تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ په لوګر ولایت کې د ۲۰۰ کیلوولټه برښنا پروژه پرانیسته.
د دې پروژې له لارې به نه یوازې په لوګر کې ۱۲ زره کورونه په برښنا راڼه شي؛ بلکې د لوګر صنعتي پارک به هم پرې فعاله شي.
ولسمشر غني د لوګر د سفر په لړ کې د دغه ولایت له قومي مشرانو او سپینږیرو سره هم ولیدل او د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت یې خبرې وکړې.
ولسمشر غني وویل، د لوګر امنیت حیاتي اهمیت لري ځکه چې دا ولایت د کابل د دروازې حیثیت لري.
ټاکل شوې ده چې د شمالي ګاونډیو هیوادونو وارداتي برښنا له لوګره وروسته پکتیا او خوست ته ورسول شي.