تاند- د فراه ولایت په مرکز کې د طالبانو له حملو وروسته د امریکا هوايي ځواک د طالبانو پر یوه کاروان د چهارشنبې په ورځ بمباري وکړه او ویل کېږي چې ډېر شمېر طالبان یې ووژل.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس وايي، په دې برید کې، چې ویدیو یې خپره شوې ده، لږترلږه ۲۸ طالبان ووژل شول.

د امریکا پوځ په ټویټر کې دا ویډیو له خپرولو یو څه وروسته لېرې کړه او د هغو کلماتو په خاطر یې بخښنه وغوښته چې د دې ویدیو ترڅنګ یې لیکلي وو.

د امریکا د هوايي ځواک نویو (ایم کیو -۹ ریپر) بې پېلوټه الوتکو د چهارشنبې په ورځ له فراه ښاره پر تښتېدونکو طالبانو برید وکړ.

په دې جګړه کې د افغانستان هوايي ځواک له سوپر توکانو الوتکو او ایم آی -۱۷ هیلي کوپترو کار واخیست.

سره له دې چې د چهارشنبې تر ماښامه طالبان له فراه ښاره وتلو ته اړ شول خو بیا هم د پنجشنبې تر سهاره د طالبانو پاتې شویو کسانو مقاومت ته دوام ورکړ.

د پنجشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونه د فراه په درېمه امنیتي حوزه کې د کور په کور تلاشۍ په مهال څو ځایه د خلکو په کورونو کې د پټ شویو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول.

3 thoughts on “د امریکا بې پېلوټه الوتکو له فراه څخه د تېښتې په حال کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې”
  1. په دی جنګ کی د امریکا هیڅ تاوان ونه شو،ځانی او مالی تلفات ټول افغانانو ته ورسیدل.دواړه خوا ته مسلمانان مړه شول.بیا میندی بوری.او پیغلی کونډی،ماشومان یتمان شول،البته د پردیو په لمسه،یو طرف ته پنجاب،روسیه،ایران،بل طرف ته،امریکا او ناټو.په منځ کی یی مسلمان افغان،نه طالیب ګټه وکړه او نه دولت،

  2. څوک چې خپل ولس او قوم ته په بدو سترګو ګوري ، ظلم پرې کوي او د پردیو ګټو لپاره ځان وژني ، دا به یې حال وي.
    چې بد ګرځي ، بد به پرځي.
    جزای قروت آب ګرم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *