ټاکل شوی و.

ملامنصور له ایران څخه بلوجستان ته په لاره د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو، داسې انګیرل کېږي چې ملامنصور په قزاقستان یا هم ایران کې له یو شمېر روسي چارواکو سره کتلي وو.

له همغه وخت څخه له طالبانو سره د روسیې او ایران د ملګرتیار د راپورونو څپې خورې شوې، او د امریکا په ګډون د ناټو غړو هېودادونو په دې برخه کې اندېښنې څرګندې کړي چې ګڼې ایران او روسیه طالبانو سره مرستې کوي، بلاخره دغه خبره د ځینو افغان چاروکو په خولو هم زم زمه شوه.

د فراه او نمیروز ولایتونو والیانو په وار وار دا خبره کړې چې ایران په دغو دواړو ولایتونو کې په نیغه توګه د طالبانو ملاتړ کوي، او د هرډول تجهیز لپاره امکانات ورته برابروي، په ځینو سیمو کې خو له طالبانو پاتې وسلې هم ایرانۍ بلل شوي دي.

په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي، طالبانو په فراه ولایت ډله ییز برید وکړ، دا د هغو انديښو پایله ده چې وړاندې افغان چارواکو کړې وې، یعنې ایران له طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړ دغه ډله یې تجهیز کړه  او په فراه ولایت یې برید ته چمتوکړه.

که څه هم تر اوسه کره شواهد نه دي خپاره شوي، خو دا د هغو ادعاو ثبوت کیدلی شي چې په دې سیمو کې ایران او روسیه له طالبانو ملاتړ کوي. په فراه ولایت ډله ییز برید په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د دفاع وزیر ایران ته په رسمي سفر تلل و، او هلته یې له ایران چارواکو سره په سمیه کې د ترهګرۍ خلاف د دوه اړخیزو مرستو ژمني کړي دي.

له طالبانو سره د ایران د مرستو او اړیکو په اړه د افغان چارواکو له څرګندونو بریښي چې دغه هېواد په فراه د طالبانو د برید ترشاه یې د سپاه پاسدارن ایران لاس دی او هڅه یې کړې وه چې د فراه ولایت وپرځوي.

افغان حکومت هم په سیمه کې د هغو هېوادونو پر وړاندې چې له طالبانو سره اوس ملګري شوي رغنده دریځ نه لري، بلکې امریکا ډير کله ددې دواړو هېوادونو څخه شکایت کړی دی او د ناټو منشي هم په وار وار ویلي چې روسیه په سیمه کې له طالبانو ملاتړ کوي.

افغان حکومت باید د فراه په جګړه کې ټول استخباراتي معلومات چې د ایران لاس لرل په کې څرګندیږي په نړیواله کچه وړاندې کړي څو خلک او نړیواله ټولنه په دې هېواد فشار راوړي چې په افغانستان کې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

افغان حکومت او په حکومت کې هغه کړۍ چې د ایران ګوډاګيتوب کوي باید د ایران په اړه د افغانانو د غبرګون مخنیوی ونه کړي. حکومت هغه کسان هم باید رسوا کړي چې له ایران سره اړیکې لري او په افغانستان کې د هغوی د هڅو ملاتړ کوي.

مړه او سپېره دې وي د افغان ولس دښمنان

د سوکاله او پرمختللي لوی افغانستان په هیله.

One thought on “په فراه د برید ترشا لاسونه | عزیز خان هوتک”
  1. يو جاسوس خو ييې په ډاګه او په عام مجلس کی اختار ورکوي چې خر اسان غواړي او بل يې د پاکستان خر ده چې رمباړې وهي اود ريم يي شمالي ډله ده.نو دا څنګه حکومت ده…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *