شېرزاد

تاند- د فراه امنیه قوماندان پر فراه ښار د وسله والو طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته وايي، پر دې ولایت پرونۍ حمله په ایران کې تنظیم شوې وه.

د فراه امنیه قوماندان نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل، پر فراه ښار د حملې لپاره له شاوخوا ولایتونو څخه ۲ زره وسله وال طالبان راوستل شوي وو، دوی غوښتل چې فراه ښار به نیسي او دلته به یو غښتلی مرکز جوړوي.

فضل احمد شېرزاد وویل«فراه د ایران لپاره ډېره مهمه ده، ایران په فراه کې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړي دي.»

تر دې پخوا د فراه پخوانیو والیانو اصف ننګ او عارف شاه جهان هم ویلي وو چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي څو پر افغانستان فشار راوړي چې په فراه کې د بخش اباد بند جوړ نه کړي.

د چارو کتونکي وايي، ایران له یوې خوا د افغانستان د پرېمانه اوبو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره د طالبانو ملاتړ کوي او له بلې خوا د ټاپي پروژې د مخنیوي لپاره پر فراه او لوېدیځو ولایتونو د طالبانو واکمني غواړي.

که د ټاپي پروژه د افغانستان د ناامنۍ له کبله ناکامه شي، هند او پاکستان مجبورېږي چې د ایران د ګازو پر پروژې پانګونه وکړي.

د فراه امنیه قوماندان وايي چې د فراه په پرونۍ جګړه کې یې له طالبانو ایرانۍ وسله نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *