د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

دغه تونس موټرچې پكې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى كړى شوي وترهگروغوښتل چې لښكرگاه ښارته يې دننه اوچاودنه وركړي چې دې موخې ته له رسيدووړاندې د لښكرگاه ښاراړوند د كندهارهلمند د لويې لارې پرسرد ملي امنيت د منسوبينولخوا كشف اوشنډ كړل شو.

په دې موټربم كې پنځه د ځانمرګوبريدكوونكو واسكټونه،پنځه ميله كلاشينكوف،۱۹ كړۍ لاسي بمونه هم د ملي امنيت 1 2منسوبينوترلاسه كړي چې په تړاويې تردې مهاله څوك نه دي نيول شوي اود نيولوپه موخه يې پلټنې روانې دي.

په همدې حال كې يوتن ځانمرګى بريد كوونكى چې د پاكستان د پيښوراوسيدونكى دى څوورځې وړاندې ځان پخپله د ملي امنيت منسوبينوته سپارلى دى.

دا په داسې حال كې ده چې له دې پيښې دوه ورځې وړاندې په نوموړې سيمه كې يوتن ځانمرګى بريد كوونكي چې غوښتل يې كرولا موټربم ښارته د ننه كړي د پوليسولخوا وپيژندل شواوځانمرگي بريد كوونكي ياد شوي موټربم ته چاودنه وركړه چې په پايله كې يې يوپوليس شهيد اوڅلورملكي وگړي ټپيان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *