Man drinking water with lemon

 اوبه زموږ د بدن ۶۰-۷۰ فیصده برخه تشکیلوي، د انسان د ویني وزن ۸۵ فیصده اوبه دي، چي لدې څخه څرګندیږي چي انسان څومره اوبو ته ضرورت لري او اوبه د انسان په ژوند کي څومره لوی رول لري.

د روغتیا د نړیوالي اداري د راپور له مخي انسان په ورځ کي لږ تر لږه دري لیټره اوبو ته ضرورت لري او دا اوبه به د ټولي ورځي په جریان کي اخلي. اوبو ته ضرورت لرو، خو د روژې د مبارکي میاشتي په خاطر نه سو کولای چي کافي اندازه اوبه و څیښو، کچیري کافي اندازه اوبه وا نه خیستل سي نو قبضیت، سردردی، سوستي، ټمبلي، ستړیا، د بندونو درد او د جلد وچوالی به احساس کړو. نو د دې لپاره داسي لاري سته چي په مټ یې ځان له تندي ساتلای سو:

الف. کافي اندازه اوبه څیښل: د طب له نظره کافي اندازه اوبه لږ تر لږه دري لیټره دي، نو روژاتي باید د روژه ماته څخه بیا تر پیشلمي پوري اوبه وڅیښي، او دا اوبه ټولي پر یو وخت و نه څیښي. بلکي په ورو ورو یې وڅیښي. بهتره به دا وي چی د خوب پر وخت هم اوبه ځانته نږدي کښیږدی، او کله چي تراویحو ته ځئ نو هم کوښښ وکړئ چي لږ اندازه اوبه درسره واخلی ترڅو د رکعتونو په منځ کي ورڅخه استفاده وکړی. او د دې لپاره چي زموږ بدن څومره اوبو ته ضرورت لري د دې فارمولي څخه باید کار واخیستل سي:

د بدن وزن ضرب په ۱،۱ کي تقسیم پر ۲۹،۵۷ هر څو چي یې پلاس درکړل هغومره لیټره اوبه باید واخیستل سي. د مثال په ډول که د یو چا وزن ۸۰ کیلو وي. نو ۸۰ ضرب په ۱،۱ کي تقسیم پر ۲۹،۵۷ مساوي کیږي په ۲،۹ لیټره کیږي . ب. تر لاسه سوي اوبه ضایع نه کړو: څنګه کولای سو چي اخیستل سوي اوبه ضایع نه کړو ددې لپاره بېلي لاري سته:

۱. په لمر کي د ګرځیدو راګرځیدو څخه ډډه وسي او داسی ځای د ځان لپاره انتخاب نسي چي حرارت او تودوخه یې زیاته وي.

۲. د پیشلمي پر وخت د سره کړو او مساله لرونکو خواړو، غوړو، خوږو او مالګینو خواړو څخه لږ استفاده وسي ځکه چي دا هغه څه دي چي د ورځي په جریان کي بدن دې ته مجبوره کوي ترڅو زیات مایعات واخلي.

۳. د روژه ماتي پر وخت باید ډېري یخي اوبه و نه څیښل سي ځکه یخي اوبه نه یوازي چي تنده نه ماتوي بلکي د هضمي سیسټم هم اهسته کوي. معتدله یا لږ یخوالي ته مایلي اوبه باید و څیښل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *