په افغانستان کې دطالبانو حکومت نور په ختمېدو و چې اردغان او ګوند یې انتخابات وګټل او د ترنن پورې یې ګټي،اردوغان ترکيه په ډېر مهارت او حکومت سره د اتاترک د ټيم او پوره سياستوالو له لاسه ووېسته،هغه وخت چې اردوغان راغی هم ترډېره فوځ واکمن و او د تل په شان نه ورته ريس جمهور نه صدراعظم د پام وړ ارزښت درلود.
اردوغان سیاست کې د کاميابی سره سم په اروپايي اتحاديې کې د ګډون چارې ګړندۍ کړې هغه چې هرځل اروپايي ټولنې ته مراجعه کوله هغوي ورته د خپلې اتحاديې شرائط وړاندې کول،لکه څنګه چې ترکیه د فوځ په لاس کې وه،لوي بانکونه او ډېری واکونه هم د فوځ سره و او د اروپايي اتحاديې يو قانون همدا وه چې ډيموکراسي عامه شي او يو د خلکو واکدار حکومت رامنځته شي.
همداسې د اروپايي اتحاديې ډېری غوښتې اردوغان عملي کړې او مرکزي حکومت یې قوي کړ فوځ یې ورځ تر بلې په خپله ولکه کې راوست،یعنې همغه د اروپا او امريکا طرفدارن ېې د همدې اروپا په لاس او مشروعيت سره له واکه لرې کړل،نن که متوجه شو غرب مسلمان په مسلمان وژني خو اردوغان غربي غلامان په همدې غربيانو وځپل همدوی او ددوي قوانين به یی ورته بهانه کول.
د پرون ترکیه چې هم په اقتصادي لحاظ د پښو لوېدلې وه اردوغان د نړی په شلو لویو اقتصادونو کې دننه کړه،پرون په حجاب او هر نوع ديني فعاليت،مدرسو او عالمانو سخته پابندي وه خو نن ترکيه ددنيا د عالمانو او مظلومو مسلمانانو د پناه يوازينی ځای دی.
د اردوغان د حق او مظلوم نه دفاع د هغې د نړي په شان په افغانستان کې زیات مینوال پيدا کړل،خو ما د نورې نړي د مینوالو او افغان مينوالو ترمنځ يو فرق احساس کړ،هغه دا چې اردوغان هم ډېر منفي ټکي لري چې صرف يو دوه يې ذکر کوم:
په يوه لويه غونډه کې چې خلکو د الله اکبر چیغی وهلی اردوغان همدي خلکو ته ويل چې دا چا چيغې دلته مه وهئ دا چيغي په جنازه کې خوند کوي.
مياشت یې نه ده پوره شوې چې اردوغان په استنبول کې په يوه غونډه کې چې د ښځو د حقوقو په اړه جوړه شوې وويل چې تاسې نشي کولی د اسلام ۱۴۰۰کاله مخکې احکام اوس عملي کړي.
د پورته دوه خبرو نه زموږ ډېری هيوادوالو دا‌سې تعبير وکړ چې د اردوغان هدف د فقې يا د اسلام دديکورېشن په معنا و نه د ايتونو د احکامو،دا خبره بيا وروسته اردوغان خپله هم وکړه او ويي ويل چې زما حد نه دی چې زه دې داسې خبر وکړم.
داسې که د ترکیې سيکولرې ټولنې ته وګورو چې لمونځ کونکي پکې ښه ازاد او شرابي او زانی هم پکې ښه ازاد دي دا او پورته نورې خبرې زموږ هيوادوال ډیرې ښې ځوابوي دوي وايي په ترکيه کې بايد هرڅه ورو او په ډېر احتياط سره سم شي.
د اردوغان په اړه هم وايو يا به لفظی غلطي وي يا انسان دي حتما غلطي کېږي او يا به يي نيت سم وي،خو سوال دادی چې موږ د نورو په اړه خپل عقل ښه استفاده کو خو د ځان او خپل هيواد په اړه؟
دلته که د ولسمشر غني،يا عادي خلکو څخه کومه غلطي وشي يا حتئ کومه تشبيه ورکړل شي‌د موضوع د پوهيدلو لپاره نو لوي اکثريت مو سمدستي د کفر،ديموکرات ټاپې او هر پوچ او سپک وايو.
همداسې د ټولنې د اصلاح په برخه کې تل دې ته متوجه يو چې نفر ډوډی په ښي لاس خوري که چپ دا رانه هېره وي چې ډوډي حلاله ده که حرامه،موږ په دومره جزياتو او نيوکو پسې ګرځو لکه دلته چې هرڅه ګلي ګلذار وي او پاتې د خلکو دظاهر او حتئ باطن په اړه زموږ قضاوتونه وي.
زموږ ټولنه پخپله يو ناپوهه،نالوستې او په رواج او تقليد ولاړه ټولنه ده چې يو برخه همدا رواجونه او بې اساسه تقليدونه د اسلام سره په ښکاره ټکر کې دي نو زموږ ټولنه تر نورو ډېره د نرمی،وخت او ښه چلند لايقه‌ ده.
همدې اردوغان تل لوی شر په کوچنی شر فعه کړي وي خو که زموږ په مابين کي يو دیني حکم نه عملي کېږي او په عملي کیدو یې د همدې دين لس نور دومره ضرر پيدا کېږي موږ بيا هم همدا عملي کوو.
حال‌ دا چې د يو کار احتمالي دوه نتيجې به سنجول کېږي که لوي شر پېښېده نو د‌کوچني شر به قبلوو او لوي به دفع کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *