پېشلمی

پېشلمي کولو كې بركت دى رسول اللهﷺ فرمايي: يقينًا الله تعالٰى په پېشلمي کولو او پېمانه کولو كې بركت اچولى دى. (الصحيحة: 1291، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د رمضان په روژو سره ګناهونه ختمېږي رسول اللهﷺ فرمايي: پنځه لمونځونه، جمعه تر بلې جمعې او رمضان تر بل رمضانه، دا ټول د صغيره ګناهونو ختموونكي دي كله چې له لويو ګناهونو نه ځان وساتل وشي. (صحيح مسلم: 233، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د مسلمان لپاره په رمضان کې د جهنم دروازې بندې رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې د رمضان مياشت شروع شي، نو د اسمان (جنت) دروازې پرانيستل شي او د جهنم (دوزخ) دروازې بندې کړى شي او (سرکشه) شيطانان په ځنځيرونو کې وتړل شي. (صحيح البخاري:1899، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د پېشلمي کولو فضيلت پېشلمى کوئ، ځکه چې په پېشلمي کولو کې لوی برکت دى. (صحيح البخاري:1923، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)

روژه د الله لپاره ده رسول اللهﷺ فرمايي چې الله تعالٰی فرمايي: د بني ادم هر عمل د هماغه لپاره دى، سوا له روژې نه، دا زما لپاره ده، او د دې بدله به زه ورکوم. (صحيح البخاري: 1904، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د روژې فايده رسول اللهﷺ فرمايي: روژه (د ګناهونو په مقابل کې) سپر (ډال) ده. (صحيح البخاري: 1904، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د روژه دار لپاره غوره ادب رسول اللهﷺ فرمايي: په تاسو کې چې د چا روژه وي، نو هغه دې نه فحشې جنسي خبرې کوي او نه دې شور زوګ کوي، که ده ته څوک کنځلې وکړي يا ورسره جنګ وکړي، نو دى دې ووايي: زه روژه يم (نو له تا سره جنګ کول نه غواړم او د كنځلو جواب هم نه دركوم). (صحيح البخاري: 1904، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

بې ګټې او بې فايدې روژه رسول اللهﷺ فرمايي: څوک چې د دروغو (او ګناه) خبره او پر هغې عمل كول پرېنږدي، نو الله ته هيڅ حاجت نشته چې ده خوراک څښاک پرېښى دى. (صحيح البخاري: 1903، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *