په ۴۰ کلونو جنګ کې مو هېڅ هم زده نه کړل او که زده مو کړل له نورو سره مو شریک نه کړل.
تاسو وینئ چې له هر ځل انتحاري برید وروسته د زیانمنو وارثین یوازې پر حکومت نیوکه کوي او د چارواکو پروړاندې سخته ژبه کاروي. پارلمان هم پر امنیتي چارواکو فشارونه راوړي، خو دا یو هم کاریګر نه لوېږي او اغېز نه ښندي.
دا ډېر یو طبیعي غبرګون دی، ځکه ولس د حکومتي ځواکونو، بهرنیو ځواکونو او د دولت د مخالفانو د فشار په راس کې ځای نیولی دی او د دوی د هر یو د جګړې زیان تر نورو زیات ولس ته اوړي او یو یې هم د ولس په وړاندې ژمن نه دی او ولس ورته یوه بابیزه کیسه ښکاري.
په داسې وختونو کې چې د دغه مثلث یوه خوا ملامتېږي او یا تر خبرو لاندې راځي نو ولس پرې هم ټک کوي او غواړي خپل انتقام ترې په نیوکو او خبرو واخلي. یعنې مطلوبه خوا کمزورې او بې کفایته وښيي او مقابل لوري ته په دې کار سره او د هغوی په وړاندې پخپلې چوپتیا سره امتیاز ورکړي او یا داسې وښيي چې تاسې د ولس په کیسه نه یاست نو ځکه کمزوري یاست او خپلې دندې پرمخ نه شئ وړلای.
دا د یو ملت لپاره ډېر یو بد حالت دی، چې ولس د خپلو مشرانو او مشران د خپل ولس بد غواړي او یو د بل په کیسه کې نه وي.
د یوه انتحاري پر وخت دغه خبره ډېره معموله ده چې حکومت باید د خلکو امنیت ونیسي، لوړپوړي چارواکي او د هغوی اولادونه په دې بریدونو کې نه مري، نو ځکه د ولس په کیسه کې نه دي او د بریدونو مخه نه نیول کېږي، بریدګر په تورو شیشو لرونکو موټرو کې انتقالېږي او داسې نور چې د ټولو ګوته حکومت او چارواکو ته یې نیول کېږي، خو بریدګرو ته بیا هيڅوک هم څه نه وايي چې د بریدونو او تلفاتو اصلي عاملین دي او د هغوی په وړاندې پخپل دا ډول کمزروي دریځ او چوپ پاتې کېدو سره هغوی ته نور هم جرئت وربښي چې دا ډول بریدونه وکړي.
که څه هم د ولس لپاره د جګړې د اړوندو غاړو پروړاندې دومره کمزروي، بې دريځي او بې خاصیتي نه ده په کار، خو دا پخپله د جګړې د دغه مثلث چلند دی چې ولس يې د بېچاره ګۍ په انحنا کې راګیر کړی او بې صلاحیته کړی دی.
دا درې سره جګړييزې خواوې په دې نه پوهېږي چې وروستی بری د ولس دی او برامودا د مثلث راز به یوه ورځ له پردې بهر ته پرېوځي.
تاسو څو ورځې مخکې د سولې لپاره د خلکو لاریونونه او اعتراضيه اعتصابونه ولیدل، که څه هم د جګړې ټول طرفونه یې په لړزه او اندېښنه کې واچول، خو د جګړې یوه لوري هم له دوی سره یوکېدو ته لېوالتیا ونه ښوده او د خپلو مخالفانو په وړاندې یې ترېنه د افزاري استفادې هڅه وکړه. افغان دولت ته په کار وه چې د دغه بهیر ټینګ ملاتړ یې کړی وای او دغه بهیر ته یې د سولې تر وروستيو پراختیا ورکړې وای.
دا یو ځل نه دی چې د جهاد او جګړې په نوم پر افغان ولس د پردیو نیابتي جګړه تحمیلېږي او دغه جګړه د جګړې د کمېشن کارانو او قراردادیانو له خوا پرمخ بیول کېږي او هڅه کېږي چې د ولس له کنتروله یې لرې وساتي.
خو دا ولس دی چې باید نور یې زده کړې وي چې د جګړې د هر لوري پروړاندې خپله محاسبه او چلند ولري او څنګه کولای شي چې تر سختو اختناقي شرایطو لاندې بیا هم خپله خبره او دریځ ولري.
دا سمه ده چې د جګړې په ټولو اړخونو کې فاسدې کړۍ شته او د افغان ولس د سولې مخه نیسي، خو افغان دولت په وړاندې باید د افغان ولس چلند جلا وي او د دوی چوپتیا د دې سبب نه شي چې دولت لاپسې کمزوری، جګړه مارو او فاسدو کړیو ته نور هم ځای خالي شي. دا په دې معنا چې افغان دولت د طالبانو او نورو په پرتله پر یوشمېر ملي ارزښتونو بنا دی، تر ډېره د ولس د ارادې تمثیلونکی دی او دا هم سمه ده چې په حکومت کې فاسدې کړۍ زیات وزن او رول لري، خو یوه ورځ به دغه فاسدې کړۍ د ملت د ارادې په وړاندې له پښو وغورځېږي، اصلاحات او بدلونونه به راشي، خو که دغه دولت د مجاهدینو د وخت په څېر خدای ناخواسته د دولت د مخالفانو په وړاندې له لاسه ورکړل شي، نو بیا به همغه د کابل تنظیمي تاړاکونه، نارواوې او د سرونو چتونه وي او یوازې جګړه مار به له دې حالته ګته وړي او هغه کسان چې نن په دولت کې دي او د خدمتونو د وړاندې کولو ماهرین دي، هغوی به شاته وهل کېږي او پرځای به یې نااهل او بې سواده کسان راځي. یعنې یوځل بیا به هر څه صفر کېږي او هر څه به له سره پیلوو. که ولس دا نه غواړي باید لاس په کار شي، غلی پاتې نه شي، خپل اواز اوچت کړي او تر نورو یې ورسوي، د جګړې مخنیوی وکړي او د جګړې ټولې غاړې سولې ته وهڅوي او هغوی مجبوره کړي چې سولې ته سره کېني او دا حقیقت پرې ومني چې افغانستان او افغان ولس له سولې پرته بله لار نه لري او بل انتخاب هسې په تورو د هوا وهل دي.