ډېری کسان شته چې ځان د دې نظام غړي نه بلي، دوی فکر کوي چې نظام صرف دولت ته ویل کېږي، او ټول مسوولیتونه یې هم د دولت مربوط کېږي، کله چې موږ د هېواد تر بیرغ تر لاندې ژوند کوو، کله چې موږ د هېواد اساسي قانون په اصولو خپل ژوند تعینوو، کله چې ټاکنې کېږي ولسمشر د ولس په رایو تعینېږي، د ولسي جرګې غړي ولس تعینوي، دولت او ملت ټول په یوه چوکاټ کې ورځيني فعالیتونه ترسره کوي همدې ته نظام ویل کېږي د نظام ټينګښت د دولت او ملت ګډ مسوولیت دی.
یو قوي او با اقتداره نظام هغه ته ویل کېږي چې دولت ملت ته کار کوي او ملت د دولت د کارونو ستاینه او ساتنه وکړي، لومړی_
دولت د هېواد په لریو پرتو سیمو کې خلکو ته ښوونځي جوړوي، دا د ولس دنده ده چې ددې ښوونځيو ساتنه وکړي او چاته اجازه ورنکړي چې وران یې کړي ویې سوځي ، او یا یې دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړي.
دوهم_ دولت موږ ته سرکونه پخوي د سرکونو د رغونې د امنیت په برخه کې ولس هم باید له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، که چېرې د وسله والو کومه مشکوکه کړنه ګوري دوی باید په بېړه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي که چېرې دې سرکونو په رغونه کې ، بېغوري او یا فساد ګوري نو باید ترې پرده پورته کړي مرکزي ادارې په جریان کې کړي، تر څو ستاسو غږ واورېدل شي او خدمات په شفافه توګه ټولو ته ورسېږي.
دریم_ زموږ په کلیو او بانډو کې زموږ امنتي ځواکونه د ولس امنیت ساتي ولس هم باید د خپلو امنیتي ځواکونو ساتنه وکړي کله چې ولس پوهېږي په دې سیمه کې وسله وال فعالیت کوي او سبا ورځ د امنیتي ځواکونو او د ولس د پاره سرخوږی جوړوي باید ژر تر ژره خپلو امنیتي ځواکونو سره دا خبره شریکه کړي څو د ورانکاریو مخه یې ونیول شي او زموږ امنیتي ځواکونه ستاسو هویت کاملآ پټ ساتي.
څلوریم_ موږ تل د پردیو هېوادونو له توکو استفاده کوو، ټول بازارونه د نورو هېوادونو توکو نیولي که چېرې د خپلو داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړو هم به زموږ اقتصاد ښه شي او هم به د افغان کارګرو د پاره د کار زمینه برابره شي او هم به د داخلي توکو فابریکې ډېرې شي.
پنځم_ هر هغه سیاسي، ګوند چې په افغانستان کې فعالیت کوي ددوی فعالیت باید د نظام د پياوړتیا په خاطر وي نه د نظام د پاشلو په خاطر.
په هېواد کې ټولې د ځوانانو ټولنې مسوولیت لري چې د نظام د ټينګښت په خاطر نورو ځوانانو ته انګېزه ورکړي.
شپږم_ دولت مسوولیت لري هر هغه څوک چې د هېواد د ملي ګټو خلاف حتی یوه خبره هم وکړي باید محاکمه شي.
اووم_ دیني عالمان مسوولیت لري چې د جوماتونو له ممبر څخه ولس ته د نظام د پياوړتیا په خاطر تبلیغات وکړي.
د پياوړي نظام ګټې!
کله چې زموږ نظام پياوړی شي پردي استخبارات په هېواد کې فعالیت نشي کولی.
کله چې نظام پياوړی شي، زموږ امنیتي ځواکونه لا پياوړي کېږي او امنیت به هم ښه کېږي.
کله چې نظام پياوړی شي په افغانستان کې ټولې جنګي جنایتکاره ډلې به محاکمه کېږي.
کله چې نظام پياوړی شي زموږ د هېواد اوبه او معادنو څخه به د پردیو لاسونه لنډېږي، او دا هر څه به زموږ د هېواد په ګټه کارول کېږي.
کله چې نظام پياوړی شي زموږ ټولنه باسواده کېږي، کله چې ټولنه باسواده شي هېواد کې فقر، بې باوري، منفي افکار، له منځه ځي.
کله چې نظام پياوړی شي د ملي ګټو مخالفین به یا له هېواده تښتي او به محاکمه کېږي.
په یوه پياوړي او قوي نظام کې موږ هر هغه څه موندلی شو کوم چې یې هیله لرو خو په هغه صورت کې موږ قوي نظام لرلی شو چې په هر ډګر کې د خپل دولت کلک ملاتړ وکړو ، او پرديپالو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنکړو او د غیر ملي اشخاصو مخه ونیسو ، والا که هغه هر څوک وي.
که موږ ټول با مسوولیته ولس واوسو نظام مو پياوړی کېږي .
د همدې ورځې په هیله .