د افغانستان په اوسني سياست کې ډاکټر فاروق اعظم د حساب وړ څېره ده. هغه په لندن کې دوکتورا کړې او په افغانستان کې یې د وزارت تر کچې او نورو بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي. د مجاهدینو په رهبرانو کې یوازینی شخصیت دی، چې د جهاد حرمت یې وساته. د واک او قدرت لپاره یې ناروا سیاست نه دی کړی.
د مجاهدینو په خپل منځۍ جګړو کې هم غوره مرکچي و. په تقوا کې هم تر ډېرو ښه دی. نه یې لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړې دي او نه یې د ځان لپاره کوم قصر رغولی دی. په کابل کې په ډېره ټیټه سویه کرایي کور کې عادي ژوند کوي، چې یوازې درې خونې لري.
دوستانو ته یوه یادونه کوم، چې وجدان او ضمیر مې داسې دی، چې د چا ډېر صفت خوند نه راکوي. د هېواد له لوی اکثریت سیاسي مشرانو څخه په زړه کې ډېرې ګیلې لرم؛ خو دا هم پر ځان لازم ګڼم، چې شخصیتونه او د شخصیت په نامه تجاران باید جلا کړو. د دې وطن لویه ستونزه دا ده، چې کار اهل کار ته نه دی سپارل سوی. تقوا او پرهېزګاري او د بیت المال د امانت ستر مسوولیت ورته نه دی تشریح سوی او تر څو پورې چې دا کار ونه سي، په دې وطن کې نه سوله ممکنه ده او نه هم ښه حکومتولي.
نه غواړم چې دلته بحث اوږد کړم او د خپل زړه درد بیان کړم. راځم په ډاکټر فاروق اغظم لږ څه بحث کوم. نوموړی د خپل ټول سیاست ترڅنګ د افغانستان پر اوبو او ارزښت یې په لسګونه مقالې او کتابونه چاپ کړي دي او د اوبو موضوع په افغانستان کې عادي خبره نه ده. ولسمشر محمد اشرف غني یې له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي. کله چې د اوبو د مهارولو هڅې پیل سوې، ښکاره حساسیتونه او ستونزې هم را منځ ته سوې.
ولسمشر غني د دې هېواد د ولسمشر په توګه حق لري، چې خپلې اوبه خپلې کړي؛ ځکه ملت ورڅخه د دې کار غوښتنه کوي. د اوبو مهارول د هېواد د پرمختګ لپاره لومړی قدم دی. ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان د اوبو د یوه متخصص په توګه یوه ښه بېلګه ده او دا واقعیت دی، چې د هغه لیکل سوي مواد به په راتلونکي کې د ماخذ په توګه کارول کیږي. په سوله کې د هغه تجربه، بې طرفي، صداقت او قوي هوډ هغه څه دي، چې په اوسنیو شرایطو کې ورته ډېره اړتیا لیدل کیږي.
اوس ټول افغانان دې نتیجې ته رسېدلي دي، چې په جګړه کې ګټه نسته او سوله د دې وطن لومړیتوب دی. تېر ولسمشر حامد کرزي په خپله د سولې اراده درلوده؛ خو د سولې د ستر امانت کیلي یې داسې چا ته په لاس ورکړه، چې هغوی له طالبانو او حکمتیار سره د سولې غوښتونکي نه وو.
د ولسمشر محمد اشرف غني په راتلو سره د سولې شورا جوړه سوه، چې په دې شورا کې ډېر تغیر راغئ او ښه لاس ته راوړنه هم لري، چې هغه د ښاغلي حکمتیار راتګ و؛ مګر د سولې د شورا په ریاست سالم انتقاد لرم. زه ښاغلی کریم خلیلي د دې هېواد یو لوی او سیاسي شخصیت ګڼم او په احترام ورته قایل یم؛ مګر خبره دا ده، چې نوموړی له طالبانو سره په ژبه نه پوهیږي او دوښمنۍ یې سره کړې دي.
خبره ډېره نه اوږدوم. د سولې موضوع ډېره مهمه ده او د سولې رهبر باید دې دروند مسوولیت ته په درنښت وګوري او ټولې لارې چارې باید وسنجوي او دې وطن ته تلپاتې سوله راولي. زه په اوسنیو حالاتو کې ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان د سولې په برخه کې ډېر اغېزمن او موثر ګڼم.
ښاغلی فاروق اعظم د یوه افغان په توګه اوس هم د سولې یو بنسټ لري او هلې ځلې کوي. زه چې کله په کابل کې ورسره مخ کېږم او یا په ټیلفون کې راسره خبرې کوي او زه چې د ناخوالو خبره یاده کړم، نو هغه راته وايي، چې تر هغو جنګ نه وي ختم او سوله مو نه وي راوستې، ټولنیز عدالت، په خپلو مټو ولاړ اقتصاد او ښه حکومتولي نه سي راتلای او همدا وايي، چې د سولې د راتګ لپاره یوازې حکومت مکلف نه دی، بلکې د دې لوی ارمان د پوره کولو مسوولیت هر افغان لري.
په درنښت!
په هېواد کې د تلپاتې سولې په هیله.